پينځام ساباق
طومار او ورائي
۱بيا مو دې يغ کاس په شي لوس کې چې په تخت بندې نوست و، يو طومار وليده چې دې ننه او دې ورچانې دواسره خوته يې ليکنه شويې وه او اووه مهرينه په لګيدلي وي. ۲مو يو طاقتوره فرشته وليدله چې په چګ اووز يې اعلان که، ”څوک دې دغې لائق دائي چې طومار خلوص کو او مهرينه يې موت کو؟“ ۳خو نه په اسمون کې، نه په منځکه او نه هه په منځکه دې لوندې داسې څوک و چې وکړائي شي اغا طومار خلوص کو او ليا يې دې ننه وکسي. ۴مو ساخت وژاړل، دې ځکه چې ايڅوک هه دې دغې لائق نه و چې اغا طومار خلوص کو او دې ننه يې وکسي. ۵خو په مشرونې کې يوه روته وويل، ”نور مه ژوړه، دې ځکه چې دې يهودا دې قبيلې اغا زمرائي چې دې داود دې نسل نه دائي، بارائي يې ميندلئ دائي چې طومار خلوص کو او اووه مهرينه يې موت کو.“
۶بيا مو دې تخت ترميانځ او څالور اسموني ژواندي سوري او مشرونې په ميانځ کې وليدل چې يو ورائي ويلوړ دائي او داسې ماليميده چې الول شوائي وي. يغ وري اووه شکرينه او اووه سترګې لارلې چې اغا دې خدائ اووه روحينه وي چې ټولې دنيو ته لژل شوي دي. ۷اغا ورائي روغائي او په تخت بندې دې نوست کاس دې شي لوس نه اغا طومار وخاست. ۸څرنګې يې چې اغا طومار وخاست، نو اغا څالور اسموني ژواندي سوري او څليرويشت مشرون دې وري په مخکې په سجده شول. دې ار مشر سره يو ربوب او دې خوشبييئ نه ډاک دې سرې زرې جامينه وي چې دې خدائ دې سپيڅليې خالکې داعوګونې دي. ۹يغې يوه نويې سندره وويله:
ته لائق يې دې دغې چې طومار وخلې
او مهرينه يې موت کې
دې ځکه چې ته يې الول شوائي
او په خپله وينه دې دې خدائ دې پوره
په بيه وخاستل خالک
دې ارې قبيلې، ارې ژبې،
دې ار قوم او ار ملت نه
۱۰تو کړله جوړه دې يغې نه
شاهي کورانۍ او امامون دې خدائ
او بدشائي و کو اغا په منځکه بندې
۱۱يورې بيا مې وکاتل او په زرينه او لاکينه فرشتې اووزينه مې ورويدل چې په تخت او اسموني ژوندې سوريې او مشرونې بندې ګړدې وړدې بادالې وې. ۱۲يغې په چګ اووز سره ويل:
دې دغې لائق دائي الول شوائي ورائي
چې تر لوسه کو قدرات، مالداري، حکمت،
زور، عزت او جلال
او ثنا او صفات يې وشي
۱۳بيا مو ورويدل چې اغا ټول مخلوق چې په اسمون، منځکه، او دې منځکې لوندې او سمندر کې دي ويل:
”اغا چاته چې په تخت بندې دائي نوست او وري ته
ثنا او صفات، عزت، جلال او قدرات دا وي ار وخت ورته!“
۱۴او اغي څالورې اسموني ژوندې سوريې وويل، ”امين!“او مشرون په سجده ولويدل او دې خدائ او وري عبادت يې وکه.