دوام ساباق
دې عبادت په حق کې لياروشونې
۱نو په ار څه نه مخکې زه په کلاکه دې توس نه غوشتنه کمه چې دې ټولې خالکې دې پوره ميناتينه، داعوګونې، شفاعتينه او شکرګزورئي وکئ. ۲دې بدشاونې او دې واک دې ټولې خاوندونې دې پوره هه داسې وکئ، ترڅو ميژ په ټولې برخې کې دې ديندارئي او عزت سره په صلحه او ارام ژوند وکي. ۳دا کور شه دائي او دې ميژ خلوصاوينکائي خدائ په خواشوليژي. ۴اغا غوړي چې ټول خالک خلوصين وميمي او اقيقات وپيژاني. ۵دې ځکه چې يو خدائ دائي او دې خدائ او انسانونې ترميانځ يو ميانځغوړائي دائي او اغا عيسیٰ مسيح دائي چې په خپله انسان دائي ۶او خپل ځون يې دې ټولې دې پوره قربان که او دا په مقرار وخت کې ثابته شوه چې خدائ غوړي ټول خالک خلوصين وميمي. ۷دې دغ اماله زه تبليغ کاوينکائي او رسول مقرار شومه. زه خدائ روولژلمه چې غير يهوديونې ته دې ايمون او اقيقات په حق کې تعليم ويرکمه. زه رشتيا يايمه او درويغ نه يايمه.
۸نو زه غوړمه چې دې ار عبادت په وخت کې دا ساړي بې دې قهر او دعوې نه خپل سپيڅلي لوسينه پورته کو او داعو دا وکو. ۹په دغ رانګ شځې دا هه دې حيا او شرافت مناسبې جومې وغندي، نه دا چې خپل پيکي جوړ کو او په سرې زارې، ملغلرې او قيمتي جومې بندې خپل ځونينه سينګار کو، ۱۰بلکې خپل ځونينه دا په شه عمالينه چې دې دينداريې شځې سره شه شکاري، سينګار کو. ۱۱پريژدئي چې شځې په غليې او تابعدورئي سره زده کړه وکو. ۱۲زه اجازات نه ويرکاومه چې شځې دا ساړي ته تعليم ويرکو او ليا دا په اغا بندې واک او اختيار ولري، بلکې شځه بايد غليې پوتې شي، ۱۳دې ځکه چې اوال ادم پئيدو شه او دې ورستې حوا ۱۴او دا ادم نه و چې غلط شه، بلکې شځه وه چې غلطه شوه او دې خدائ قانون يې موت که. ۱۵خو شځې و دې الود په روړلې سره خلوصين وميمي، که چيرې اغا په ايمون، مينه او پوکئ کې ټينګې پوتې شي او په خپل ځون بندې واک ولري.