دوام ساباق

 

رسولونې پولوس دې رسول په رانګ قابيل که

۱ څوارلاس کوله ورستې يو وور بيا دې برناباس سره يروشلم ته لوړمه او تيتوس مې هه دې ځون سره بوته. ۲ زه دې خدائ په الهام وولته لوړمه. وولته مو دې کليسا دې يغې کاسونې سره چې مشرون ګاڼل کيدل ګوشي وليدل او دې يغې سره مې دې يغ زري پيغام شريک که چې غير يهوديونې ته و مې ويرکاوه. مو غوشتل په دا ډاډه شمه چې کيم کور چې مخته مې کړائي و او ليا يې ويس کمه، اغا ګاټه نه لري. ۳ خو سره دې دغې چې دې مو ملګرائي تيتوس يونانائي هه و، خو بيا يې هه اغا مجبور نه که چې سونات شي. ۴ که څه هه ځنې خالکې چې خپل ځونينه يې ايماندورون وشول، په پټه دې ميژ په ډاله کې رو نناواتلې وي چې جاسوسي وکو، غوشتل يې چې دا کور وکو او اغا ازودي چې ميژ يې په عيسیٰ مسيح کې لري، اغا دې ميانځه لرې کو. يغې غوشتل چې ميژ غلامون کو او دا ته مم مجبور کو چې دې يغې دې يهوديت دې قانونې پيروي وکي. ۵ خو ميژ يو ساعت هه اغا ته موقع وير نه کړله چې دې يغې تعليم ته غوړه کشيژدي، دې ځکه چې ميژ غوشتل دې زري رشتينولائي دې تل دې پوره په توس کې خواندي پوتې شي. ۶ او کيم خالک چې مشرون ګاڼل کيدل، دې مو په پيغام کې ايڅ شائي زيوت نه که. خو دې مو دې پوره فرق نه کو که اغا ار څرنګې وي، دې ځکه چې خدائ دې ايچا دې ظاهري شکل په حق کې پئصاله نه کو. ۷ دې دغ په ځوئي، يغې وليدل چې خدائ موته دا چار روسپورليې دو چې ناسونات شوي غير يهوديونې ته دا زرائي وراسمه لکه څرنګې چې پطروس ته سونات شويې يهوديونې ته دې زري راساولې وظيفه سپورل شويې وه. ۸ دې ځکه اغا خدائ چې پطروس ته يې قدرات ويرکه چې دې يهوديونې رسول پوتې شي، موته يې هه قدرات روکه چې دې غير يهوديونې رسول وګرځمه. ۹ کله چې يعقوب، پطروس او يوحنا چې دې کليسا مشرون ګاڼل کيدل، دې خدائ اغا فاضل وليده چې موته روکړل شوائي و، بيا يغې برناباس او موته دې ملګرتيې لوس روکه. په دا سره جوړ روغلي چې ميژ و په غير يهوديونې کې او اغا و دې يهوديونې په ميانځ کې کور کو. ۱۰ دې يغې خالي غوشتنه دا وه چې ميژ بايد دې غريبونې په فکر کې ګرځي، دا اغا څه وي چې مو په شاوق سره غوشتل چې ويې کمه.

 

پولوس دې پطروس سره مخالفت کو

۱۱ خو کله چې پطروس انطاکيې ته روغائي بيا مو مخومخ دې يغ مخالفت وکه، دې ځکه کيم کور چې يغ کړائي و، غلط و. ۱۲ دې ځکه مخکې په دا نه ځنې کاسون چې دې يعقوب دې طرفه رولژل شوي وي وولته روراسيژي، پطروس دې غير يهوديونې ايماندورونې سره په يوه دسترخوان بندې کشينوستي، خو دې يغې په راسيدلې سره اغي نور دې غير يهوديونې سره خواړل تشل پريشول. پطروس خپل ځون دې يغې نه ګوشائي که، دې ځکه اغا دې يغې خالکې نه ډاريده چې دې غير يهوديونې سونات کاول يې غوشتل. ۱۳ نور يهودي ايماندورون په دا رياکارئ کې دې پطروس سره يو ځوئي شول، تر دې پوره چې برناباس هه دې يغې دې رياکارئ دې اماله بې ليارې شه. ۱۴ کله چې مو وليدل دې يغې چالند او سلوک دې زري دې اقيقات سره سام نه دائي، بيا دې ټولې په مخکې مې پطروس ته وويل، ”سره دې دغې چې ته يهودي يې خو دې غير يهوديونې په رانګ ژوند تيره وې، نه دې يهوديونې په رانګ، بيا څرنګې کړلائي شې چې غير يهوديون دا ته مجبور کې چې دې يهوديونې په رانګ ژوند وکو؟“

 

يهوديون او غير يهوديون دې ايمون په وسيله خلوصين ميمي

۱۵ ميژ دې اصل نه يهوديون يې، او دې ګونانګورې غير يهوديونې په رانګ نه يې. ۱۶ خو ميژ پئيژي چې ايڅوک دې شريعت په حکمينه بندې په عمل کړلې سره نيک نه، بلکې په عيسیٰ مسيح بندې په ايمون روړلې سره صادق ګاڼل کيژي. ميژ په خپله هه په عيسیٰ مسيح بندې ايمون رواړ، ترڅو په مسيح بندې په ايمون روړلې سره صادق وګاڼل شي، نه دې شريعت په سار ته رساولې سره. دې ځکه چې ايڅوک نه شي کړائي دې شريعت په حکمينه بندې په عمل کړلې سره صادق وګاڼل شي. ۱۷ که چيرې ميژ اڅه کي چې په مسيح بندې دې ايمون روړلې په وسيله صادق وګاڼل شي، خو په دا ګونانګورون ګاڼل کيژي چې شريعت مم پريشائي دائي، بيا ايا دې دغې معنی دا شوه چې مسيح دې ميژ دې ګناه سبب شه؟ ايڅ کله نه. ۱۸ که چيرې زه اغا شريعت بيا جوړاومه چې خپل مې خاروپ کړائي دائي، نو زه و خپل ځون دې شريعت موتاوينکائي وشايمه. ۱۹ دې ځکه کله چې مو په شريعت بندې دې عمل کړلې کوشش که، زه يې محکوم کړمه، بيا دې شريعت دې مخې مړ شومه. بيا مو دې يغ دې ټولې شړطينې پيره کاول پريشول، ترڅو دې خدائ دې ارادې سره سام ژوند وکمه. ۲۰ زه دې مسيح سره په صليب شومه، نو زه نور ژواندائي نه يمه، بلکې مسيح په مو کې پنډيژي. ويس چې زه کيم ژوند تيره ومه، اغا دې خدائ په زي بندې دې ايمون لارلې په وسيله دائي چې دې مو سره يې مينه وکړله او خپل ژوند يې دې مو دې پوره دې لوسه ويرکه. ۲۱ زه دې خدائ فاضل بې ګاټې نه ګاڼمه، دې ځکه که چيرې صداقت په شريعت بندې دې عمل کړلې دې ليارې حاصليدلئ شوائي، بيا ضروري نه وه چې مسيح دا مړ شي.

Sorry, no results.
Please try another keyword