اوال ساباق
سالومينه
۱دا خاط دې پولوس او سيلاس او تيموتاوس دې طرفه دې تسالونيکيونې کليسا ته چې دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح کليسا دو. ۲دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.
دې عيسیٰ مسيح دې روتاګ په وخت کې دې خدائ پئصاله
۳اې خوانديې او وريڼې! ميژ بايد ار وخت دې توسې دې پوره دې خدائ شکر وبوسي او په دا رانګ مناسبه دو، دې ځکه چې دې توسې ايمون شه طاقتور کيژي او دې توسې مينه يو دې بل سره نوره هه زيوتيژي. ۴دې دغې اماله ميژ دې خدائ په نورې کليسې کې دې اغا صابر او زغم او ايمون دې پوره چې توس يې په ځوراونې او تکليفينې کې جاواتوئي، فخر کي.
۵دا دې خدائ دې عادلانه پئصالې ثبوت دائي دې دغې دې پوره چې توس دې خدائ دې يغې بدشايئ لائق کو دې کيمې دې پوره چې کړاوينه زغمئ. ۶څرنګې چې خدائ عادل دائي، بيا اغا و يغې خالک ته سازو ويرکو چې توس يې ځوراولي يئ. ۷اغا و توس ته چې ځوريدلي يئ، ارام دير کو او ميژ ته و يې هه روکو. دا کور و اغا وخت وشي چې کله دې ميژ تيشتن عيسیٰ دې اسمون نه دې خپلې زوراورې فرشتې سره ۸دې يور په لمبه کې رو شکاره شي. اغا و اغي خالکې ته چې خدائ نه پيژاني او دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ زرائي نه ماني، سازو ويرکو. ۹دې يغې سازو و دا وي چې دې هميشه دې پوره تباه شي او دې تيشتن دې حضور او دې يغ دې قدرات دې جلال نه و بې برخې شي. ۱۰په اغا وريځ چې تيشتن عيسیٰ روشي، نو دې خپلې سپيڅليې خالکې دې طرفه و جلال مينده کو او ټول ايماندورون و يې په ليدلې ډير حيرون شي. په اغا کې و توس هه شامل وئ، دې ځکه چې توس دې ميژ په شهادت بندې چې دې يغ په حق کې مم دير که، ايمون رواړ. ۱۱دې دغې اماله ميژ ار وخت دې توسې دې پوره داعو کي. ميژ دې خپل خدائ نه غوړي چې توس دې يغ ژوند لائق کو چې اغا مم ورته روبولي. اغا دا په خپل قدرات سره دې توسې ټولې نيکې ايلې پيره کو او دې توسې اغا کورينه دا پيره کو چې په ايمون سره يې کئ. ۱۲ميژ دا داعو دې دغې دې پوره کي، ترڅو دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ مسيح نوم دې توس دې طرفه جلال مينده کو او دې ميژ دې خدائ او دې تيشتن عيسیٰ مسيح په فاضل سره توسې دې يغ دې طرفه عزت مينده کئ.