درام ساباق
دې کليسې دې مشرونې خوبئ
۱دا خبره رشتيا دو چې که چيرې څوک غوړي دې کليسې مشر شي، نو اغا دې عزت کور غوړي. ۲دې دغ اماله دې کليسې مشر بايد دې ګراماولې نه پوک وي، خالي يوه شځه ولري، ويشور وي، په خپل نفس بندې واک ولري، شريف او ولمادوست وي او دې تعليم ويرکاولې لايق وي. ۳اغا بايد شاروپي او جګړه مور نه، بلکې نرم مزاجه وي، جنجالي نه وي او دې پائسې سره مينه ونه لري. ۴اغا بايد خپله کورانۍ په شه رانګ وسوتي او خپل الودينه ته داسې زده کړه ويرکو چې په ډير درناوي سره دې يغ مانينکي ګرځي. ۵دې ځکه که چيرې څوک نه پئيژي چې خپله کورانۍ څرنګې جوړه کو، بيا اغا و څرنګې وکړائي شي چې دې خدائ په کليسا بندې خيال وکو؟ ۶اغا بايد نوائي ايماندور نه وي، دې ځکه کيدائي شي چې مغرور شي او دې شيطون په رانګ محکوم وګرځول شي. ۷په دا دې پوسه، اغا بايد دې کليسې نه دې ورچانې په خالک کې نيک نوم ولري، ترڅو الک او رسوا نه شي او دې شيطون په ليمه کې ونه لويژي.
دې کليسې دې خادمونې خوبئ
۸په دغ رانګ دې کليسې خادمون بايد عزتمن خالک وي، دوه ژبې او دوه مخي نه وي، ډير شاروپ دا ونه تشي او دې پائسې لالچ ورسره نه وي. ۹اغا بايد په پوک ضمير سره دې ايمون راز وسوتي. ۱۰اغا دا اوال وازمويل شي او که چيرې اغا بې عيبه ثابت شي، بيا يې پريژدئي چې دې خادم په رانګ خيذمات وکو. ۱۱په دغ رانګ دې يغې شځې دا هه بايد عزتمنې وي، غيبت دا نه کو، بلکې ويشورې او په ار کور کې دا وفادورې ګرځي. ۱۲خادم دا ګوشائي دې يوې شځې خاوند وي او خپل الودينه او خپله کورانۍ بايد په شه رانګ وسوتي. ۱۳دې ځکه کيم کاسون چې دې کليسې دې خادمونې په رانګ کور کو، اغا و دې خپلې ځونينې دې پوره چګ مقام تر لوسه کو او په اغا ايمون کې چې په عيسیٰ مسيح بندې يې لري ډيره زيړاورتيا تر لوسه کو.
دې ايمون دې ټول نه لوئي راز
۱۴زه په دا ايله يمه چې زر توته دير شمه، خو بيا هه توته دا شايون ليکمه. ۱۵که چيرې دې مو په روتاګ کې ځانډ شي، بيا ته و په دا خاط سره پوئي شې چې خالک دې خدائ په کورانۍ کې چې دې ژواندي خدائ کليسا او دې رشتينولائي مټه او بنياد دائي، څرنګې چالند وکو. ۱۶دا ټول ته جاواته دو چې دې ميژ دې ديندارئي راز څومره لوئي دائي:
اغا شکاره شه دې انسان په شکل
په وسيله دې روح القدس
دې يغ رشتنولي شوله ثابته
اغا وليده شه دې فرشتې دې طرفه
اعلان وشه دې يغ په حق کې ټول قومينه ته
په دنيو کې خالکې رواړ په يغ بندې ايمون
او اغا يواړ شه پورته په جلال کې