اوال ساباق

 

سالومينه

۱دا خاط دې پولوس، سيلاس او دې تيموتاوس دې طرفه دې تسالونيکيې کليسا ته دائي چې دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح کليسا دو. فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.

 

په تسالونيکيې کې دې مسيحيونې ژوند او ايمون

۲ميژ ار وخت دې توسې ټولې دې پوره دې خدائ شکر کي او ار وخت مم په خپلې داعوګونې کې يوداوي. ۳کله چې ميژ دې توس دې پوره خپل خدائ ته چې دې ميژ اسموني پلور دائي داعو کي، بيا دې توسې عمل چې دې ايمون نه پيدو کيژي، لکه څرنګې چې توسې په مينه خوري کئ او دې توسې دې صابر او زغم ايله چې دې ميژ په تيشتن عيسیٰ مسيح کي پيدو کيژي، يوداوي. ۴اې خوانديې او وريڼې! ميژ پئيژي چې توسې په خدائ ګرون يئ او توس يې غوره کړي يئ. ۵دې ځکه اغا زرائي چې ميژ توس ته دير وراسوه، اغا ګوشائي په خبرې کې نه بلکې دې روح القدس دې قدرات او دې يغ په رشتينولي بندې په پيره يقين لارلې سره و. توس پئيژئي کله چې ميژ دې توسې سره وي او ار کور چې ميژ وکه، اغا دې توسې په خير و. ۶توس دې ميژ او دې ميژ دې تيشتن عيسیٰ دې مثال پيروي وکړه او سره دې دغې چې دې يغ دې پيغام په خاطر مم ډير تکليفينه وليدل، خو اغا مم په يغې خواشولئ سره چې دې روح القدس دې طرفه ويرکاول کيژي، قابيل که. ۷په دا رانګ توس په ټول يونان يعني مقدونيې او سويلي يونان کې دې ټولې ايماندورونې دې پوره يو مثال شوائي. ۸دې ځکه نه ګوشي دا چې دې تيشتن عيسیٰ مسيح پيغام دې توس دې طرفه په مقدونيه او سويلي يونان کې ړانګ شه، بلکې په خدائ بندې دې توسې دې ايمون په حق کې خبر ار ځوئي ته ورسيده. بيا لازمه نه دو چې په دا حق کې څه ويايئ. ۹دې ځکه چې اغا خپل دې يغ شه ارکلي په حق کې خبرې کو چې توس ميژ ته وکه او دا چې څرنګې مم بت پرستي پريشوله او خدائ ته روګرځيدلئ، ترڅو دې ژواندي او رشتيني خدائ خيذمات وکئ. ۱۰او دې اسمون نه دې خدائ دې زي يعني عيسیٰ دې روتاګ انتظار کئ چې خدائ دې مړې نه روژواندائي که او دا اغا څوک دائي چې ميژ و دې روتلينکيې غضاب نه وژغوري.

Sorry, no results.
Please try another keyword