شپيژام ساباق

 

دې مسيحيونې په خلاف دعوې

۱ کله چې په توس کې کيم يو دې بل نه شکايات لري، اغا څرنګې جرات کو چې دې دغې په ځوئي چې دې موضوع دې حل دې پوره دې خدائ خالک ته وير شي، دې يغې خالکې محکمې ته ويرڅي چې خدائ نه پيژاني؟ ۲ ايا توسې نه پئيژئي چې دې خدائ خالک و دې دنيو پئصالې کو؟ بيا توسې چې دې دنيو پئصاله کئ، ايا نه شئ کړائي چې دې واړيکيې مقدمې په حق کې پئصاله وکئ؟ ۳ ايا توسې نه پئيژئي چې ميژ و دې فرشتې پئصاله کي؟ بيا و بې دې شکه توسې کړائي شئ چې دې دغې دنيو عام لنجې حل کئ. ۴ که چيرې توسې داس مقدمې لرئ، بيا اغا ويلې اغا خالک ته ويرئي چې په کليسا کې ورته څوک په درانه سترګه نه کسي؟ ۵ زه ويس دې توس نه دا پشتنه کمه چې توس وشرميژئي. ايا په توسې کې دامره يو ويشور کاس نشته چې دې ايماندورونې په ميانځ کې لنجې حل کو؟ ۶ خو دې دغې په ځوئي يو ايماندور بل ايماندور محکمې ته بيائي او دا کور دې بې ايمونه خالکې په مخ کې کو.

۷ په اقيقات کې په يوه بل بندې دعویٰ کړل بلکل دې توسې دې ناکامئ په معنی دو. بيا دې دغې په ځوئي و دا شه وي چې ځونينه مظلومون کئ او دا ومانئ چې غلط شوي يئ. ۸ خو توسې خپل يو دې بل سره بدي او ټاګي کئ، حتي دې خپلې ايماندورونې خوانديې او وريڼې سره هه. ۹ ايا توسې نه پئيژئي چې بدکورون و دې خدائ دې بدشايئ وارثون نه شي؟ غلط نه شئ! نه و په جنسي لحاظ بد اخلاقه، نه بت پرستون، نه زناکورون، نه ووړکي بوزون، ۱۰ نه غله، نه حريصون، نه شروپيون، نه اغا خالک چې نور ته زياړې کو او نه و چالبوزون دې خدائ دې بدشايئ وارثون شي. ۱۱ په توس کې هه ځنې داس وي. خو توسې دې تيشتن عيسیٰ مسيح په نوم او دې ميژ دې خدائ دې روح په وسيله ووينځل شوائي، پوک او سپيڅلي شوائي او صادق وګاڼل شوائي.

 

دې جنسي بد اخلاقئ نه ځون وسوتئ

۱۲ کيدائي شي خالک ويائي: ”دې مو دې پوره ار څه راوو دي،“ دا رشتيا دي، خو ټول شايون توسې ته ګټور نه دي. ”دې مو دې پوره ار څه راوو دي،“ خو زه نه پريژدمه چې کيم شائي و دې مو نه غلام جوړ کو. ۱۳ په دغ رانګ توسې يايئ: ”خواروک دې ګډه دې پوره دائي او ګډه دې خواروک دې پوره،“ خو خدائ و دواسره دې ميانځه يوسي. سيرات دې جنسي بد اخلاقي دې پوره نه دائي، بلکې دې تيشتن دې خيذمات دې پوره جوړ شوائي دائي او تيشتن دې يغې سوتينکائي دائي. ۱۴ لکه څرنګې چې خدائ تيشتن عيسیٰ مسيح دې مارګ نه بيا روژواندائي که، بيا ميژ و هه په خپل قدرات سره بيا روژواندي کو. ۱۵ ايا په دا نه پئيژئي چې توسې دې مسيح دې سيرات غړي يئ؟ ايا دا سامه دو چې زه دې مسيح دې سيرات يو غړائي وخلمه او اغا دې يوې بدلمنې شځې دې سيرات غړائي کمه؟ ايڅکله نه! ۱۶ ايا توسې نه پئيژئي چې که څوک دې بدلمنې شځې سره يو ځوئي شي، بيا دې يغې سره يو سيرات کيژي؟ دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

”دواسره و يو سيرات شي.“

۱۷ خو څوک چې دې تيشتن سره يو ځوئي شي، نو په روحاني رانګ و دې يغ سره يو شي.

۱۸ دې جنسي بد اخلاقئ نه وتشتئ. انسان چې ار بل ګناه کو، اغا دې سيرات نه دې ورچانې دائي، خو څوک چې جنسي بد اخلاقي لري، نو اغا دې خپل سيرات په مخ کې ګناه کو. ۱۹ ايا توس نه پئيژئي چې دې توسې سيرات دې روح القدس کير دائي چې په توسې کې پنډيژي او اغا دې خدائ دې طرفه توس ته دير کړل شوائي دائي؟ بيا توسې دې خپل سيرات خاوندون نه يئ، ۲۰ دې ځکه چې توسې په بيه وخاستل شوي يئ. بيا دې خپل سيرات نه دې خدائ دې جلال دې پوره کور وخلئ.

Sorry, no results.
Please try another keyword