دوام ساباق

 

۱ بيا مو پئصاله ه وکړه چې توس ته دير نه شمه، ترڅو نور دې توسې دې خافګان سبب نه شمه. ۲ دې ځکه که چيرې زه توسې خفا کمه، بيا څوک و پوتې وي چې مو خواشول کو، بې دې يغې کاسونې چې مو خفا کړي دي؟ ۳ مو اغا خاط توس ته وليکه، ترڅو دې مو دې روتاګ په وخت اغا خالک چې بايد مو خواشول کو، دې مو دې خافګان سبب نه شي. زه يقين لارمه چې دې مو خواشولي و دې توسې دې ټولې خواشولي وي. ۴ دا خاط مو په ډير غمجن او داړدمن زړه او په ډيرې ويشکې سره توس ته وليکه. مو نه غوشتل چې توس غمجن شئ، بلکې مو غوشتل چې توس په دا پوئي شئ چې زه دې توس سره څومره زيوته مينه لارمه.

 

دې يوه ګونانګور باخشنه

۵ اغا څوک چې په توس کې دې خافګان سبب شوائي دائي، نه ګوشي دا چې زه يې خفا کړائي يمه، بلکې تر يوه حده يې توس هه خفا کړي يئ. خو زه نه غوړمه چې خبره وژده شي. ۶ دا چې توس اغا ګرام که، بيا دې يغ دې پوره دامره بس دو. ۷ بيا ويس توس بايد اغا وباخشئ او تسلي ويرکئ، اسې نه چې اغا دې ډير غم نه غرق شي. ۸ بيا زه دې توس نه په کلاکه غوشتنه کمه چې پريژدئي اغا پوئي شي چې په رشتيا دې يغ سره مينه لرئي. ۹ دې دغ اماله مو توس ته اغا خاط وليکه چې توس وازمويمه. مو غوشتل چې وکسمه ايا توس په ار کور کې دې مو تابعدوري کئ که نه. ۱۰ کله چې توس کيم څوک وباخشئ، بيا زه هه اغا بخشمه او که چيرې لازمه وي چې زه کيم څوک وباخشمه، بيا مو اغا دې مسيح په حضور کې او دې توس په خاطر بخشلئ دائي. ۱۱ دا کور دې دغ دې پوره کمه چې دې شيطون مخه ونسي، داسې نه چې ميژ غلط کو، دې ځکه چې ميژ دې يغ دې منصوبې او دوسيسې نه ناخبر نه يي.

 

دې ترواس په شار کې دې پولوس انديشنې

۱۲ کله چې زه دې ترواس شار ته وراسيدمه چې دې عيسیٰ مسيح په حق کې زرائي وراساومه، بيا تيشتن روته شه موقع بروباره کړه. ۱۳ خو کله چې مو خپل ورور تيتوس وولته ونه ليده، بيا دې مو ذهن او فکر بې ارامه و، نو دې ترواس دې خالکې سره مې خدائ پاماني وکړه او مقدونيې ته لوړمه.

 

په مسيح کې بارائي مينداول

۱۴ خو دې خدائ شکر دائي چې اغا ميژ ار وخت په مسيح کې لکه دې کاميابې په قطور کې راون کړي يي. خدائ دې ميژ نه په ار ځوئي کې دې مسيح دې پيژندګالي دې ړانګاولې دې پوره لکه دې عطرې په رانګ کور ووخلي.

۱۶-۱۵‏ خدائ ميژ دې يغې خوشبيه عطر په رانګ ګڼي چې مسيح يې خدائ ته مخته کاوي. بيا دې يغې خالکې دې پوره چې خلوصين ميمي، دا عطر شه بي ويرکاوي او اغا ژوند ته بيائي. خو دې يغې خالکې دې پوره چې تباکيدنکي دي، بد بي ويرکاوي او اغا دې الوکت طرف ته بيائي. بيا څوک دې دغې کورينې توون او اجات لري؟ ۱۷ ميژ دې خدائ په کلام سودوګري نه کي، لکه څرنګې چې ډير خالک دا کور کو، بلکې ميژ اغا په اخلاص سره دې يغې کاسونې په رانګ چې دې خدائ دې خو نه ورته چار ويرکړل شويې دو، په مسيح کې دې يغ په حضور کې خبرې کي.

Sorry, no results.
Please try another keyword