څلوارام ساباق
دې مسيحي چال چالند په حق کې نصيات
۱اخر دا چې اې خوانديې او وريڼې! ميژ توس ته وشول چې څرنګې ژوند بايد وکئ ترڅو خدائ خواشول کئ، لکه څرنګې چې ويس يې کئ. ميژ دې تيشتن عيسیٰ په نوم توس ته سول کي او په کلاکه درنه غوړي چې نور هه داسې کئ. ۲دې ځکه چې توسې پئيژئي کيمې لياروشونې چې ميژ توس ته وکړې اغا دې تيشتن عيسیٰ دې طرفه وې. ۳دې خدائ اراده دا دو چې توسې پوک او سپيڅلي پنډيژئي او دې بل چا سره دې جنسي بد اخلاقئ نه ځون لرې وسوتئ. ۴توسې ار يو بايد پوئي شئ چې څرنګې خپل سيرات په خپل اختيار کې وسوتئ او اغا پوک او عزاتماند وسوتئ. ۵نه دې يغې بې دينه خالکې په رانګ چې خدائ نه پيژاني او په نفساني خواهشاتې کې روګير شئ. ۶ايڅوک دا په داغا باره کې دې خپلې مسيحي وريڼې عزت ته په باده سترګه نه کسي او دې يغې نه دا غلطه ګاټه نه وخلي. لکه څرنګې چې ميژ مخکې توس ته وويل او خبردارائي مم دير که چې تيشتن و اغا ټول کاسون ته چې داسې کورينه کو، سازو ويرکو. ۷خدائ ميژ دې دغې دې پوره نه يې روباللي چې خپل ژوند په بد اخلاقئ کې تير کي، بلکې پوک او سپيڅلئ ژوند وکي. ۸نو ار څوک چې دا تعليم نه ماني، اغا انسان نه بلکې اغا خدائ نه ماني چې توس ته يې خپل روح القدس دير کړائي دائي.
۹بيا ميژ ته دې دغې ضرورات نشته چې توس ايماندورونې ته يو دې بل سره دې مينې کړلې په حق کې څه شائي وليکي، دې ځکه چې خدائ خپل توس ته تعليم دير کړائي دائي چې يو دې بل سره مينه وکئ. ۱۰په اقيقات کې توس په ټوله مقدونيه کې دې ټولې ايماندورونې سره مينه کئ. خو اې خوانديې او وريڼې! ميژ دې توس نه غوړي چې خپله مينه نوره هه زيوته کئ. ۱۱او دې توسې مقصد دا دا وي چې دې صولحې نه ډاک ژوند ولرئي، په خپل کورينه کې لګيا شئ او په خپل لوسينه دې خپل ژوند ضروراتينه پيره کئ، لکه څرنګې چې ميژ توس ته تعليم دير کړائي دائي. ۱۲په دا رانګ و غير ايماندورون دې توسې دراناوائي کو او ايچا ته و محتاج نه شئ.
دې تيشتن عيسیٰ په واپس روتلل سره ايماندورون روژواندي کيژي
۱۳اې خوانديې او وريڼې! ميژ نه غوړي چې توسې دې يغې ايماندورونې په حق کې نو خبري پوتې شئ چې مړه شوي دي، ترڅو دې يغې خالکې په رانګ غمجن نه شئ چې دې بيا روژواندي کيدلې ايڅ ايله نه لري. ۱۴ميژ په دا ايمون لري چې عيسیٰ مړ شه او بيا روژواندائي شه. په دا هه ايمون لري چې خدائ و داسې وکو: اغا ټول کاسون چې په عيسیٰ بندې يې ايمون لوره او مړه شوي دي، دې عيسیٰ سره جنت ته بوځي. ۱۵ميژ دا خبره دې تيشتن عيسیٰ مسيح دې طرفه توس ته کي: ميژ چې دې يغ دې روتاګ پوره ژواندي پوتې کيژي، بيا کيم کاسون چې مړه شوي دي، دې يغې نه مخکې و دې تيشتن عيسیٰ سره ونه کسي. ۱۶دې ځکه کله چې تيشتن عيسیٰ په خپله دې اسمون نه روکيز شي، بيا خالک و دې يغ دې حکم چګ اووز، دې فرشتې دې مشر اووز او دې اسموني سيروڼئ اووز ووروي، بيا اوال و اغا خالک روژواندي شي چې په مسيح بندې يې ايمون روړائي. ۱۷بيا و ميژ ټول چې ژواندي پوتې يې، دې يغې سره په يو ځوئي په وريځې کې پورته يوړل شي چې په اسمون کې دې تيشتن عيسیٰ سره ليدنه وکي، نو په دا رانګ و ميژ ټول تل ترتله دې يغ سره پنډيژي. ۱۸نو په دا خبرې يو بل ته تسالي ويرکاوئي.