دوام ساباق

 

جعلي پيغمبرون او وشوينکي

۱خو لکه څرنګې چې مخکې په اسرائيلې کې هه جعلي پيغمبرون پئيدو شوي وي، داسې و دې توسې په ميانځ کې هه درويغزن ايستوذون روپئيدو شي. اغا و په پټه تباه کاوينکي او دې غلطې عقيدې تعليم ويرکاوي. حتي اغا و دې يغ مشر نه هه انکار کو چې اغا يې په بيه وخستي دي او په خپل ځونينه بندې و ډير زر تبوئي رووالي. ۲ډير خالک و دې يغې په غير اخلاقي ليارې راون شي او دې يغې دې اماله و دې اقيقات ليار بدنومه شي. ۳دا درويغزن ايستوذون و دې خپل لالچ دې اماله دې يغې قيصې په ويلل سره چې دې ځون نه يې جوړې کړيې دي، دې توس نه ګاټه وخلي. خو خدائ ليا دې مخته نه دا پريکړه کړيې دو چې اغا ته سازو ويرکو او دې يغې په تباه کاولې کې و ځانډ رو نه شي.

۴دې ځکه خدائ اغا فرشتې چې ګناه يې کړائي وهبې سازو پرينشولې، بلکې ديژاخ ته يې ولژلې او په تيارې کاندې کې يې وچاولې چې په اغا ځوئي کې دې پئصالې دې وريځې پره وسوتلائي شي. ۵په دغ رانګ په مخته زمونې کې يعني دې نوح دې طوفان نه مخکې هه خدائ څوک بې سازو پرينشول، بلکې دې يغ وخت په بې دينه خالکې يې سيلاب رواست او ګوشائي نوح يې چې دې صداقت تبليغ کاوينکائي و، دې نورې اووه کاسونې سره خواندي وسوتل. ۶دې ورستې بيا خدائ دې سدوم او عموره شارينه ته سازو ويرکړه او اغا يې په يور بندې دې ميانځه يوړل او په ايرې يې بادال کړل، ترڅو دې روتلينکي زمونې دې بې دينه خالکې دې پوره عبرت وي. ۷خو خدائ لوط چې صادق ساړائي و او دې بدکوريې خالکې دې غير اخلاقي چالند نه تنګ شوائي و، وژغوره. ۸دې ځکه چې اغا صادق ساړائي چې دې يغې په ميانځ کې پنډيده، دې يغ پوک زړه و اره وريځ دې يغې په بدې کورينې په ليدلې او ارويدلې ځوريده. ۹نو تيشتن پئيژي چې څرنګې ديندارئي خالک دې خپلې اوزميشتينې نه خلوص کو او بدکوره خالک ته دې پئصالې تر وريځې پره پله پسې سازو ويرکو، ۱۰په خاص رانګ اغا خالک چې په سيراتي ناپوکې غوشتنې پسې ګرځي او دې خدائ واک او اختيار الک ګڼي.

دا دې درويغزنې ايستوذونې بې بوکي او غرور دائي چې اسموني روحاني شايونې ته دې کفر ويلې نه نۀ ډاريژي. ۱۱سره دې دغې چې فرشتې دې دغې درويغزنې ايستوذونې نه ډيرې طاقتورې او مضبوطې دي، خو دې تيشتن په حضور کې په الکې خبرې سره اغا نه ګراماوي. ۱۲دا خالک دې بې شعوره ځناورې په رانګ دې دغې دې پوره پئيدو شوي دي چې ونيول شي او وويژنل شي. دې کيمې شايونې نه چې خبر نه دي دې يغې په حق کې الکې خبرې يائي. نو اغا و دې ځنګلي ځناورې په رانګ تباه شي. ۱۳دې نورې خالکې سره چې يغې کيمه بدي کړيې دو نو په بادال کې و يې بدي وويني. دئ په رڼو وريځ دې عياشئ نه خواند وخلي. درويغزن ايستوذون بې شرمه او بې عزته خالک دي. کله چې اغا دې توسې سره په ولماستيه کې کشيني، بيا دې توسې دې بدنومئ سبب ګرځي، دې ځکه چې اغا په خپلې دوکه کاولې بندې خواشوليژي. ۱۴اغا شځې ته دې زنا په سترګه کسي او ايڅکله دې ګناه نه لوس نه وخلي. دئ اغا کسون چې په خپل ايمون کې ټينګ نه دي، په ليمه کې رونسي. دې يغې زړينه په حرص ووخته شوي دي او په دئ دې خدائ لعنت دائي. ۱۵دئ سامه ليار پريشيې دو او بې ليارې شوي دي او دې بعور دې زي بلعام په ليار راون دي چا چې دې يغې پائسې سره مينه لارله چې په بد کورينه يې ګټلې. ۱۶خو بلعام دې خپلې بدې کورينې په خاطر وراټل شه. دې ځکه چې يوې خرې دې انسان په ژبه خبرې وکړې او اغا نبي يې دې ليوانتوب دې کورينې نه منع که.

۱۷دا خالک دې وچې چنې په رانګ دي او دې يغې وريځې په رانګ دي چې بود يې وري روري. خدائ دې يغې دې پوره په تورې تيارې کې ځوئي تايور کړائي دائي. ۱۸اغا غورې کو او بې عقله خبرې کو. دې سيراتي غوشتنې نه په کور وخاستلې سره اغا خالک په ليمه کې رونسي چې دا ويس دې يغې خالکې نه تشتيدلي دي چې په ګمراهئ کې ژوند تيراوي. ۱۹اغا ته دې ازودئي وعده ويرکاوي خو حال دا چې په خپله دې فساد غلامون دي، دې ځکه څوک چې دې کيم شي تابع وي، نو دې يغ غلام هه دائي. ۲۰دې ځکه کله چې اغا دې ميژ دې تيشتن او خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح دې پيژاندنې په وسيله دې دغې دنيو دې ناپوکئ نه خلوص شول او بيا دې ورستې په اغا ناپوکئ کې روګير او اغا يې لوندې کړل، نو دې يغې ورستې حال و په اوال نه هه ډير بد وي. ۲۱دې ځکه چې دې يغې دې پوره و دا شه وائي چې ايڅکله يې دې خدائ دې صداقت ليار نه وائي پيژاندليې، په دغې نه چې ويې پيژاني او دې يغ سپيڅلي حکم نه مخ وړاوي چې ورته ويرکړل شوائي دائي. ۲۲دې يغې سره چې څه وشول نو دا متال يې په حق کې رشتيا کيژي، ”سپائي خپل قائي په څټ څاټي.“او ”لمبيدلائي خنزير په څټ خاټې کې رغړي.“

Sorry, no results.
Please try another keyword