دوام ساباق
ستر خلوصين
۱دې دغ اماله ميژ چې څه ارويدلي دي اغا ته بايد نور هه پام وکي، اسې نه چې بې ليارې شي. ۲دې ځکه کيم پيغام چې دې فرشتې په وسيله ويرکړل شوائي و، اغا دې يقين قابل و او ار ګناه او نافرمانئ و خپله سازو ميندوله. ۳نو دې دغ اماله که چيرې ميژ داسې ستر خلوصين دې پام نه وچاوي، نو څرنګې کړائي شي چې دې يغې دې سازو نه وتشتي؟ دا خلوصين اوال په خپله دې تيشتن عيسیٰ دې طرفه اعلان شه او بيا دې يغې خالکې دې طرفه تصديق شه چې دې يغ خبرې يې ارويدليې وې. ۴په دغ رانګ خدائ هه دا پيغام دې خپلې ناخشې، حيروناوينکي کورينه او قسما قسم معجزې په وشولې او دې خپلې ارادې دې مخې دې روح القدس دې نعمتينې په ويرکاولې سره تصديق که.
دې ميژ دې خلوصين لياروشوينکائي
۵نو خدائ فرشتې ته دا اختيار وير نه که چې په روتلينکي دنيو بندې چې ميژ يې په حق کې خبرې کي، حکومت وکو. ۶بلکې دې خدائ دې کلام په يوه ځوئي کې ليکل شوي دي:
انسان څه دائي چې ته يې خيال سوتې؟
فاني انسان چې ته په پام سوتې؟
۷تو پيدو کړي اغا کم په فرشتې نه
دې لژ وخت دې پوره
او شان او شوکت دې وير ايش دائي په سار
۸تو وير کړائي واک او اختيار اغا ته
په ټول شايون بندې دائي
ويس چې خدائ ار څه دې يغې تابع کړي دي، نو دا شکاره دو چې نور ايڅ داسې شائي پوتې نه دائي چې دې يغې په اختيار کې نه وي، خو تر ويسه ميژ نه ويني چې ار څه دې انسان په اختيار کې وي. ۹خو ميژ عيسیٰ ويني چې دې يغ مقام دې لژ وخت دې پوره په فرشتې نه کم کړائي شوائي دائي، خو ويس دې جلال او عزت تاج دې يغ په سار ايش شوائي دائي، دې ځکه چې يغ مارګ وزغمه، ترڅو دې خدائ دې فاضل په وسيله دې ار انسان په خاطر دې مارګ خواند وڅاکي.
۱۰نو خدائ دا مناسب وګاڼل چې دې خالق په رانګ چې ټول شايون د يغ دي او د يغ دې پوره دي، ډير زامن جلال ته وراساوي. نو اغا عيسیٰ چې دې يغې دې خلوصين دې ليارې جوړاوينکائي دائي، دې تکليفينې په زغمل سره کامل کو. ۱۱دې ځکه څوک چې دې خالکې ګونائينه پوکاوي او اغا څوک چې ګونائينه يې پوکيژي، دواسره دې يوې کورانۍ دي. نو دې دغ اماله عيسیٰ په دا نه شرميژې چې اغا ته خپلې خوانديې او وريڼه ويائي. ۱۲اغا يائي:
زه و اعلان کمه دې تو نوم خپل خالک ته
دې دئ په غونډه کې و وکمه دې تو ثنا او صفات
۱۳په دغ رانګ اغا يائي:
زه و توکل وکمه په خدائ بندې
بيا يائي:
زه دولته يمه دې يغې دې الودينې سره
چې خدائ روکړيې دي روته
۱۴څرنګې چې دې خدائ الودينه انسانون دي او دې غوشې او دې وينې نه جوړ شوي دي، نو عيسیٰ هه دې يغې په رانګ انسان شه، ترڅو دې خپل مارګ په وسيله اغا څوک دې ميانځه لرې کو چې په مارګ بندې يې واک لوره، يعني شيطون ۱۵او اغا خالک ازود کو چې دې مارګ دې ډوره يې خپل ټول ژوند په غلامئ کې تيرووه. ۱۶بې شکه چې اغا دې فرشتې سره دې مراستې دې پوره نه بلکې دې ابراهيم دې الودې سره دې مراستې په خاطر روغلئ دائي. ۱۷دې دغ اماله دې يغ دې پوره په ار لحاظ لازمه وه چې دې خپلې وريڼې په رانګ شي، ترڅو وکړائي شي چې خدائ ته په خيذمات کړلې کې يو راحم کاوينکائي او ستر وفادور امام شي او وکړائي شي چې دې خالکې دې ګونائينې کفاره ويرکو. ۱۸څرنګې چې عيسیٰ په خپله دې ازميشت په وخت کې تکليفينه وزغمل، نو اغا کړائي شي چې دې يغې خالکې سره مراسته وکو چې دې ازميشت سره مخ دي.