اووتام ساباق

 

سخاوت کړل

۱ ويس اې خوانديې او وريڼې! ميژ غوړي چې توس دې خدائ دې يغ فاضل نه خبر شئ چې دې مقدونيې په کليسې بندې شوائي دائي. ۲ که څه هه اغا دې ډيرې ستونزې دې اماله چې ورسره مخ شوي دي، ازمويل شوي دي او ډير غريبون وي، خو بيا هه اغي په ډيرې خواشولئ سره ډير زيوت سخاوت وکه. ۳ دې ځکه چې زه شائدي ويرکاومه چې يغې چې څومره کړائي شول او حتي دې خپل توون نه يې هه زيوت په خپله خواشه وکړل. ۴ يغې ميژ ته ساخت ميناتينه وکړل چې غوړي دې يروشلم دې ايماندورونې سره په مراسته کړل کې شريک شي. ۵ دا دې ميژ دې توقع او ايلې نه زيوت وي، دې ځکه چې يغې اوال خپل ځونينه تيشتن ته او بيا يې دې خدائ دې ارادې دې مخه ميژ ته وسپورل. ۶ بيا دې ځکه ميژ دې تيتوس نه وغوشتل لکه څرنګې چې يغ دا کور شيري کړائي و، بيا په دغ رانګ دا په توس کې دا دې خير کور پيره کو. ۷ خو لکه څرنګې چې توس په ار څه کې يعني په ايمون، په خبرې، په پويا، په ټول شايون کې په جوش او دې ميژ سره دې مينې په لارل کې مخکې يئ، بيا ميژ غوړي چې توس دې فاضل او خير په دا کور کې هه مخکې ګرځئ.

۸ زه دا توس ته دې يوه حکم په رانګ نه يايمه، بلکې غوړمه چې دې توسې دې مينې رشتينولي دې نورې دې جوش سره دې بروبارولې دې پوره وزمويمه. ۹ توس دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې فاضل نه خبر يئ. که څه هه اغا مالدار و، خو دې توس په خاطر اغا غريب شه، ترڅو توس دې يغ دې غريبئ په وسيله مالدار شئ.

۱۰ بيا زه په دا حق کې توس ته نصيات کمه، دې ځکه چې دا دې توس په ګاټه دائي: تير کول چې توس کيم کور شيري کړائي و، اغا ويس پيره کئ. ګوشي دا نه چې توس په ويرکړه کې اوال وئي، بلکې توس هه ليولتيا لارله چې اغا سار ته وراساوئي. ۱۱ بيا کيم کور چې مم شيري کړائي دائي اغا سار ته وراساوئي او دې خپلې ليولتيا دې مخې څه چې ويس لرئي دې يغې په وسيله دا کور وکئ. ۱۲ دې ځکه که چيرې څوک ليولتيا لري چې څه وکو، بيا دې يغ هديه و دې خدائ دې طرفه قابيله شي. البته څوک چې دامره څه ولري چې ويرکاولئ يې شي، که اغا کم وي ليا زيوت، خو څه هه چې لري دې يغې يوه برخه دا ويرکو.

۱۳‏زه نه غوړمه چې په توس بندې په بور اچاول سره نور خالک ارام شي، بلکې غوړمه چې څه چې ويس دې توسې سره پريمون دي، اغا خالک ته يې ويرکئ چې محتاج دي. ترڅو کله چې توس محتاج شئ، بيا دې يغې سره چې کيم څه چې زيوت دي توس ته يې ديرکو. په دغ رانګ و بروباري روميانځته شي. ۱۵ – ۱۴ لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

چا چې زيوت روټول کړي وي، بيا دې يغ سره ډير زيوت نه وي او چا چې لژ روټول کړي وي، بيا دې يغ سره لژ نه وي.

 

دې پولوس دې طرفه تيتوس او دې يغ ملګري ته سپورشتنه

۱۶ دې خدائ شکر دائي چې يغ دې تيتوس په زړه کې اغا شوق او علاقه پئيدو کړيې دو چې ميژ يې دې توس دې پوره لري. ۱۷ اغي نه خالي دا چې دې ميژ غوشتنه يې ومنله چې يورې بيا دې توس سره وويني، بلکې په خپله يې ليولتيا لارله چې لوړ شي او دې توس سره وويني. ۱۸ دې يغ سره ميژ اغا ورور ديرلاژي چې په ټولې کليسې کې دې زري په راساولې کې مشهور دائي. ۱۹ په دا دې پوسه، اغا دې کليسې دې طرفه مقرار شوائي دائي چې دې ميژ سره دې مالي مراستې دې راساولې په کور کې دې ميژ سره په سفر کې ملګرتيا وکو، دې دغې دې پوره چې خپل تيشتن ته جلال ويرکي او دې مراستې دې پوره خپله ليولتيا جاواته کي. ۲۰ ميژ دې دغې سخاوتمندانه مراستې دې روټولولې او ويشلې څارنه کي، ترڅو څوک په ميژ بندې اعتراض ونه کو. ۲۱ دې ميژ مقصد دا دائي چې اغا څه وکي چې ګوشي دې تيشتن په نظير کې نه، بلکې دې خالکې په نظير کې هه سام وي.

۲۲ ميژ دې يغې سره خپل بل ورور چې څو څو وره مم ازمويلئ دائي او په ډير شايون کې ميژ ته دې يغ ليولتيا او خوري ماليمه شوې دو، دير لاژي. ويس اغا دې يغ زيوت يقين دې اماله چې په توس يې لري، دې بل ار وخت نه زيوت غوړي چې مراسته وکو. ۲۳ خو دې تيتوس په حق کې بايد ويايمه چې دې توس سره دې مراستې په خاطر دې مو ملګرائي او په خيذمات کې شريک دائي. په دغ رانګ دې نورې ايماندورونې په حق کې چې روڅي بايد ويايمه چې اغا دې کليسې غړي دي او مسيح ته جلال ويرکاوي. ۲۴ بيا خپله مينه اغا ته ثابته کئ او وشايئ چې ټولې کليسې يې وويني چې ميژ په توس بندې اسې فخر نه کي.

Sorry, no results.
Please try another keyword