پينځام ساباق
۱ار ستر امام دې خالکې دې ميانځ نه دې دغې دې پوره مقرار کيژي چې دې خدائ په حضور کې دې خالکې نمائندګي وکو او دې انسانونې دې ګونائينې دې پوره نذرانې او قربانئ مخته کو. ۲اغا کړائي شي چې دې ناپوئي او بې ليارې خالکې سره په نرمئ سلوک وکو، دې ځکه اغا په خپله دې کمزورائي سره مخ دائي. ۳دې دغ اماله اغا مجبور دائي چې ګوشائي دې خالکې دې ګونائينې دې پوره نه بلکې دې خپل ځون دې ګونائينې دې پوره هه قرباني مخته کو. ۴ايڅوک نه شي کړائي چې دې خپل ځون دې پوره دا عزت حاصل کو چې امام شي، بلکې اغا بايد دې خدائ دې طرفه وغوشتل شي لکه څرنګې چې هارون وغوشتل شه. ۵په دغ رانګ مسيح هه دې ستر امام عزت په خپله حاصل نه که، بلکې اغا دې خدائ دې طرفه مقرار شه چې ورته ويې ويل:
ته مې زيائي، زه دې نن پلور شومه.
۶په دغ رانګ اغا په بل ځي کې يائي:
ته و امام يې تر ابده دې ملکصدق په رانګ.
۷کله چې عيسیٰ دې منځکې په مخ ژوند که، نو په ډيرې سيرې او يشکې توياولې سره خدائ ته چې په دا قادر و چې اغا دې مارګ نه وژغوري، داعوګونې او زورئي وکړې او داعوګونې يې قابيلې شوې، دې ځکه چې اغي په پيره رانګ خپل ځون خدائ ته سپورلئ و. ۸که څه هه اغا دې خدائ زيائي و، خو دې داړدينې او کړاوينې په زغملې سره يې تابعدوري کړل زده کړل. ۹کله چې اغا کامل کړائي شه، نو دې يغې ټولې خالکې دې پوره دې ابدي خلوصين سارچنه شوه چې دې ده تابعدوري کو ۱۰او اغا دې خدائ دې طرفه دې ملکصدق په رانګ ستر امام مقرار شه.
دې ايماندورونې روحاني پوخولئ
۱۱په دغ حق دې ميژ سره دې ويلې دې پوره ډيرې خبرې شته، خو ډيره ساخته دو چې توس ته بيان شي، دې ځکه چې توس په اغا بندې دې پئيدلې کوشش نه کئ. ۱۲دا وخت بايد توس ايستوذون وائي، خو ويس هه يوه کاس ته ضرورات لرئي چې توس ته دې خدائ دې کلام بنيادي اصول دير زده کو. توس دې واړيکيې په رانګ شودۀ ته اجات لرئي، نه طاقتور خواروک ته. ۱۳دې ځکه چې ار څوک چې خالي شودۀ تشي، اغا ليا واړيکائي دائي او په شه او بد نه پئيژي. ۱۴خو طاقتور خواروک دې بالغې او پاخې خالکې دې پوره دائي چې دې سوتنې او تجربې دې ليارې کړائي شي چې دې شې او بدې تر ميانځ فرق وکو.