دوه ويشتام ساباق

 

۱بيا فرشتې موته دې ژواندين دې يبې سيند وشيو چې دې بلور په رانګ چړکيده او دې خدائ او وري دې تخت نه بائيده ۲او دې شار دې ستر سړک دې ميانځ نه تيريده. دې سيند په دوې سارې غوړې کې دې ژوندونه ونه وه چې په کول کې و يې دولاس رانګه ميوه نيوله او په اره مياشت کې يوورې. دې دغې ونې پوڼيې دې قومينې دې علاج دې پوره وې. ۳په اغا شار کې و نور داسې شائي نه وي چې دې خدائ لعنت وي په. دې خدائ او وري تخت و په اغا شار کې وي او دې خدائ خيذماتګورون و دې خدائ عبادت کو. ۴دئ و اغا مخومخ ويني او دې يغ نوم و دې يغې په تنديون بندې ليکل شوائي وي. ۵وولته و نوره شپه نه وي او اغا و دې څروغ ليا دې لمر رڼو ته اجات نه لري، دې ځکه تيشتن خدائ و دې يغې دې پوره رڼو وي او اغا و ار وخت وولته بدشائي کو.

 

دې عيسیٰ روتلل

۶بيا فرشتې موته وويل، ”دا خبرې دې يقين قابلې او رشتيا دي. تيشتن خدائ چې خپل پيغمبرون ته الهام ويرکاوي، خپله فرشته رولژليې دو چې خپل خيذماتګورون ته اغا شايون ويروشائي چې ډير زر و وشي.“

۷عيسیٰ مسيح يائي، ”وروئي، زه زر ديرڅمه، بختاور دائي اغا څوک چې دې دغ کيتوب پيشګوئي او پيغامينه مني.“

۸زه يوحنا اغا څوک يمه چې دا شايون مې ورويدل او ومې ليدل. څرنګې چې مې دا شايون ورويدل او وليدل، نو دې يغې فرشتې په پشې کې چې دا شايون يې روته وشوي وي، ولويدمه چې سجده ورته وکمه. ۹خو يغې موته وويل، ”داسې مه که! زه خو دې تو او دې تو دې وريڼې يعني پيغمبرونې او يغې کاسونې په رانګ چې دې دغ کيتوب پيغامينه مني، دې خدائ يوه خيذماتګوره يمه. ګوشائي دې خدائ عبادت که.“

۱۰بيا يغې موته وويل، ”دې دغ کيتوب پيشګوئي او پيغامينه مه پټوه، دې ځکه چې اغا وخت نژدې دائي چې دا شايون و پيش شي. ۱۱پريژده چې بادکورون خپل بد کورينه وکو او فاسد خالک خپل فساد ته دوام ويرکو، صادقون دا خپل نيک کورينه ته دوام ويرکو او سپيڅلي خالک دا سپيڅلي ګرځي.“

۱۲عيسیٰ يائي، ”وروئي، زه زر ديرڅمه او دې ځون سره و ار چا ته دې يغ دې عمالينې سره سام اجر او بادال ويرکمه. ۱۳زه الف او يا يمه، زه اوال او اخر يمه، زه ازل او ابد يمه.“

۱۴بختاور دائي اغا خالک چې خپلې چوپانې پوکې ووينځي، ترڅو دې دغې حق ولري چې دې ژوندونه دې ونې ميوه وخوري او وکړائي شي چې شار ته دې دروزې دې ليارې ويرنناوځي. ۱۵خو سپي، جادوګرون، زناکورون، قاتلون، بت پرستون او درويغزن خالک و دې شار نه دې ورچانې پوتې وي.

۱۶”مو عيسیٰ، خپله فرشته توس ته ديرولژله چې دې کليسې دې پوره دا پيغام وراساوي. زه دې داود دې نسل نه يمه او دې ګائيز چړکيدنکئ ستورائي يمه.“

۱۷روح القدس او نويې عيسیٰ ته يائي، ”روشه!“او څوک يې چې وروي، اغا دا هه ويائي، ”روشه!“څوک چې تژائي وي، اغا دا روشي، او څوک چې دې ژواندين يبه غوړي، اغا ده دا يبه لوسته روري، دې ځکه چې په لايه دي.

۱۸زه يوحنا ار اغا چاته چې دې دغ کيتوب پيشګوئي او پيغامينه وروي، خبردارائي ويرکاومه چې که چيرې څوک دې خپل ځون نه په اغا کې کيم شائي ويرزيوت کو، نو خدائ و اغا بالوګونې چې په دا کيتوب کې بيان شويې دي، دې يغ په سار بندې روالي. ۱۹او که څوک دې دغې پيشګويونې او پيغام نه کيم څه کام کو، نو خدائ و اغا دې ژوندونه دې ونې او سپيڅلي شار نه چې په دا کيتوب کې بيان شوي دي، بې برخې کو.

۲۰اغا څوک چې دې دغې ټولې شايونې په حق کې شائدي ويرکاوي، يائي، ”اې، زه زر ديرڅمه!“امين، اې تيشتنه عيسیٰ، روشه! ۲۱په توس ټول بندې دا دې تيشتن عيسیٰ فاضل وي.

Sorry, no results.
Please try another keyword