لاسام ساباق

 

پولوس رسول دې خپل خيذمات دفاع کو

۱ زه پولوس دې توس نه دې مسيح په عاجزئ او نرمئ کې غوشتنه کمه. اې، اغا پولوس چې خالک يائي چې دې توس په مخکې عاجز يمه خو کله چې دې توس نه لرې يمه، بيا زړاور يمه. ۲ خو زه دې توس نه غوشتنه کمه چې کله دې توس سره يمه، بيا مو مه مجبوروئ چې ساخت چالند وکمه لکه څرنګې چې ځنې خالک ګمون کو چې ميژ دې انساني معيارينې دې مخې عمل کي. ۳ که څه هه ميژ په دا دنيو کې پنډيژي، خو دې ميژ جنګ انساني نه دائي. ۴ کيمې وسلې چې ميژ په جنګ کي، اغا دنياوي وسلې نه دي، بلکې دې ميژ وسلې خدائ او اسموني قدرات دائي چې مضبيطې قلعې ړانګاوي. ۵ ميژ اغا باحثينه او دې غرور نه ډاکې نظريې چې دې خدائ پيژاندنې په خلاف دي، دې ميانځه وري او دې ار رانګ نافرمانه خيالينې مخه نسي او اغا ته وشائي چې دې مسيح تابعدوري وکو. ۶ کله چې توس په پيره رانګ فرمانبردار شئ بيا و ميژ ار اغا چا ته چې نافرمانه پوتې کيژي سازو ويرکي.

۷ توس ګوشي دې يوه شي ظاهري شکل ته کسئ. که چيرې څوک په دا بندې يقين ولري چې دې مسيح سره تړاو لري، بيا پريژدئي چې اغا يورې بيا دې خپلې ځونينې په حق کې فکر وکو لکه څرنګې چې اغا دي، نو ميژ هه يي. ۸ بيا که چيرې زه په اغا اختيار بندې لژ زيوت وياړ وکمه چې خدائ روته دې توسې دې ايمون دې طاقتور کاولې دې پوره روکړائي دائي، نه دې توس دې بربودئي دې پوره، بيا زه په دا نه شرميژمه. ۹ زه نه غوړمه چې توس ته داس در ولګي چې په خپلې ليکنې سره توس وډور کمه. ۱۰ دې ځکه چې ځنې و ويائي: دې يغ خاطينه ساخت او طاقتور دي، خو کله چې اغا په خپله حاضر وي، بيا کمزورائي وي او خبرې يې بې ارزشته وي. ۱۱ داس خالک بايد په دا پوئي شي څه چې ميژ په خپل نشتون کې دې خاطې په وسيله توس ته ويائي، بيا کله چې دې توس سره يي، بيا اغا و عملي کاوي.

۱۲ ميژ خپل ځانينه دې يغې خالکې سره نه بروباره وي او نه يې تالي چې دې خپلې ځانينې ستوينه کو. خو کله چې اغا خپل ځانينه دې يو بل سره بروباروي او تالي يي، بيا ماليميژي چې اغا ايڅ نه پئيژي. ۱۳ خو ميژ دې حد نه زيوت وياړ نه کي، بلکې دې چارې تر يغ حد پره وياړي چې خدائ دې ميژ دې پوره مقرره کړيې دو او په اغا کې اغا چارې هه شاملې دي چې ميژ يې دې توس سره کي. ۱۴ ميژ دې خپل حد نه نه تيريژي، داس لکه چې ميژ ايڅکله توس ته نه يې روغلي. دې ځکه چې ميژ اواليني کاسون وي چې دې مسيح زرائي مم توس ته وراسوو. ۱۵ ميژ دې نورې په کور بندې وياړ نه کي چې دې يغ حد نه يې زيوت کړائي دائي چې خدائ دې ميژ دې پوره مقرار کړائي دائي. خو ميژ په دا ايله يي چې دې توس ايمون طاقتور شي او وکړائي شي چې دې توس په ميانځ کې دې خپل خيذمات او کور حد زيوت کي، ۱۶ ترڅو ميژ وکړائي شي چې دې توس نه اغي طرف سيمې ته زرائي وراساوي او په اغا خيذمات او کور بندې فخر ونه کي چې بل چا کړائي وي.

۱۷ لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

څوک چې غوړي چې وياړ وکو، بيا په تيشتن بندې دا وياړ وکو.

۱۸ دې ځکه څوک چې په خپله دې خپل ځون ستوينه کو، اغا دې منلې لايق نه دائي، بلکې اغا څوک خدائ ته دې منلې لايق دائي چې تيشتن يې ستوينه کو.

Sorry, no results.
Please try another keyword