اوال ساباق
۱دا خاط دې پولوس دې طرفه چې دې خدائ په ارادې دې عيسیٰ مسيح رسول دائي او دې دغې دې پوره لژل شوائي دائي ترڅو اغا وعده شوائي ژوند چې په عيسیٰ مسيح کې تر لوسه کيژي، اعلان کو. ۲زه دا خاط خپل ګرون زي تيموتاوس ته ليکمه. دې پلور خدائ او دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل، راحم او سالومتي دا وي په تو بندې.
شکرګزوري او اڅاونه
۳زه دې يغ خدائ شکر کمه چې خيذمات يې کمه، لکه څرنګې چې دې مو نيکونې په پوک ضمير سره دې يغ خيذمات کاوه. زه ار وخت شپه او وريځ تو په خپلې داعوګونې کې يوداومه. ۴کله چې دې تو ايشکې رو په يود شي، بيا دا ارمون لارمه چې تو ووينمه، ترڅو دې تو په ليدلې دې مو خواشولي پيره شي. ۵زه دې تو اغا سيچه ايمون رويوداومه چې اوال دې تو نيو لوييس او دې تو مور افنيکي لوره او زه زړه تامائي يمه چې ته يې هه لرې. ۶دې دغ اماله توته دير په يوداومه چې دې خدائ اغا نعمت چې دې مو دې لوس په کشيشولې سره توته دير کړ شه، اغا دې ځون سره ژواندائي وسوته. ۷دې ځکه کيم روح چې خدائ ميژ ته روکړائي دائي اغا دې ډور او شرم روح نه دائي بلکې دې قدرات، مينې او په ځون بندې دې واک لارلې روح دائي.
۸بيا دې ميژ دې تيشتن په حق کې دې شائدي ويرکاولې ليا دې مو په باره چې دې يغ په خاطر بندي يمه، مه شرميژه، بلکې دې خدائ په قدرات سره په اغا تکليفينه کې دې مو سره شريک شه چې دې زري په رساولې کې روميانځ ته کيژي. ۹خدائ ميژ ته خلوصين روکه او ميژ يې يوه سپيڅلي ژوند ته رووباللي. دا دې ميژ دې عمالينې دې اماله نه و بلکې دا دې خدائ مقصد او فاضل و چې دې شيرې نه يې دې عيسیٰ مسيح په وسيله ميژ ته روکه. ۱۰خو ويس يغ دا فاضل دې ميژ دې خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح په روتاګ سره ميژ ته شکاره کړائي دائي. يغ دې مارګ قدرات دې ميانځ نه لرې که او دې زري په وسيله يې نه فناکيدينکائي ژوند شکاره که.
۱۱زه دې دغ زري رساولې دې پوره تبليغ کاوينکائي، رسول او ايستوذ مقرار شومه. ۱۲دې دغ اماله زه تکليفينه زغمه، خو په اغا بندې نه شرميژمه. ځکه په چا بندې چې مو ايمون روړائي دائي زه اغا پيژانمه، دې ځکه زه يقين لارمه چې اغا دا توون لري اغا څه چې يغ روته سپورلي دي، دې خپل په څټ روتاګ تر وريځې پره يې وسوتي. ۱۳اغا سام تعليم چې دې مو نه مم ارويدلئ دائي، اغا دې يغ ايمون او مينې په وسيله چې په عيسیٰ مسيح کې يې لرې، دې خپل ځون دې پوره مثال وګرځوه. ۱۴اغا شه امونات چې توته سپورل شوائي دائي اغا دې روح القدس په وسيله چې په ميژ کې پنډيژي، وسوته.
۱۵ته خبر يې چې دې اسيا دې ولايت ټولې خالکې زه پريشومه چې په اغا کې فيجلس او هيرموجينس هه شامل دي. ۱۶تيشتن دا دې اونيسيفوروس په کورانۍ بندې راحم وکو، دې ځکه چې يغ موته څو څو ووره نوائي طاقات روکه او په دا نه شرميده چې زه بندي يمه، ۱۷بلکې کله چې اغا روم ته روراسيده، بيا زه يې ډير وغوشتلمه او پيدو يې کړمه. ۱۸تيشتن دا دې پئصاله په وريځ په اغا بندې خپل راحم وکو. په دغ رانګ ته شه خبر يې چې اغي په افسيس کې دې مو څومره خذماتينه کړي دي.