څلوارام ساباق

 

۱بيا اې دې مو ګرونې خوانديې او وريڼې، زه دې توسې دې ليدلې په ارمون يمه. توس دې مو خواشولي او دې مو وياړ يئ. بيا اې ګرونې دوستونې، په تيشتن کې داسې ټينګ پنډيژئي.

 

اڅاول او لياروشونې

۲زه افوديه او سينتيخې ته زورئي کمه چې په تيشتن کې په يوه فکر پنډيژئي. ۳اې، دې مو رشتينيه ملګريه، دې تو نه غوشتنه کمه چې دې دغې دوې شځې سره مراسته وکې، دې ځکه چې اغي دې کليمانتوس او دې مو دې نورې ملګريې سره دې زري په ړانګاولې کې څانګ په څانګ الې ځلې کړيې دي او نامينه يې دې ژواندين په کيتوب کې ليکل شوي دي.

۴ار وخت په تيشتن کې خواشولي کئ او بيا هه يايمه چې خواشول پنډيژئي. ۵پريژده چې دې توسې نرم مزاجي او مهربوني ټول خالک ته جاواته شي. تيشتن و زر روشي. ۶دې ايڅ شي په حق کې انديشنه مه کئ، بلکې ار وخت دې شکرګزورئي په داعوګونې او زورئي سره خپلې غوشتنې دې خدائ حضور ته مخته کاوئي. ۷بيا دې خدائ صولحه او سالومتي چې دې انسان دې پوئي نه بهر دو، دې توسې زړينه او خيالينه و دې عيسیٰ مسيح په وسيله خواندي وسوتي.

۸اخر دا چې اې خوانديې او وريڼې، ار اغا څه چې رشتيا، عزاتماند، عادلانه، پوک، زړه وړينکي، کوشلي او اغا څه چې ډير شه او دې ستاينې قابل دي، دې يغې په حق کې فکر کئ. ۹اغا څه چې توس دې مو نه زده کړي او حاصل کړي دي ليا مم دې مو نه ارويدلي او ليدلي دي، اغا سار ته وراساوئي، بيا و خدائ چې دې صولحې او سالومتئ سار چنه دو، دې توسې سره مال وي.

 

دې خدائ دې مدد او دې فيليپيونې دې تحفې مننه کړل

۱۰زه په تيشتن کې ډير خواشول يمه چې په څه وخت نه دې ورستې يو وور بيا دې توسې پام دې مو طاراپ ته شه. زه پئيژمه چې توس په رشتيا دې مو سره تعلق لارئي، خو دې توسې سره دې يغ دې شکاره کاولې موقع پئيدو نه شوه. ۱۱زه دا خبرې دې دغې پره نه کمه چې محتاج يمه، بلکې دا مې زده کړل چې زه په ار حال کې يمه، روضي يمه. ۱۲زه پئيژمه چې څرنګې په غريبئ کې يا مالدارتوب کې ژوند وکمه. مو په ار رانګ حالاتې کې ژوند کړائي دائي، او دې ژوند کړلې راز مې زده کړائي دائي، که زه موړ ومه ليا وژائي ليا که محتاج ومه ليا ار څه مې لارل. ۱۳زه دې مسيح په وسيله چې موته طاقات روکاوي کړلائي شمه چې ار قسم حالات تير کمه.

۱۴په ار حال دا دې توسې مهربوني وه چې دې مو سره مم په ساختئ کې مراسته وکړه. ۱۵اې فيليپيونې، توس شه خبر يئ چې دې زري دې رساولې په اوال وريځې کې کله چې زه دې مقدونيې نه راون شومه، بيا ايڅ يوه کليسا دې مو سره په ګاټه اونقصان کې شريکه نه شوه، دې توسې نه وره. ۱۶حتي چې کله په تسالونيکيه کې ومه څو ووره مم دې مو دې ضرورات دې پيره کاولې دې پوره مدد رو ولوژه. ۱۷زه دا خبره دې دغې دې پوره نه کمه چې دې توسې نه خالي څه مالي ګاټه تر لوسه کمه، بلکې زه غوړمه چې دې توسې دې نيکې کورينې اجر دې توسې په ايثوب کې وير زيوت شي. ۱۸خو ويس دې توسې ار څه موته رو وراسيدل او حتي دې مو دې ضرورات نه زيوت. توس چې دې اپافروديتوس په لوس کيمې مالي مراستې رولژليې وې په اغا بندې دې مو ضروراتينه په مکامل رانګ پيره شول. دا اغا دې خوشبييئ نذرانه او قرباني دو چې خدائ ته قابيله او دې يغ خواشه دو. ۱۹دې مو خدائ و دې توسې ټول ضروراتينه دې خپل پريمونه مالدارتوب دې مخې دې عيسیٰ مسيح په وسيله پيره کو. ۲۰خدائ ته چې دې ميژ پلور دائي، ار وخت جلال وي. امين.

 

اخري سالومينه

۲۱دې خدائ ټول خالک ته چې دې عيسیٰ مسيح سره تاړين لري، سالومينه يايئ. کيم وريڼه چې دې مو سره دي، اغا هه توس ته سالومينه يائي. ۲۲دې خدائ ټول خالک چې دلته دي توس ته سالوم يائي، په ګوشي رانګ اغا چې دې روم بادشا په موڼئ کې پنډيژي. ۲۳په توس ټول بندې دا دې تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل وي. امين.

Sorry, no results.
Please try another keyword