پينځام ساباق

 

په دنيو بندې بارائي مينداول

۱ار څوک چې په دا بندې ايمون لري چې عيسیٰ هه اغا مسيح دائي، بيا اغا دې خدائ الود دائي او په ار چا بندې چې پلور ګرون وي بيا دې يغ الود و هه په ګرون وي. ۲که چيرې ميژ دې خدائ سره مينه ولري او دې يغ په حکمينه بندې عمل وکي بيا ميژ پئيژي چې دې خدائ دې الودينې سره مينه کي. ۳دا دې خدائ سره مينه دو چې دې يغ په حکمينه بندې عمل وکي. دې يغ حکمينه ساخت نه دي، ۴دې ځکه چې دې خدائ ار الود کړائي شي چې په دنيو بندې بارائي وميمي او دا بارائي دې ميژ دې ايمون په وسيله تر لوسه کيژي. ۵اغا څوک دائي چې په دنيو بندې بارائي ميمي؟ ګوشائي اغا څوک چې په دا ايمون لري چې عيسیٰ دې خدائ زيائي دائي.

 

دې خدائ دې زي په حق کې شائدي

۶عيسیٰ مسيح اغا څوک دائي چې دې يبې دې بپتسمې او دې خپلې وينې په توياولې سره روغائي. اغا ګوشائي دې يبې سره نه بلکې دې يبې او ويني دوې سرې سره روغائي. او روح القدس دې دغې شائدي ويرکاوي، دې ځکه چې روح القدس اقيقات دائي. ۷نو درې شائدون شته: ۸يعني روح القدس، يبه او وينه، او دا درې سره دې يوې خبرې تصديق کو. ۹څرنګې چې ميژ دې انسان شائدي قبلاوي، نو دې خدائ شائدي ډيره طاقتوره دو او دا اغا شائدي دو چې يغ دې خپل زي په حق کې ويرکړيې دو. ۱۰ارڅوک چې دې خدائ په زي بندې ايمون لري نو دا شائدي و دې يغ په زړه کې وي. خو څوک چې په خدائ ايمون نه لري بيا اغا خدائ درويغزن ګڼي، دې ځکه چې اغا دې خدائ په شائدي بندې چې دې خپل زي په حق کې ويرکړيې دو، ايمون نه لري. ۱۱اغا شائدي دا دو: خدائ ميژ ته تل پوتې ژوند روکړائي دائي او دا ژوند دې يغ په زي کې دائي. ۱۲دې ار چا سره چې دې خدائ زيائي وي نو اغا تل پوتې ژوند لري او دې چا سره چې دې خدائ زيائي نه وي نو اغا تل پوتې ژوند نه لري.

 

تل پوتې ژواندين

۱۳دا خبرې مې توس ته چې دې خدائ دې زي په نوم ايمون لرئي، وليکلې چې په دا پوئي شئ چې دې تل پوتې ژواندين خاوندون يئ. ۱۴او دا اغا يقين دائي چې ميژ يې په خدائ لري چې که دې يغ نه کيم څه چې دې يغ دې راضو سره بروبار وي وغوړي نو اغا و يې وروي. ۱۵که چيرې ميژ په دا پئيژي چې کله چې يغ نه ار څه وغوړي نو اغا يې وروي، بيا په دا بندې هه بايد پوئي شي چې که ار څه دې يغ نه وغوړي بيا ميژ ته يې روکاوي.

۱۶که چيرې څوک خپل ورور په داسې ګناه کړلې وويني چې انجام يې مارګ نه وي، نو دې يغ دې پوره دا خدائ ته داعو وکو او خدائ و ورته ژوند ويرکو، يعني يغ چا ته چې داسې ګناه يې نه دائي کړائي چې انجام يې مارګ وي. خو داسې ګناه هه شته چې انجام يې مارګ دائي او زه دا نه يايمه چې توس دې اغي دې پوره داعو وکئ. ۱۷ټول بد کورينه ګناه دائي، خو داسې ګناه هه شته چې انجام يې مارګ نه وي.

۱۸ميژ پئيژي چې دې خدائ الودينه دې ګناه کړلې عادات نه لري، دې ځکه چې دې خدائ زيائي دې يغې سوتنه کو او شيطون ورته زيون نه شي رساولئ. ۱۹ميژ پئيژي چې دې خدائ يي، او نوره ټوله دنيو دې شيطون دې لوس لوندې دو.

۲۰ميژ پئيژي چې دې خدائ زيائي روغلئ دائي او ميژ ته يې پويا روکړه چې رشتينئ خدائ وپيژاني. ميژ دې رشتينې خدائ او دې يغ دي زي عيسیٰ مسيح سره ملګرتيا لري. اغا رشتينئ خدائ او تل پوتې ژواندين دائي.

۲۱ګرونې باچيونې، خپل ځونينه دې بتونې نه لرې وسوتئ.

Sorry, no results.
Please try another keyword