اوال ساباق
اواليني ليکل
۱دا دې عيسیٰ مسيح مکاشفه دو چې خدائ اغا ته ويرکړيې وه، ترڅو اغا واقعې چې ډير زر بايد روميانځته شي خپل خيذماتګورونې ته وشائي. يغ دا مکاشفه خپل خيذماتګور يوحنا ته دې فرشتې دې لژلې په وسيله شکاره کړه. ۲يوحنا چې ار څه ليدلي وي اغا يې بيان کړل چې دا دې خدائ دې کلام او دې عيسیٰ مسيح په حق کې شائدي ويرکاوي. ۳بختاور دائي اغا څوک چې دې دغ کيتوب پيشګويونې او پيغامينه نور ته په چګ اووز يائي او بختاور دائي اغا خالک چې غوژ ورته نسي او اغا څه چې ليکل شوي دي عمل په کو، دې ځکه چې اغا وخت نژدې دائي چې دا ار څه و پيش شي.
اووه کليسې ته سالومينه
۴دې يوحنا دې طرفه اغا اووه کليسې ته چې دې اسيا په ولايت کې دي. په توس دا دې يغ چا دې طرفه فاضل او سالومتي وي چې اغا دائي، اغا و او اغا روتلينکئ دائي او دې يغ اووه روحينې دې طرفه چې دې يغ دې بادشايئ دې تخت په مخکې خيذمات کو، ۵او دې عيسیٰ مسيح دې طرفه چې وفادور شائد دائي او اوال زيژيدلائي دائي چې دې مړې نه اوال روچګ شه او دې دنيو دې ټولې بدشاونې سردار دائي.
اغا دې ميژ سره مينه کو او په خپله وينه يې ميژ دې خپلې ګونائينې نه خلوص کړي يي. ۶يغ ميژ بدشايئ ته وراساولي او دې ميژ نه يې امامون جوړ کړل، ترڅو دې يغ دې خدائ يعني دې يغ دې پلور خيذمات وکه. دې يغ جلال او قدرات دا تل تر تله وي! امين.
۷کسئ، اغا په وريځې کې روڅي! ار څوک و يې په خپلې سترګې وويني او حتي اغا خالک و يې هه وويني چې اغا يې په نيزې وويه او دې دنيو قومينه و په اغا بندې ويرکو. اې، داسې و وشي! امين.
۸تيشتن خدائ يائي، ”زه الف او ي يمه. چې زه اغا څوک يمه چې ومه، يمه او روتلينکئ يمه، يعني مطلق قادر خدائ.“
يوحنا ته دې عيسیٰ مسيح شکاره کيدل
۹زه دې توسې ورور يوحنا او دې عيسیٰ ليار تلينکئ يمه چې په تکليفينه، دې خدائ په بدشايئ او په صابر او زغم کې دې توسې سره شريک يمه. زه دې خدائ دې کلام دې تبليغ او دې عيسیٰ په حق کې دې شائدئي دې ويرکاولې په خاطر دې پاتموس په نوم جزيرې ته دې سازو دې پوره ولژل شومه. ۱۰دا دې تيشتن وريځ وه او روح القدس زه په خپل اثر لوندې رواستلمه، نو مو دې څټته دې طرفه دې سيروڼئ په رانګ يو چګ اووز ورويده ۱۱چې موته يې وويل، ”څه چې ويني، اغا په يوه کيتوب کې وليکه او اغا اووه کليسې يعني دې افسيس، اسميرنا، پرګاموم، تياتيرا، سارديس، فيلادلفيا او لايوديکيه کليسې ته يې ولژه.“
۱۲مو خپل مخ روړوه چې ووينمه دا څوک دائي چې دې مو سره خبرې کو. په اغا وخت کې مې دې سرې زارې اووه څروغدانينه وليدل. ۱۳دې يغې څروغدانينې په ميانځ کې دې انسان په رانګ يو څوک و چې يوه وژده چوغه يې وغستيې وه او دې سرې زارې يوه پټئ يې په سينه باداله وه. ۱۴دې سار ويشتون يې لکه دې سپينې واړئي ليا وورې په رانګ سپين وي او سترګې يې دې يور دې لمبې په رانګ وې، ۱۵پشې يې دې يغې ګيلټې په رانګ چې په بټئ کې پوکې شويې وي، چړکيدلې او اووز يې لکه دې تيزې يبې دې غرو په رانګ و. ۱۶يغ په خپل شي لوس کې اووه ستوري نيولي وي او دې خولې نه يې دوه مخيې تيره تيرا رواتليې وه او مخ يې لکه د تيز غورمه په رانګ چړکيده. ۱۷کله چې مو اغا وليده نو زه لکه دې مړي په رانګ دې يغ په پشې کې ولويدمه، خو يغ خپل شائي لوس په مو کشياش او ويې ويل، ”مه ډاريژه، زه اوال او اخير يمه. ۱۸زه ژواندائي يمه، زه مړ شومه او ويس دې ار وخت دې پوره ژواندائي يمه او دې مارګ او قبر کرئي دې مو سره دي. ۱۹بيا څه چې دې ليدلي دي اغا وليکه، اغا څه چې ويس شته او اغا څه چې دې ورستې و پيش شي. ۲۰دې يغې اووې ستوريې معنی او پټ راز چې تو دې مو په شي لوس کې ليدلي دي او دې سرې زارې دې څروغدانينې معنی دا دو: اغا اووه ستوري دې اووې کليسې فرشتې دي او اغا اووه څروغدانينه اووه کليسې دي.“