ديارلاسام ساباق

 

دوه ځناور

۱بيا مو وليدل چې يو ځناور دې سمندر نه رووته چې لاس شکرينه او اووه سرينه يې لارل. دې يغ په ار شکر بندې يو تاج و او په ار سار بندې يې کفري نامينه ليکل شوي وي. ۲اغا ځناور چې مو وليد دې پړونګ په رانګ و او پشې يې دې يژې او خوله يې دې زمري په رانګ وه. اژدها اغا ته خپل قدرات، تخت او ډير واک او اختيار ويرکه. ۳مو وليدل چې دې يغ ځناور يوه سار دې مارګ دراز خواړلئ و، خو دې يغ زخم شه شوائي و. ټوله دنيو حيرونه وه او په يغ ځناور پسې راونه شوه. ۴خالکې اغا اژدها ته عبادت وکه، دې ځکه چې يغ خپل واک او اختيار اغا ځناور ته ويرکړائي و. يغې اغا ځناور ته هه عبادت وکه او ويل يې، ”څوک دې دغ ځناور په رانګ زوراور دائي؟ څوک کړائي شي چې دې يغ سره جنګ وکو؟“

۵اغا ځناور ته اجازات ويرکړل شه چې کبرجنې خبرې وکو او کفر ويائي او اغا ځناور ته واک او اختيار ويرکړل شه چې تر دوې څالويشت مياشتې پره و حکومت وکو. ۶يغ خپله خوله خلوصه کړه چې دې خدائ په خلاف کفر ويائي. يغ دې خدائ نوم، دې يغ دې پنډيدې ځوئي او اغا کاسون ته چې په اسمون کې پنډيژي، کفر وويل. ۷يغ ته اجازات ويرکړل شه چې دې خدائ دې سپيڅلي خالکې سره وجنګيژي او په اغا بندې بارائي مينده کو او په ټولې قبيلې، قومينه، ژبې او ملتينه بندې حکومت وکو. ۸ټول خالک چې دې منځکې په مخ ژوند کو دې يغ عبادت و کو، بې دې يغې کاسونې نه چې نامينه يې دې پئيدويشت نه مخکې دې يغ الول شوي وري دې ژواندين په کيتوب کې ليکل شوي دي. ۹څوک چې غوژينه لري اغا دا وروي:

۱۰اغا څوک چې بندي کيژي،

اغا و بندي شي

چې په تيرا ويژنل کيژي اغا څوک

اغا و وويژنل شي په تيرا بندې

دا په دا معنی دو چې دې خدائ سپيڅلي خالک په صابر او زغم سره وفادور پوتې شي.

۱۱بيا مو يو بل ځناور وليده چې دې منځکې نه راووت. يغ دې وري په رانګ دوه شکرينه لارل او دې اژدها په رانګ يې خبرې کړلې. ۱۲اغي دې اوال ځناور په موجودګئ کې دې يغ دې ټول واک او اختيار نه کور وخسته او ټوله منځکه او دې يغې پنډيدينکي يې دا ته مجبورول چې دې اغي اواليني ځناور عبادت وکو چې ويژينکائي زخم يې شه شوائي و. ۱۳يغ غوټې معجزې وشولې، تر دغې پره چې دې خالکې په مخکې يې دې اسمون نه په منځکه بندې يور وواروه. ۱۴اغا په دا معجزې سره چې اجازات ويرکړل شوائي و چې دې اواليني ځناور په حضور کې يې وشائي، دې منځکې پنډيدينکي دوکه کاول. يغې ته يې ويل چې دې يغ اواليني ځناور بت جوړ کو چې په تيره بندې زاخمي شوائي وه او تر‌ويسه ليا ژواندئ دائي. ۱۵يغ ته اجازات ويرکړل شه چې دې اواليني ځناور په بت کې سياه وچاوي چې خبرې وکو او وکړائي شي اغا خالک وويژني چې دې يغ بت عبادت نه کو. ۱۶يغ ټول خالک دې واړيکيې نه ونسه تر سترې، مالدارې نه تر غريبې، ازودې نه تر غلامونې پره مجبورول چې په خپل شي لوس ليا تندي بندې يوه ناخشه ولګاوي. ۱۷ايچا نه شوائي کړائي چې څه شائي وکو او ليا يې خارڅ کو، ترڅو پره چې اغا ناخشه ليا دې يغ ځناور دې نوم شميره په نه وي لګيدليې چې دې يغ دې نوم وشونه کو. ۱۸دې دغې دې پوره پويه او حکمت په چار دائي. نو څوک چې پوئي وي بايد دې يغ ځناور دې شميرې په معنی پوئي شي، دې ځکه چې دا دې انسان شميره دو. اغا شميره دو ۶۶۶.

Sorry, no results.
Please try another keyword