څلوارام ساباق

 

دې خدائ دې روح او دې شيطون دې روح پيژاندل

۱ګرونې ملګريې، په ار روح بندې يقين مه کئ، بلکې اغا وازميئ ترڅو ووينئ چې ايا اغا روح دې خدائ دې طرفه دائي که نه. دې ځکه چې په دنيو کې ډير جعلي پيغمبرون روپئيدو شوي دي. ۲په دغ رانګ دې خدائ روح پيژاندل کيژي: که چيرې څوک په دا اقرار وکو چې عيسیٰ مسيح دې انسان په سيرات کې روغلئ دائي، نو اغا دې خدائ دې طرفه دائي. ۳خو ار روح چې په دا اقرار نه کو چې عيسیٰ دې خدائ دې طرفه دائي، نو دا دې مسيح دې ديشمن روح دائي چې دې يغ په حق کې مم ارويدلي دي چې دنيو ته و روڅي او اغا دا ويس په دا دنيو کې موجود دائي.

۴خو اې ګرونې باچيونې! توس دې خدائ يئ او توس په جعلي پيغمبرون بندې بارائي ميندلئ دائي، دې ځکه اغا روح چې په توس کې دائي اغا په يغ چا نه ډير طاقتور دائي کيم چې دې دغې دنيو دائي. ۵اغا دې دغې دنيو دائي او دنيو دې يغ خبرې ووروي، دې ځکه چې اغا دې دنياوي شايونې په حق کې خبرې کو. ۶خو ميژ دې خدائ يې او ار څوک چې خدائ پيژاني اغا دې ميژ خبرې ته غوژ نسي. څوک چې دې خدائ سره تعلق نه لري، اغا دې ميژ خبرې ته غوژ نه نسي. په دغ رانګ ميژ رشتينائي روح او درويغزن روح پيژاني.

 

خدائ مينه دو

۷ګرونې ملګريې، روڅئ چې دې يو بل سره مينه وکي، دې ځکه چې مينه دې خدائ دې طرفه دو. ار څوک چې مينه کو اغا دې خدائ الود دائي او خدائ پيژاني. ۸خو څوک چې مينه نه کو اغا خدائ نه پيژاني، دې ځکه چې خدائ مينه دو. ۹دې خدائ مينه ميژ ته په دغ رانګ جاواته شوه چې خپل يو زيائي يې دنيو ته رولوژه ترڅو دې يغ په وسيله ميژ تل پوتې ژواندين ولري. ۱۰مينه هه دا دو: دا نه دو چې ميژ دې خدائ سره مينه وکړله، بلکې په دا کې دو چې خدائ دې ميژ سره مينه وکړله او دې ميژ دې ګونائينې دې کفارې دې پوره يې خپل زيائي رولوژه ترڅو دې ميژ ګونائينه وباخشل شي. ۱۱ګرونې ملګريې! څرنګې چې خدائ دې ميژ سره داسې مينه وکړله بيا ميژ هه بايد يو دې بل سره مينه وکي. ۱۲ايچا هه ايڅکله خدائ نه دائي ليدلئ، خو که چيرې ميژ يو دې بل سره مينه ولري، نو خدائ په ميژ کې پنډيژي او دې يغ مينه و په ميژ کې کامله شي.

۱۳خدائ ميژ ته روح القدس روکړائي دائي، بيا دې ځکه ميژ پئيژي چې ميژ په اغا کې پنډيژي او اغا په ميژ کې پنډيژي. ۱۴ميژ په خپلې سترګې ليدلي دي او شائدي ويرکاوي چې پلور خدائ خپل زيائي رولوژه ترڅو دې دنيو خلوصاوينکائي وګرځي. ۱۵که څوک اقرار کو چې عيسیٰ دې خدائ زيائي دائي، بيا خدائ و په اغا کې پنډيژي او اغا په خدائ کې. ۱۶ميژ پوئي يي او يقين لري چې خدائ دې ميژ سره مينه لري. خدائ مينه دو او ار څوک چې په مينه کې خپل ژوند تيراوي بيا اغا په خدائ کې پنډيژي او خدائ په اغا کې پنډيژي. ۱۷په دا طريقه دې خدائ مينه په ميژ کې کامله شويې دو چې دې پئصالې په وريځ زړه تامي ګرځي، دې ځکه چې په دا دنيو کې دې ميژ ژوند دې عيسیٰ دې ژوند په رانګ دائي. ۱۸په مينه کې ډور نشته، کامله مينه ډور لرې کاوي. څوک چې ډاريژي نو اغا ډور دې سازو په خاطر دائي او په اغا کې مينه کامله شويې نه دو.

۱۹ميژ په دا خاطر دې يو بل سره مينه کي دې ځکه چې اوال خدائ دې ميژ سره مينه وکړه. ۲۰که چيرې څوک ويائي چې زه دې خدائ سره مينه لارمه، خو دې خپل ورور نه کرکيې کو نو اغا درويغزن دائي. که چيرې اغا دې خپل ورور سره چې ليدلئ يې دائي مينه نه کو، نو دا نه شي کيدائي چې دې خدائ سره چې نه يې دائي ليدلئ مينه وکو. ۲۱مسيح چې کيم حکم ميژ ته روکړائي دائي، اغا دا دائي: ار څوک چې دې خدائ سره مينه کو اغا دا خپل ورور سره هه مينه وکو.

Sorry, no results.
Please try another keyword