څلوارام ساباق

 

ايماندورون بايد څرنګې ژوند ولري

۱نو څرنګې چې مسيح په سيراتي رانګ داړدينه او کړاوينه وزغمل، نو توس هه بايد خپل ځونينه دا کور ته تايور کئ. دې ځکه چا چې داړد او کړاوينه زغملي دي، نو اغا نور نه غوړي چې ګناه وکو. ۲دې دغې دې پوره چې خپل پوتې ژوند دې نفساني خواهشاتې سره سام نه تيراوي بلکې دې خدائ دې راضو دې مخه يې تيراوي، ۳دې ځکه چې توس دې مخه نه خپل زيوت وخت په اغا کورينه کې چې بې دينه خالک يې خواشوي، تير که. دې توسې ژوند په بد اخلاقئ، شهوت پرستئ، مستئ، عياشئ، دې شاروپې په نشې او دې شرم نه ډاکې بت پرستئ کې تير شه. ۴ويس دې توسې وختيني ملګري په دا حيرون دي چې توس ورسره په ډير بې ليارې کاوينکي کورينه کې چې اغا يې کو ملګرتيا نه کئ، نو دې دغ اماله توس ته بد راد يائي. ۵اغا و دې دغې ايثوب يغ خدائ ته ويرکاوي چې دې مړې او ژواندائي په حق کې پئصاله کو. ۶دې ځکه چې اغا خالک ته هه زرائي ارويدل شه چې ويس مړه شوي دي، سره دې دغې چې اغا ته په سيراتي رانګ سازو ويرکړل شويې وه، ترڅو اغا وکړائي شي چې په روحاني رانګ دې خدائ په رانګ ژواندي پوتې شي.

۷دا دنيو و زر خاتمه شي، نو ځون سوتئ او ويشور پنډيژئي، ترڅو وکړائي شئ داعو وکئ. ۸په ټول نه ضروري دا دو چې يو دې بل سره دې اخلاص نه ډاکه مينه کئ، دې ځکه چې مينه دې ډيرې ګونائينې باخشنه کو. ۹بې دې شکايته دې يو بل ولماستيه وکئ. ۱۰ار چا ته چې دې خدائ دې رانګ رانګ نعمتينې نه کيم ويرکړل شوي دي دې يغې نه دا دې نورې په خيذمات کې کور وخلي. ۱۱که څوک خبرې کو، نو اغا دا داسې خبرې کو لکه څرنګې چې دې خدائ کلام خبرې کو. که څوک خيذمات کو، نو اغا دا په يغ طاقات سره کو چې خدائ وير کړائي دائي، ترڅو په ار څه کې خدائ دې عيسیٰ مسيح په وسيله جلال وميمي. جلال او ټول طاقات تل تر ترتله دې يغ دائي. امين!

 

دې يوه مسيحي په رانګ بايد داړد وزغمئ

۱۲ګرونې دوستونې! کيمه ساخته ازموينه چې په توسې روڅي نو په اغا بندې مه حيرونيژئي چې کني کيمه عجيبه پيشه دربندې روغليې دو. ۱۳بلکې خواشولي کئ چې توس دې مسيح په کړاوينه کې شريک کيژئي، ترڅو دې يغ دې جلال دې شکاره کيدلې په وخت کې خواش او خواشول پنډيژئي. ۱۴که چيرې دې مسيح دې نوم په خاطر دې توسې سپکاوائي کيژي نو توس بختاور يئ، دې ځکه چې دې جلال روح يعني دې خدائ روح په توس کې ځوئي نسي. ۱۵په توس کې دا ايڅوک دې قاتل، غلا ليا بدکورئي او ليا دې نورې په کورينه کې دې لوس وائينې په سبب داړد او کړاوينه ونه زغمي. ۱۶خو که څوک دې مسيحي په نوم ځوراول کيژي، نو نه دا شرميژي، بلکې دې دغ نوم په خاطر دا دې خدائ ثنا ويائي.

۱۷دې ځکه چې اغا وخت روراسيدلئ دائي چې خدائ و اوال دې خپل قوم په باره کې پئصاله شيري کو، او که چيرې دې ميژ نه شيري کيژي، نو دې يغې خالکې اخري انجام و څه وي چې دې خدائ زرائي نه مني. ۱۸لکه څرنګې چې دې خدائ کلام يايي:

”که چيرې نيکون په ساختئ سره خلوصين ميمي،

نو دې بې دينه او ګونانګورې و څه حال وي؟“

۱۹نو څوک چې دې خدائ په ارادې سره سام داړدينه او کړاوينه وزغمي، اغا دا خپل ځانينه وفادور خالق ته وسپوري او ار وخت دا نيکي کو.

Sorry, no results.
Please try another keyword