نام ساباق
۱بيا پينځمې فرشتې خپله سيروڼئ وواله او مو يو ستورائي وليده چې دې اسمون نه منځکه ته روولويده او اغا ستوري ته دې منځکې دې ميانځ دې ليارې کرئي ويرکړل شويې وه. ۲يغې په دا کرئي بندې دې منځکې دې ميانځ ليار خلوصه کړه او دې يغې کندې نه دې يوې غوټې بټئ دې ليګي په رانګ ليګائي روپورته شه او لمر او هاوو دې يغې بټئ دې ليګي دې اماله تياره شول. ۳بيا دې ليګي نه منځکه ته ملخون روواتل او اغا ته لکه دې لړمونې په رانګ قدرات ويرکړ شه. ۴اغا ته وويل شول چې ووشه، ونې او بيټي ته زيون ونه رساوي، بلکې ګوشي اغا خالک ته زيون وراساوي چې دې يغې په تنديون بندې دې خدائ مهر نه وي لګيدلئ. ۵ملخون ته اجازات ويرکړل شوي چې اغا خالک ته پينځه مياشتې غذاب ويرکو داسې غذاب چې دې لړم دې چيچلې په رانګ وي، خو دې يغې دې ويژنلې اجازات ورته نه و ويرکړل شوائي. ۶په اغا وريځې کې و داغا کاسون مارګ وغوړي خو مارګ و ورته نه روڅي. اغا و دې مارګ په ارمون وي، خو مارګ و ځنې تشتي.
۷دا ملخون دې يغې وسينې په رانګ ليدل شول چې جنګ ته تايور وي. دې يغې په سرينه بندې دې سرې زارې په رانګ تاجينه وي او مخينه يې دې انسان دې مخينې په رانګ وي. ۸دې يغې ويشتون دې شځې دې ويشتونې په رانګ وي او غوشينه يې دې زمري دې غوشينې په رانګ وي. ۹اغي لکه دې يسپنې نه جوړې شويې زغرې جومې وغستيې وې او دې يغې دې پرينې اووز دې اوسينې او ډيرې جنګي ګاډائي دې غريدو په رانګ وه چې دې جنګ ميدون ته تشتي. ۱۰دې يغې لکئ لکه دې لړمونې دې لکئ په رانګ نيشينه لارل چې دې دغې قدرات يې لوره چې په خپلې لکئ سره پينځه مياشتې خالک وځوراوي. ۱۱دې يغې بادشا يوه فرشته وه چې دې منځکې دې ميانځ کندې مشره وه چې په عبراني ژبه کې دې يغې نوم ابدون او په يوناني ژبه کې آپوليون و چې معنی يې تباه کاوينکيې دو. ۱۲يوه بالو تيره شوه او دوې نورې شته چې روتلينکيې دي.
۱۳بيا شپيژمې فرشتې خپله سيروڼئ وواله او يو اووز مې ورويده چې دې سرې زارې دې قربانئ دې ځوئي دې څالورې کونجينې نه دې خدائ په حضور کې و، راووت. ۱۴اغا اووز شپيژمې فرشتې ته چې سيروڼئ ورسره وه، وويل، ”دې ستر فرات دې سيند نه اغا څالور تاړل شويې فرشتې ازودې که.“ ۱۵نو اغا څالور فرشتې ازودې شوې چې دې درمې برخې انسانونې دې ويژنلې دې پوره دې دغ کول، دې دغې مياشتې، دې دغې وريځې او دې دغ ساعت دې پوره تايور کړل شوي وي. ۱۶مو دې سوارې لشکرې شمير ورويده چې شل کروړه و. ۱۷مو په رويا کې وسينه او په اغا بندې سووره کاسون وليدل. سوارې کاسونې دې يور په رانګ سرې، اسموني رانګه او دې ګيګړې په رانګ زيړې زغرې وغستيې وې. دې وسينې سرينه يې دې زمري دې سرينې په رانګ وي او دې خولې نه يور، ليګائي او دې ګيګړې لمبې رواتلې. ۱۸دې دغې درې بالوګونې يعني يور، ليګائي او ګيګړ په وسيله چې دې يغې دې خولې نه رواتل، درمه برخه انسانون مړه شول. ۱۹دې ځکه چې دې وسينې طاقات دې يغې په خولې او لکئ کې و. دې يغې لکئ دې مانګارې په رانګ وې چې په خپل سرينه بندې يې خالک زاخمي کاول.
۲۰پوتې انسانون چې دې دغې بالوګونې په وسيله نه وي ويژل شوي، دې خپلې عمالينې نه توبه ونه ياستله او اغي دې پيريونې او بتونې دې عبادت نه لوس ونه خاست چې دې سرې زارې، سپينې زارې، ګيلټې، تيژې او لرګئ نه جوړ شوي وي او نه شي کړائي وويني، وروري او وګرځي. ۲۱په دغ رانګ يغې دې قاتل، جادوګرئي، زناکورئ او غلا نه توبه ونه ياستله.