پينځام ساباق
دې ايماندورونې په مخکې دې تيموتاوس چالند
۱مشر ساړي ته ايڅکله ساختې خبرې مه که، بلکې اغا داسې اڅاوه لکه چې دې تو خپل پلور وي او دې ځوانونې سره لکه دې وريڼې په رانګ چالند که. ۲دې زاړې شځې سره لکه دې مانديې په رانګ او دې ځوونې شځې سره په پيره پوکئ لکه دې خپلې خوانديې په رانګ چالند که.
دې کونډې شځې سره چالند
۳دې کونډې شځې سره چې په رشتيا سره څوک نه لري، پام او عزت که. ۴که چيرې کونډه الودينه او ليا لماسيون ولري، بيا دې ټولې نه مخکې اغا بايد دې خپلې کورانۍ په مخکې خپلې ديني چارې وپيژاني او دې خپل مور او پلور حق ادا کو، دې ځکه په دا کور بندې خدائ خواشوليژي. ۵کيمه شځه چې په رشتيا سره کونډه وي او څوک نه لري، اغا خدائ ته ايله لري او شپه او وريځ په زورئي او په داعو وخته وي. ۶خو کيمه کونډه چې عياشي کو، که اغا ژواندائي هه وي خو په اقيقات کې مړه دو. ۷اغا ته دا لياروشونې وکه، ترڅو ايڅوک په اغا کې څه غلاطي او مالومتي پئيدو نه کو. ۸که چيرې څوک دې خپلې خپلوونې او په خاص رانګ دې خپلې کورانۍ په غړي بندې پام نه کو، نو اغا دې ايمون نه منکر دائي او تر بې ايمونه هه ډير بد دائي.
۹اغا کونډه دا دې کونډې په فهرست کې وليکله شي چې عمر يې دې شپيتې کوله نه کام نه وي او يورې ووده شويې وي. ۱۰اغا بايد دې خپلې شې کورينې دې اماله مشهوره وي: يغې خپل الودينه ستر کړي وي، ولماستيه يې کړيې وي، په عاجزئ سره يې دې خدائ دې خالکې خيذمات کړائي وي، دې داړدمندې خالکې سره يې مراسته کړيې وي او خپل ځون يې دې ار رانګ شه کور دې پوره وقف کړائي وي.
۱۱خو دې ځوونې کونډې نامينه په فهرست کې مه ليکه، دې ځکه کله چې دې يغې نفساني خواهشات اغا دې مسيح نه لرې کو، بيا غوړي چې ورو وکو. ۱۲په دا رانګ اغا خپل ځونينه دې عدالت لوندې روالي، دې ځکه چې خپله اوالينئ وعده يې موته کړيې دو. ۱۳په دا دې پوسه، اغا په دا عادات کيژي چې لايه پنډې شي او کير په کير وګرځي، نه ګوشيې لايه بلکې غيبت کو او دې نورې په کورينه کې لوس وايي او دې يغې شايونې په حق کې چې لازمه نه دو خبرې کو. ۱۴بيا دې مو مشوره دا دو چې ځوونې کونډې دا ورو وکو، الودينه دا روري او دې خپل کير کورينه دا سمبول کو او دې ميژ مخالفين ته دا موقع وير نه کو چې بدې خبرې پسې وکو. ۱۵دې ځکه چې ځنې کونډې ليا دې مخکې نه بې ليارې شويې دي او دې شيطون په ليار راونې دي. ۱۶که چيرې دې يوې ايماندورې شځې په خپلونې کې کونډې شځې وي، بيا اغا دا په خپله دې يغې سره امداد وکو او په کليسا بندې دا بوج نه اچاوي، ترڅو کليسا دې يغې کونډې سره امداد وکو چې په رشتيا څوک نه لري.
دې کليسې دې مشرونې چارې
۱۷دې کليسې اغا مشرون چې خپله چار په شه رانګ سرته رساوي اغا دې دوه ګينه عزت لايق دي، په خصوصي رانګ اغا چې دې کلام په ارواولې او تعليم ويرکاولې کې خوري کو. ۱۸دې ځکه چې دې خدائ کلام يائي، ”توسې دې غيبل کړلې په وخت دې غويې خوله مه تاړئي.“او بل ځوئي کې يائي، ”مزدير دې خپلې مزديرئي حقدور دائي.“ ۱۹دې کيم مشر په خلاف چې تومات لګاول کيژي اغا مه مانه، خو دا چې دوه ليا درې شائدون په شائدي ويرکو. ۲۰اغا چې ګناه کو، بيا دې ټولې کليسې په مخکې يې ګرام که، ترڅو دې نورې دې پوره دې عبرات سبب شي.
۲۱زه دې خدائ او عيسیٰ مسيح او دې غوره شويې فرشتې په حضور کې توته حکم کمه چې په دا لياروشونې بندې دې ضد نه وره عمل که او په ايڅ کور کې دې ايچا طرفدوري مه که. ۲۲تيشتن ته دې خيذمات دې پوره په ايچا بندې په لوس کشيشولې کې بيړه مه که او دې نورې په ګونائينه کې مه ګاډيژه. خپل ځون پوک وسوته. ۲۳په دا نه ورستې خالي يبه مه تشه، بلکې دې خپلې معدې په خاطر لژ لژ شاروپ هه تشه، دې ځکه چې ته زيوت واختينه بيمور کيژې.
۲۴دې ځنې خالکې ګونائينه جاوات دي او اغا پئصاله ته رساوي، خو دې نورې ګونائينه و دې ورستې جاوات شي. ۲۵په دغ رانګ دې خالکې شه کورينه هه په جاواته ليدل کيژي او که دا کورينه په پټه هه شوي وي، نو يوه وريځ و جاوات شي.