درام ساباق

 

عيسیٰ په موسیٰ نه ډير لوئي دائي

۱نو اې سپيڅليې خوانديې او وريڼې، توس چې دې خدائ دې طرفه په اسموني بالنه کې شريک يئ، دې عيسیٰ په حق کې فکر وکئ چې دې يغ په باره کې ميژ اقرار کي چې دې ميژ رسول او ستر امام دائي. ۲عيسیٰ دې خدائ وفادور و چې اغا يې ټاکلئ و، لکه څرنګې چې موسیٰ دې خدائ په ټول کير کې وفادور و. ۳نو عيسیٰ په موسیٰ نه زيوت دې جلال لائق دائي، لکه څرنګې چې کير جوړاوينکائي په کير نه زيوت عزت لري. ۴دې ځکه چې ار کير دې يو چا په لوس جوړيژي او خدائ دې ټولې شايونې جوړاوينکائي دائي. ۵موسیٰ دې خدائ په ټول کير کې دې يو خيذماتګور په رانګ وفادور و او دې يغې شايونې په حق کې و يې شائدي ويرکاوله چې خدائ و يې په روتلينکي وخت کې ويائي. ۶خو عيسیٰ دې زي او دې کير دې خاوند په رانګ دې خدائ دې کير وفادور دائي. ميژ دې يغ کير يي، په دا شرط چې که ميژ اغا پيره زړه تامائي او فخر چې ميژ ته ايله روکاوي، ټينګ وسوتي.

 

دې خدائ دې قوم دې پوره ارام

۷نو لکه څرنګې چې روح القدس يائي:

”که چيرې ووروئي نن توس دې خدائ اووز

۸نو مه سختاوئ خپل زړينه

لکه څرنګې چې سرکشي وکړه دې خدائ په مخکې

دې توسې پلارينې

او اغا يې وازميه په داشته کې

۹که څه هه اغا کورينه چې مو کړي وي

په څالويشت کولينه کې، وولته وليدل دې توسې پلارينې

خو بيا هه يغې زه وازمويلمه.

۱۰نو زه غصه شومه يغ نسل ته او ومې ويل:

دې مو نه لرې دي تل دې يغې زړينه

او نه غوړي چې وکو عمل دې مو په حکمينه بندې

۱۱زه شومه غصه او قاسام مې وخوړ:

’داخل و نه شي دئ ايڅکله يغ ځوئي ته

چيرته چې زه ويرکاومه ارام دئ ته‘.“

۱۲نو خوانديې او وريڼې، خيال کئ چې په توس کې دا دې چا زړه داسې بد او بې ايمونه نه وي چې دې ژواندي خدائ نه ووړي. ۱۳بلکې اره وريځ يو بل اڅاوئ په داسې حال کې چې ويس هه وخت شته چې په توس کې دا دې ګناه دې غلاطاولې په وسيله دې ايچا زړه ساخت نه شي. ۱۴دې ځکه که چيرې ميژ تر اخيره پره په اغا يقين وداري چې دې شيري نه مم لوره، نو ميژ و دې مسيح سره ملګري شوي يي.

۱۵لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ويل شوي دي:

”که چيرې نن توسې اووز وروئي دې خدائ

نو مه سختاوئ خپل زړينه

لکه څرنګې چې دې توسې پلارينې دې سرکشئ په وخت کې وکړل“

۱۶نو اغا څوک وي چې سره دې دغې چې دې خدائ اووز يې ورويده، خو بيا يې هه دې يغ په مخکې سرکشي وکړه؟ ايا دا اغا خالک نه و چې موسیٰ دې مصر نه رووياستل؟ ۱۷او خدائ دې چا نه تر څالويشتې کولې پره خفا و؟ ايا دا اغا خالک نه و چې ګناه يې وکه او مړي يې په داشته کې پراته وي؟ ۱۸او چاته يې قاسام وخوړ چې اغا و ايڅکله هه اغا ارام ته وير دننه نه شي؟ ايا دا اغا خالک نه و چې دې خدائ دې امر نافرماني يې وکړه؟ ۱۹نو ميژ ويني چې يغې ونه شول کړائي چې اغا ارام ته وير دننه شي، دې ځکه چې يغې ايمون نه لوره.

Sorry, no results.
Please try another keyword