دوام ساباق

 

په تسالونکيې کې دې پولوس چار او خيذمات

۱اې خوانديې او وريڼې! توس خپل پئيژئي چې توس ته دې ميژ روتلل بې ګاټې نه وي. ۲لکه څرنګې چې توس پئيژئي چې په فيليپي کې دې ميژ سره بد سلوک شوائي و او سپکاوائي مم شوائي و، خو دې ساختې مخالفتينې باوجود خدائ ميژ ته جرات روکه چې دې يغ زرائي توس ته دير وراساوي. ۳دې ځکه چې دې توس نه دې ميژ غوشتنه دې کيم غلط او ناپوک نيات دې مخې نه دو او نه دې چا دې غلاطاولې کوشش کي. ۴بلکې ميژ دې يغې کاسونې په رانګ خبرې کي چې خدائ دې دغې دې پوره قابل وګاڼل چې زرائي روته وسپوري. نو ميژ دې انسانونې دې خواشولولې کوشش نه کي، بلکې دې يغ خدائ دې خواشولولې کوشش کي چې دې ميژ زړينه ازموئي. ۵توس پئيژئي چې ميژ ايڅ کله چاته چاپلوسي نه دو کړيې او خدائ دې ميژ شائد دائي چې دې ميژ خبرې دې حرص دې مخه نه وې. ۶ميژ دې ايچا نه ندي غوشتي چې دې ميژ صفات وکو، نه دې توسې نه او نه هه دې نورې نه، ۷که څه هه ميژ کړائي شوائي چې دې مسيح دې رسولونې په رانګ دې توسې نه څه غوشتنه وکي. خو ميژ دې توسې په ميانځ کې دې داسې نرمئ نه کور وخاست لکه يوه مور چې په خپل تي راودينکي واړيکي ووړکي بندې پام کو. ۸ميژ دې توسې سره دامره مينه وکړه چې نه ګوشي دا چې دې خدائ زرائي توس ته دير وراساوي، بلکې دا ته تايور وي چې دې توسې دې پوره دې خپلې ځانينې نه هه تير شي، دې ځکه چې توس په ميژ بندې ډير ګرون وائي.

۹اې خوانديې او وريڼې! توس ته په يود دي چې ميژ و شپه او وريځ کور که او خوري و مم کړله، ترڅو توس ته دې خدائ دې زري ارواولې په وخت کې په توس کې په ايچا بندې بوج نه شي. ۱۰توس په خپله شائدون يئ او خدائ هه شائد دائي چې دې ميژ چالند دې توسې ايماندورونې سره څرنګې پوک، رشتينائي او سام و. ۱۱توس پئيژئي چې ميژ دې توس ار يوه سره داسې سلوک کړائي دائي لکه څرنګې چې يو پلور يې دې خپلې الودينې سره کو. ۱۲ميژ و دې توسې نه غوشتنه کړله، او توس و مم اڅاولئ، او قوات و مم دير کوه، ترڅو داسې ژوند وکئ چې خدائ ته دې مانلې وړ وي، دې ځکه چې اغا توس ته بالنه ديرکاوي چې دې يغ په بدشايئ او جلال کې شريک شئ.

۱۳بيا ميژ دې دغې دې پوره هه ار وخت دې خدائ شکر کي چې کله توس دې خدائ کلام دې ميژ دې خولې نه ورويده، بيا اغا مم دې انسان دې کلام په رانګ نه بلکې دې خدائ دې کلام په رانګ قابيل که، چې په رشتيا هه داسې دو، او دا کلام ويس په توسې ايماندورونې کې کور کو. ۱۴اې خوانديې او وريڼې! دې توسې سره اغا څه وشول لکه څرنګې چې په يهوديه کې دې خدائ دې کليساګونې سره چې دې عيسیٰ مسيح سره تاړين لري وشول، دې ځکه چې توسې دې خپلې وطنولې دې طاراپه اغا تکليفينه وليدل کيم چې يغې دې يهوديونې دې طاراپه نه ليدلي وي، ۱۵يعني يغې يهوديونې چې هه يې تيشتن عيسیٰ او هه يې پيغمبرون وويژنل او ميژ يې هه ورړه کړي. اغا هه خدائ خفا کاوي او هه دې ټولې انسانونې سره ديشمني کو. ۱۶يغې کوشش وکه چې ميژ پرينژدي چې غير يهوديونې ته اغا پيغام وراساوي چې دې يغې دې خلوصين سبب کيژي. اغا په دا کور خپل ګونائينه اخري حد ته رساوي. نو په اخير کې و اغا دې خدائ په غضاب وخته شي.

 

پولوس غوړي يورې بيا دې تسالونيکيونې سره ملاقات وکي

۱۷خوانديې او وريڼې! کله چې ميژ دې توسې نه دې لژ وخت دې پوره ګوشي کړائي شوي وي، البته په سيراتي رانګ بندې، نه دې زړه نه. بيا په ډير شاوق سره مم کوشش وکه چې يورې بيا توس وويني. ۱۸دې ځکه چې ميژ غوشتل چې دې توسې خو ته روشي او مو پولوس څو څو ووره کوشش وکه چې روشمه، خو شيطون دې ميژ مخه نيوله. ۱۹خو کله چې دې ميژ تيشتن عيسیٰ په څټ روڅي، بيا دې يغ په حضور کې و دې ميژ دې پوره کيمه ايله، خواشولي او دې وياړ تاج وي؟ ايا اغا توس نه يئ؟ ۲۰په رشتيا چې توس دې ميژ وياړ او خواشولي يئ.

Sorry, no results.
Please try another keyword