اوال ساباق
سالومينه
۱دا خاط دې پولوس او تيموتاوس دې طرفه چې دې عيسیٰ مسيح خيذماتګورون دي، دې خدائ ټولې خالکې ته چې په فيليپيې کې پنډيژي او دې عيسیٰ مسيح سره تاړين لري او دې يغې مشرونې او خادمون ته. ۲دې ميژ دې پلور خدائ او تيشتن عيسیٰ مسيح فاضل او سالومتي دا وي په توس بندې.
دې خاط دې وئينکيې دې پوره دې پولوس رسول داعو
۳زه چې ار وخت توس يوداومه، بيا دې خدائ شکر وبوسمه. ۴کله چې زه توس ټول په خپلې داعوګونې کې يوداومه، دا دې مو دې خواشولئ سبب کيژي. ۵دې ځکه توسې دې اوالې وريځې نه دې ويسه پوره دې مو سره دې زري په ړانګاولې کې شريک يئ. ۶زه په دا زړه طعمائي يمه چې خدائ کيم نيک کور په توس کې شيري کړائي دائي، اغا و دې عيسیٰ مسيح په څټ روتاګ دې وريځې پره پيره کو. ۷زه حق لارمه چې دې توسې ټولې په حق کې داسې احساس ولارمه، دې ځکه چې توس دې مو په زړه کې ځوئي لرئي. بيا که زه په زندان کې يمه، يا دې زري په دفاع او تصديق کې لګيا يمه، توس دې مو سره دې خدائ په فاضل کې شريک يئ. ۸دې ځکه خدائ دې مو شائد دائي چې زه څومره دې عيسیٰ مسيح په مينه کې دې توسې ټولې دې ليدلې ارمون لارمه.
۹په دا رانګ دا دې مو داعو دو چې دې توسې مينه دې علم او دې پيره پوئيولي سره نوره هه زيوته شي، ۱۰ترڅو توس وکړائي شئ چې ار څه چې شه دي غوره کئ او دې مسيح په څټ روتللې تر وريځې پوک او بې عيبه پوتې شئ. ۱۱دې توسې ژوند دا دې صداقت دې ميوې نه ډاک شي چې دې عيسیٰ مسيح په وسيله دې خدائ دې جلال او ستاينې دې پوره تر لوسه کيژي.
دې ژوند مقصد مسيح دائي
۱۲اې خوانديې او وريڼې، زه غوړمه چې توس په دا خبر شئ چې څه چې دې مو سره وشول، په اقيقات کې اغا دې زري دې ړانګاولې سبب شه، ۱۳بيا دې بادشايئ دې موڼئ ټول سوتينکي او نور ټول خالک خبر شول چې زه دې مسيح په خاطر بندې شوائي يمه ۱۴او دې مو بندي کيدل دې دغې سبب شوائي دائي چې ډير زيوت خوانديې او وريڼه په تيشتن کې دامره ډاډمن شي چې نور هه دامره زړور شئ چې دې خدائ کلام دې ډوره وره بيان کو.
۱۵دې شک نه وره ځنې دې مسيح پيغام دې کينې او سيولئ دې مخې او ځنې يې په شه نيات سره بيانوي. ۱۶اغا دې مينې دې مخه داسې کو، دې ځکه پئيژي چې زه دې زري دې دفاع په خاطر دلته رواستل شوائي يمه. ۱۷خو اغا نور دې اخلاص دې مخې دې مسيح په حق کې تعليم نه کو، بلکې دې خودغرضئ دې مخې يې کو او فکر کو چې په زندان کې و دې مو تکليف نور هه زيوت کو.
۱۸څه فرق کو؟ په اره طريقه چې وي، که اغا دې بد نيات دې مخه وي ليا دې سام نيات، ضروري دا دو چې مسيح خالک ته اعلان شي. په دا کور زه خواشول يمه. اې، او خواشول و ومه، ۱۹دې ځکه زه پئيژمه چې دې توسې داعوګونې او دې عيسیٰ مسيح دې روح مدد و دې مو دې خلوصين سبب شي. ۲۰دې ځکه دا دې مو دې زړه غوشتنه او دې مو ايله دو چې زه و ايڅ نه وشرميژمه، بلکې په پيره زيړاورتيا سره و ويس لکه دې ار وخت په رانګ مسيح ته په خپل سيرات کې لوئي ويرکمه، که دا دې مو په ژوند وي او ليا دې مو په مارګ بندې تاموم شي. ۲۱دې ځکه چې دې ژوند نه دې مو مقصد مسيح دائي او مارګ هه دې مو په ګاټه دائي. ۲۲خو که زه ژواندائي پوتې شمه، بيا و وکړائي شمه چې څه ګاټاوار کور وکمه. خو زه نه پئيژمه چې کيم يو غوره کمه. ۲۳زه په دواسره کې حيرون پوتې يمه. زه غوړمه چې دې دغې دنيو نه لوړ شمه او دې مسيح سره پنډ شمه، دې ځکه چې دا و ډير شه وي. ۲۴خو دې مو ژواندي پوتې کيدل دې توسې دې پوره ډير ضروري دي. ۲۵زه په دا ډاډه يمه او په دا پئيژمه چې ژواندائي و پوتې شمه او دې توسې ټولې سره و ومه چې توس په ايمون کې پرمختاګ او خواشولي وکئ. ۲۶کله چې زه په څټ توس ته ديرشمه، بيا دې توسې سره و شه داليل وي چې دې مو دې اماله په عيسیٰ مسيح کې ډير زيوت فخر وکئ.
۲۷په ار حال، داسې ژوند کئ چې دې توسې کړه وړه دې مسيح دې زري دې مخې وي، بيا که زه روشمه او توس ووينمه او ليا رونه شمه، زه غوړمه چې دې توس په حق کې ورومه چې په يو روح او يو مقصد کې ټينګ ويلوړ يئ او يو دې بل سره څانګ په څانګ په زري بندې دې ايمون دې پوره الې ځلې کئ. ۲۸په ايڅ رانګ دې خپلې مخاليفينې نه مه ډاريژئي، دا و ثابته شي چې اغا دې تبويئ طاراپ ته راون دي او توس و خلوصين مينده کئ او دا ار څه دې خدائ دې طاراپ نه دي. ۲۹دې ځکه چې دا فضل توس ته دير کړائي شوائي دائي چې نه ګوشي دا چې په عيسیٰ مسيح بندې ايمون رورئي، بلکې دې يغ په خاطر تکليفينه وزغمئ. ۳۰توس هه په اغا مقابله کې لګيا يئ چې زه پکې لګيا ومه او توس خپل وليدل او خبر يئ چې زه ليا دې ويسه پورې هه پکې لګيا يمه.