څلوارام ساباق
۱څرنګې چې دې خدائ ارام ته دې ويرنناکيدلې په حق دې يغ وعده ليا تر ويسه په خپل حال پوتې دو، نو بايد پام وکي، داسې نه چې په توس کې څوک اغي ته په راسيدلې کې ناکام شوائي وي. ۲دا زرائي چې ميژ ورويده، يغې هه ارويدلئ و، خو اغا پيغام چې يغې ورويده، اغا ته يې ګاټه ونه رساوله، دې ځکه چې اغا پيغام يې په ايماندورئې سره قابيل نه که. ۳خو ميژ چې ايمون لري، کړائي شي چې دې يغ ارام ته ويرنناوځي. خو دې دغ نورې په حق کې خدائ وويل:
”مو دې خپل قهر په حالت کې قاسام وخوړ
داخل و نه شي دئ ايڅکله يغ ځوئي ته
چيرته چې زه و ويرکاومه ارام دئ ته“
که څه هه دې خدائ کور دې دنيو دې پئيدويشت په اړه اخير ته راسيدلئ و. ۴دې ځکه چې دې خدائ دې کلام په يوه ځوئي کې دې اوومې وريځې په حق کې داسې ليکل شوي دي، ”په اوومه وريځ خدائ خپل ټول کورينه ختم کړل او ارام يې وکه.“ ۵او هه په دغ ځوئي کې خدائ يوورې بيا يائي:
”داخل و نه شي دئ ايڅکله يغ ځوئي ته
چيرته چې زه و ويرکاومه ارامي دئ ته.“
۶نو ځنې خالک دا موقع لري چې اغا ارام ته وير دننه شي، خو اغا چې اوال يې دا زرائي ورويده، وير دننه نه شول دې ځکه چې نافرماني يې وکړه. ۷نو خدائ يوه بله خاص وريځ يعني، ”نن وريځ“مقراره وي، دې ځکه چې ورستې دې ډير وخته اغي دې داود په وسيله خبرې کړيې وې او لکه څرنګې چې مخکې ويل شوي وي:
”که چيرې نن توس اووز ووروئي دې خدائ
نو مه سختاوئ خپل زړينه.“
۸که چيرې يوشع کړائي شوائي اغي خالک ته اغا ارام ويرکو، نو خدائ و ورستې دې بلې وريځې په حق کې خبرې نه وائي کړيې. ۹نو بيا دې خدائ دې خالکې دې پوره دې سبت ارام تر ويسه هه په خپل حال پوتې دائي. ۱۰دې ځکه کيمې خالکې چې اغا ارام ميندلائي دائي چې خدائ يې وعده کړيې وه، نو دې خپلې چارې نه و هه ارام وميمي، لکه څرنګې چې خدائ دې خپلې چارې نه مينده که.
۱۱نو روڅئ چې ډير کوشش وکي چې اغا ارام تر لوسه کي. خو که چيرې ميژ نافرماني وکړه لکه څرنګې چې دې اسرائيلې خالکې کړيې وه، نو ميژ و هه ناکام شي. ۱۲دې ځکه چې دې خدائ کلام ژواندائي او اثرنوک دائي او په اره دوه مخيې تيرې نه ډير تيره دائي. اغا دې انسان روح او نفس، باندينه او دې اډيکيې مغز ته ويرنناوځي او دې انسان نيات او دې زړه خيالينه جاواته وي. ۱۳په ټول مخلوقات کې ايڅ شائي دې خدائ دې نظير نه پټ نه دائي. ټول شايون دې يغ دې سترګې په مخکې لاغړ او شکاره پروته دي او ميژ ټول بايد اغا ته ايثوب ويرکي.
عيسیٰ دې ميژ ډير ستر امام دائي
۱۴نو څرنګې چې ميژ ډير ستر امام لري چې اسمونينه ته پورته شوائي دائي يعني عيسیٰ دې خدائ زيائي دائي، نو روڅئ چې دې خپل ايمون په اقرار بندې ټينګ پوتې شي. ۱۵دې ځکه چې دې ميژ ستر امام داس نه دائي چې دې ميژ په کمزورئ کې دې ميژ سره همدردي ونه کو بلکې اغا دې ميژ په رانګ په ار شي کې وزمويل شه، خو ګناه يې ونه که. ۱۶نو روڅئ چې په پيره يقين سره دې خدائ دې فاضل تخت ته ويرنژدې شي، ترڅو راحم وميمي او دې اړتيا په وخت کې دې يغ فاضل حاصل کي ترڅو دې ميژ سره مراسته وکو.