دوام ساباق

 

دې عيسیٰ مسيح وفادور عسکر

۱نو اې دې مو زامنه، په اغا فاضل سره چې په عيسیٰ مسيح کې دائي، طاقتور شه. ۲کيمې خبرې چې تو دې ډيرې شائدونې په مخکې دې مونه ارويدلي دي، اغا داسې وفادور کاسون ته وسپوره چې نور ته دې تعليم ويرکاولې قابل وي. ۳لکه دې عيسیٰ مسيح دې يوه شه عسکر په رانګ دې مو سره په تکليفينه کې شريک شه. ۴ايڅ عسکر خپل ځون په روزانه کورينه کې نه روګيروي، دې ځکه چې دې يغ مقصد دې خپل قوماندان خواشول سوتل دي. ۵په دغ رانګ ايڅ لوبغوړئي نه شي کړائي چې دې لوبې په سيولي کې انعام تر لوسه کو، ترڅو دې يغې لوبې دې قوانينې مطابق مقابله نه کو. ۶کيم زميندور چې خوري يې کړيې وي، اغا بايد اوالينئ کاس وي چې دې خپل فاصل برخه وخلي. ۷څه چې زه درته يايمه دې يغې په حق کې فکر وکه، نو تيشتن و درته پويا ديرکو چې په ټول شايون بندې پوئي شې.

۸يود سوته عيسیٰ مسيح چې دې داود دې نسل نه دائي او په مارګ نه دې ورستې روژواندائي شوائي دائي. دا اغا زرائي دائي چې زه يې رساومه ۹او دې دغ زري دې اماله دائي چې زه کړاوينه وينمه، تر دغې چې دې يوه مجرم په رانګ په زنځيرينه تاړل شوائي يمه. خو دې خدائ کلام په زنځير تاړل کيدائي نه شي. ۱۰بيا زه دا ار څه دې خدائ دې غوره شويې په خاطر زغاممه، ترڅو اغا هه اغا خلوصين او تل پوتې جلال چې په عيسیٰ مسيح کې دائي، تر لوسه کو. ۱۱دا خبرې رشتيا دي:

که ميژ مړه شوي وي دې يغ سره

بيا دې يغ سره و ژوند هه کي

۱۲که چيرې ميژ ولري صابر او زغم

بيا دې يغ سره و کي بدشائي هه

که دې يغ نه ميژ وکي انکار

بيا اغا و هه دې ميژ نه وکو انکار

۱۳که چيرې ميژ شوي بې وفا

بيا اغا و وفادور پوتې شي

دې ځکه چې نه شي کړائي اغا

چې انکار وکو دې خپل ځونه

 

دې خدائ دې خواشې خيذماتګور

۱۴دا شايون خالک ته وير په يود که او دې خدائ په مخ کې ورته حکم وکه چې په ټکي سره رټ نه شي، دې ځکه چې دا ايڅ ګاټه نه لري، بلکې ارويدينکي ته زيوت نقصان رساوي. ۱۵ډير کوشش وکه ترڅو خپل ځون دې خدائ په نظير کې داس وشايې چې اغا دې خواش کو، لکه دې يوه مزدير په رانګ چې په خپل کور نه شرميژي او په سام رانګ دې اقيقات دې پيغام تعليم ويرکاوي. ۱۶خو دې بې دينه او بيځيه خبرې نه ځون وسوته، دې ځکه چې دا خالک نور هه دې خدائ نه لرې سوتي. ۱۷بيا دې يغې خبرې لکه دې ناسور زخم په رانګ دي چې په ټول سيرات کې ړانګيژي چې په دا ډاله کې هيمناوس او فيليتس شامل دي چې داسې خبرې کو. ۱۸دغې کاسونې چې دې اقيقات ليار پريشيې دو، يائي چې دې بيا روژواندي کيدلې وريځ ليا مخکې روراسيدليې دو او په دغ رانګ اغا ځنې خالک دې خپل ايمون نه اړاوي. ۱۹خو خدائ چې کيم بنياد يشائي دائي، اغا ټينګ دائي او په اغا بندې داس ليکل شوي دي، ”تيشتن خپل خالک پيژاني“او ”څوک چې دې يغ نوم په خوله يوداوي، بايد دې بدئي نه لوس وخلي.“

۲۰په يوه ستر کير کې ګوشي دې سرې زارې او سپينې زارې لوشي نه وي، بلکې دې لرګئ او دې خورې لوشي هه وي. په يغې کې ځنې دې خاص چارې دې پوره او ځنې دې عام چارې دې پوره دي. ۲۱بيا دې دغ اماله که چيرې څوک خپل ځون دې بدې نه پوک کو بيا اغا و داسې لوشائي شي چې دې خاص چارې دې پوره و ځنې کور وخاستل کيژي، دې ځکه چې اغا وقف شوائي دائي او دې خپل مشر دې پوره ګټور دائي او ار رانګ نيک کور ته تايور دائي.

۲۲نو دې ځوونئ دې وخت دې نفساني خواهشاتې نه ځون وسوته او دې يغې کاسونې سره چې په پوک زړه تيشتن ته داعو کو، دې صداقت، ايمون، مينې او سالومتي دې پوره الې ځلې که. ۲۳خو دې کم عقلتوب او جهالت باحثينه نه ځون لرې سوته، دې ځکه چې ته پئيژې چې دې يغې اخير لنجه دو. ۲۴دې تيشتن خيذماتګور بايد جاګړې مور نه وي بلکې په ټول بندې مهربونه وي، شه وشوينکائي وي او زيوت صابر او زغم ولري. ۲۵په نرمئ سره دا خپل مخالفين اصلاح کو. کيدائي شي چې خدائ اغا ته موقع ويرکو چې توبه وبوسي، ترڅو اقيقات وپيژاني. ۲۶بيا کيدائي شي چې دې يغې سره عقل پيدو شي او دې شيطون دې ليمې نه چې پکې روګير شوي دي او مجبوره کړي يې دي چې دې يغ اراده پيره کو، خلوص شي.

Sorry, no results.
Please try another keyword