څلوارام ساباق
دې خدائ نه دې لرې کيدلې په حق کې پيشګوئي
۱روح القدس په جاواته يائي چې په اخرې زمونه کې و ځنې خالک ايمون دې لوسه ويرکو او په بې ليارې کاوينکي روحينه او شيطوني تعليمينې بندې و عمل کو. ۲داسې تعليمينه و دې يغې درويغزنې خالکې دې رياکارئ دې اماله وي چې ضمير يې مړ شوائي وي. ۳اغا و خالک دې ورو نه منع کاوي او هه يې دې يغې خواروک نه منع کاوي چې خدائ پئيدو کړائي دائي، ترڅو اغا ايماندورون چې په اقيقات بندې پئيژي، په شکرګزورئي سره يې وخوري. ۴ار څه چې خدائ پئيدو کړي دي، اغا شه دي او دې ايڅ شي نه چې په شکرګزورئي سره قابيل شي، بايد انکار ونه شي، ۵دې ځکه چې اغا دې خدائ په کلام او داعو سره پوک شوي دي.
دې عيسیٰ مسيح شه خيذماتګور
۶تيموتاوسه، که چيرې ته اغا شايون خوانديې او وريڼه ته وير په يود کې چې مو ورته اشاره وکړه، نو ته و دې عيسیٰ مسيح يو شه خيذماتګور وې چې دې ايمون په پيغام او اغا حقيقي تعليم بندې چې تو په عمل کړائي دائي، جوړ شوائي يې. ۷دې بې دينه او دې بې ګاټې مسالئ نه ځون سوته او دې يغې په ځوئي خپل ځون دې ديندارئي دې ژوند دې پوره جوړ که. ۸دې ځکه دې سيرات تربيت يو څه ګاټه لري، خو دې ديندارئي تربيت په ار لحاظ ګاټه لري، دې ځکه چې اغا هه دې دغ ژوند او هه دې روتلينکيې ژوند دې پوره يوه وعده دو. ۹دا خبره رشتيا او په پيره رانګ دې مانلې قابله دو. ۱۰دې دغ اماله ميژ خوري کي او الې ځلې کي، دې ځکه چې دې ميژ ايله اغي ژواندي خدائ ته دو چې دې ټولې خالکې او په خاص رانګ دې ايماندورونې خلوصاوينکائي دائي.
۱۱دې دغې شايونې په حق کې اغا ته حکم او لياروشونه که. ۱۲ايڅوک دا توته په دا خاطر چې ځوون يې په الکه سترګه ونه کسي، بلکې دې ايماندورونې دې پوره په خبرې، چال چالند، مينه، ايمون او پوکئ کې يو مثال ګرځه. ۱۳ترڅو چې زه روشمه، بيا خالک ته دې خدائ کلام ويللې، نصيات کړلې او تعليم ويرکاولې کې شيري پوتې شه. ۱۴دې يغ روحاني نعمت په حق کې مه بې پروا کيژه چې توته دې پيشګويئ په وسيله دې کليسې دې مشرونې دې طرفه په تو بندې دې لوس کشيشولې په وخت کې ديرکړل شوائي دائي. ۱۵په دا شايون بندې عمل که او خپل ځون دې اغي ته وقف که، ترڅو ټول دې تو پرمختاګ وويني. ۱۶خپل ځون او خپل تعليم ته پام که او په اغا بندې ټينګ وداره. دې ځکه که چيرې داسې وکې، بيا ته و هه خپل ځون او هه اغا خالک چې دې تو خبرې ته غوژ نسي، وژغورې.