دوام ساباق
په کليسا کې دې سامې عقيدې په حق کې تعليم ويرکاول
۱خو ته اغا تعليم ويرکاوه چې دې سامې عقيدې دې مخې وي. ۲سپين ژيري ته ويايه چې اغا دا ويشور او عزتمن وي، په خپل نفسينه بندې دا واک ولري، په ايمون، مينه، صابر او زغم کې ټينګ پنډيژي. ۳په دغ رانګ زاړې شځې ته ويايه چې په خپل چال چالند کې سپيڅلي پنډيژي، غيبت دا نه کو او ډير شاروپ دا نه تشي او نور ته دا دې نيکئ کړلې تعليم ويرکاوي، ۴ترڅو دئ وکړائي شي اغا ځوونې شځې ته داسې تعليم ويرکو چې دې خپلې ميړينې او الودينې سره مينه وکو. ۵په دغ رانګ دئ دا په خپل نفسينه بندې واک ولري، پوک لمنيې، په خپل کورينه کې شې کورکاوينکيې وي، مهربونې او دې خپلې ميړينې تابعدورې پنډيژي، ترڅو دې خدائ کلام بادنوم نه شي.
۶په دغ رانګ ځوانون واڅاوه چې پرهيزګوري وګرځي. ۷ار وخت بايد داسې نيک کورينه وکو چې دې نورې دې پوره مثال وګرځي او په خپل تعليم کې دا ايماندوري او درانشت شکاره کو. ۸داسې سامې خبرې وکه چې څوک درته ګوته ونه نسي، ترڅو دې تو مخالفين وشرميژي او دې يغې سره و دې ميژ په حق کې دې بدې ويلې دې پوره څه نه وي.
۹غلامون ته ويايه چې په ار کور کې دا دې خپلې مالکونې تابعدور پنډيژي او اغا دا روضي سوتي او دې يغې سره دا باحث نه کو. ۱۰دې يغې نه دا پائسې نه غلا کاوي، بلکې خپله ټوله وفادوري دا جاواته کو، ترڅو په اره طريقه چې اغا دې ميژ دې خلوصاوينکي خدائ په حق کې کيم تعليم ويرکاوي اغا په زړه پورې وي.
۱۱دې ځکه چې دې خدائ فاضل دې ټولې خالکې دې خلوصين دې پوره شکاره شوائي دائي. ۱۲دا فاضل ميژ ته روزده کاوي چې بې ديني او دنياوي غوشتنې پريژدي او په دا دنيو کې د دې پرهيزګورائي، صداقت او ديندارئي ژوند وکي. ۱۳نو ميژ دې براکات نه ډاکه ايله يعني دې خپل لوئي خدائ او خلوصاوينکي عيسیٰ مسيح دې واپس روتللې په انتظار يي. ۱۴يغ خپل ځون دې ميژ په خاطر قربان که ترڅو ميژ دې ار رانګ بدئي نه خلوص کو او دې ميژ نه دې خپل ځون دې پوره داسې پوک قوم جوړ کو چې دې نيکې کورينې شاوقين ګرځي.
۱۵دې دغې شايونې په حق کې تعليم ويرکه او په پيره واک سره اغا واڅاوه او اصلاح يې که. ايچا ته اجازات مه ويرکاوه چې توته په الکه سترګه وکسي.