درام ساباق

 

رشتينائي صداقت

۱اخر دا چې اې خوانديې او وريڼې، دې تيشتن سره په يوولي کې خواشولي کئ. دا دې مو دې پوره څه تکليف نه دائي چې توس ته هه اغا شايون يو وور بيا وليکمه او په دا کې دې توسې امن او سالومتي دو.

۲دې يغې خالکې سره چې دې سپيونې په رانګ دي او دې يغې سره چې بادکوري دي، پام کئ چې په دا ټينګورائي کو چې توسې سونات کو يعني دې خلوصين دې پوره دې توسې دې سيرات يو غړائي پرې کو. ۳دې ځکه ميژ رشتيني سونات شوي خالک يې، ميژ چې دې روح په وسيله دې خدائ عبادت کي. ميژ په عيسیٰ مسيح بندې فخر کي او دې سيراتي مراسمې په سار ته رساولې بندې يقين نه لري، ۴که څه هه دې مو سره داليل شته چې په خپل ځون بندې اعتبار وکمه. که چيرې نور خالک فکر کو چې په سيراتي مراسمې بندې اعتبار کړائي شي، بيا زه په دئ نه زيوت کړائي شمه. ۵کله چې زه دې اوتې وريځې ومه، سونات شومه. زه دې اسرائيلې دې قوم او دې بنيامين دې قابيلې نه يمه او اصيل عبرانئي يمه او دې شريعت دې منلې په لحاظ فريسي ومه. ۶زه دامره غيراتي ومه چې دې عيسیٰ مسيح پيرون و مې ځوراول او دې شريعت دې صادقې معيارينې دې مخې زه بې عيبه انسان ومه. ۷خو ار څه چې دې مو په ګاټه وي، زه يې ويس دې مسيح دې پوره نقصان ګاڼمه. ۸اې، خالي دا نه، بلکې دې مو دې تيشتن عيسیٰ مسيح پيژاندل دامره قيمتي وي چې مو ار څه دې يغ په خاطرنقصان وګاڼل. مو دې يغ په خاطر ار څه په څټ سنړ والل او اغا ټول مې لکه دې ګند په رانګ وګاڼل، ترڅو مسيح خپل کمه ۹او دې يغ سره يو شمه. زه نور خپل ځون په شريعت بندې په عمل کړلې سره صادق نه ګاڼمه، بلکه په مسيح بندې دې ايمون په وسيله صادق شوائي يمه، اغا رشتينولي چې په ايمون بندې ويلوړه دو او دې خدائ دې طرفه روڅي. ۱۰زه غوړمه چې مسيح او دې يغ دې بيا روژواندي کيدلې قدرات وپيژانمه، دې يغ سره په تکليفينه کې شريک شمه او دې يغ په مارګ کې دې يغ په رانګ شمه، ۱۱ترڅو دې ارې ليارې چې وي، زه هه دې مړيې نه په څټ دې تل پوتي ژوند دې پوره روژواندائي شمه.

 

په مقصد پسې الې ځلې

۱۲زه دا نه يايمه چې مو دا ار څه دې مخه تر لوسه کړي دي او پيره شوائي يمه، بلکې دې يغې دې لوسته کاولې دې پوره الې ځلې کمه، دې ځکه چې مسيح زه خپل کړائي يمه. ۱۳اې خوانديې او وريڼې، زه فکر نه کمه چې اغا مې تر لوسه کړي دي. خو يو کور چې زه يې ويس کمه، اغا دا دائي چې څه چې تير شوي دي اغا وير کمه او اغا څه چې مې مخته دي دې يغې دې پوره ډير کوشش وکمه. ۱۴زه په مقصد پسې الې ځلې کمه، ترڅو اغا انعام تر لوسه کمه چې دې يغې دې پوره خدائ زه دې عيسیٰ مسيح په وسيله اسموني ژوند ته باللئ يمه.

۱۵ميژ ټول چې په روحاني رانګ بالغون يي، بايد داسې فکر ولري، او که په توس کې څوک بل رانګ فکر لري، بيا خدائ و اغا توس ته جاوات کو. ۱۶په ار حال، روڅئ چې دې يغ معيار دې مخه په مخ لوړ شي چې ميژ وير راسيدلي يي.

۱۷اې خوانديې او وريڼې، دې مو دې مثال پيروي وکئ او اغا خالک ته خپل پام رو وګرځاوئي چې دې ميژ په رانګ ژوند تيراوي. ۱۸دې ځکه مو څو څو ووره توس ته ويلي دي او يورې بيا يې درته دې خپلې سترګې په ايشکې سره يايمه چې ډير خالک داسې ژوند کو چې دې عيسیٰ مسيح دې صليب دې رشتيني مانې سره ديشمني لري. ۱۹دې يغې خاتمه تبوئي دو او دې دئ خدائ دې دئ سيراتي غوشتنې دي او اغا په خپلې دې شرم نه ډاک کورينه بندې فخر کو. اغا ګوشي دې دنياوي شايونې په فکر کې دي. ۲۰خو ميژ په اصل کې دې اسمون پنډيدينکي يي او دې خپل خلوصاوينکي تيشتن عيسیٰ مسيح دې روتللې په انتظار يي چې دې اسمون نه و روڅي. ۲۱اغا و دې ميژ کمزورائي سيرات داسې بادال کو چې دې يغ دې جلال نه ډاک سيرات په رانګ شي. دا کور و دې يغ قدرات په وسيله تر سره کيژي د کيم سره چې يغ ټول شايون دې خپل ځون تابع کړي دي.

Sorry, no results.
Please try another keyword