يولاسام ساباق
پولوس دې جعلي رسولونې په حق کې خبردارائي ويرکاوي
۱ دې توس نه دې مو ايله دو چې دې مو لژ بې وقوفي وزغمئ. دې توس نه غوړمه چې مو برداشت کئ. ۲ دې مو غيرات دې توس دې پوره لکه دې خدائ دې غيرات په رانګ دائي، دې ځکه چې مو وعده کړيې دو چې توس يوه ميړه يعني مسيح ته ووده کمه او دې يوې پوکې پيغلې په رانګ مم اغا ته مخته کمه. ۳ خو زه ډاريژمه لکه څرنګې چې حوا دې يو چالاک مانګور په وسيله غالاطا شوه، دې توس خيالينه هه دې يغې رشتينيې او پوکې مينې نه روونه ګرځي چې دې مسيح سره يې لرئ. ۴ دې ځکه که چيرې څوک روشي او توس وره دې يغ عيسیٰ چې ميژ دير پيژاندلائي دائي، کيم بل عيسیٰ ته وير وپيژاني ليا دې توس يو روح چې دې روح القدس نه بدل دائي، تر لوسه کئ. ليا دې يغ زري نه وره چې توسې ارويدلئ دائي، بل زرائي دير کو، بيا توس يې په اسونئ سره قبلاوئي.
۵ خو زه خپل ځون دې توس تش په نوم لوئي رسولون نه کم نه ګاڼمه. ۶ که څه هه زه شه وئينکائي نه يمه، خو علم او پويا لارمه او دا مې توس ته په پيره رانګ روشانه کړيې دو.
۷ ايا دا دې مو ګناه وه چې دې خدائ زرائي مې توس ته په لايه دير وراسوه او خپل ځون مې عاجز که ترڅو توس سرلوړي ګرځئ؟ ۸ مو خپل اجرت دې نورې کليسې نه وخاست او اغا مې لوټ کړل، ترڅو وکړائي شمه دې توس خيذمات وکمه. ۹ کله چې زه دې توس سره ومه او څه ته مې اجات لوره، بيا په توس کې مې په يوه کاس بندې مالي بور ونه چوه، بلکې کله چې دې مقدونيې نه ځنې وريڼه روغلل، نو دې مو اجاتينه يې پيره کړل. زه ايڅکله هه دې توس په ايژې بور شوائي نه يمه او په روتلينکي وخت کې و هه نه شمه. ۱۰ دې مسيح دې يغ اقيقات دې واجې چې په مو کې دائي يايمه چې ايڅوک نه شي کړائي چې په ټول سويلي يونان کې دې مو دې دغ فخر مخه ونسي. ۱۱ ايا دا دې دغې پوره يايمه چې دې توس سره مينه نه لارمه؟ خو خدائ پئيژي چې زه دې توس سره مينه لارمه.
۱۲ کيم کور چې زه يې کمه اغا و جاري سوتمه، ترڅو دې يغې خالکې مخ نيوائي وشي چې دې دغې موقع په انتظار کې دي چې په دا فخر وکو چې اغا دې ميژ په رانګ کور کو. ۱۳ دې ځکه چې داس خالک جعلي رسولون او چالبوز خيذماتګورون دي چې خپل ځونينه يې دې مسيح دې رسولونې په رانګ کړي دي. ۱۴ دا څه دې حيرونتيا خبره نه دو، دې ځکه چې شيطون هه خپل ځون دې يوې نوراني فرشتې په رانګ جوړه وي. ۱۵ که چيرې دې شيطون خيذماتګورون خپل ځونينه دې رشتيني خيذماتګورونې په رانګ جوړ کو، بيا دا څه حيروناوينکي خبره نه دو. په اخير کې و اغا دې خپلې عمالينې سازو وويني چې دې يغې لائق دي.
پولوس تکليفينه زغمي
۱۶ زه بيا بيا يايمه چې ايڅوک دا فکر ونه کو چې زه کم عقل يمه، خو که چيرې مو کم عقل وګڼي، بيا کم از کم مو دا دې يوه کم عقل په رانګ ومني، ترڅو وکړائي شمه چې زه هه په خپل ځون بندې وياړ وکمه. ۱۷ ويس چې زه کيم څه يايمه اغا روته تيشتن نه دي ويلي چې زه يې ويايمه، بيا زه چې وياړ کمه، دې يو کم عقل په رانګ يې کمه. ۱۸ خو څرنګې چې ډير خالک دې انساني معيارينې دې مخه وياړ کو، بيا زه و يې هه کمه. ۱۹ توس په خواشولئ سره بې وقوف او بې عقله خالک زغمئ، دې ځکه چې توس ډير ويشور يئ. ۲۰ دې ځکه ار څوک چې دې توس نه غلامون جوړه وي، ار څه درنه وخلي، دې توس نه غالاطا ګاټه وخلي، خپل ځون لوئي وشائي ليا دې توس په مخ څپړ ديرکاوي، اغا زغمئ. ۲۱ زه په شرم سره بايد ويايمه چې ميژ ډير کمزوري يي چې دا کور وکي.
که چيرې څوک جرات کو چې په کيم شي بندې وياړ وکو، نو زه هه جرات کمه چې په اغا بندې وياړ وکمه، بيا زه لکه دې يوه کم عقل په رانګ دا خبرې کمه. ۲۲ ايا اغا عبرانيون دي؟ نو زه هه يمه. ايا اغا اسرائيليون دي؟ نو زه هه يمه. ايا اغا دې ابراهيم دې نسل نه دي؟ نو زه هه يمه. ۲۳ ايا اغا دې مسيح خيذماتګورون دي؟ نو زه په دئ نه هه ډير شه خيذماتګور يمه. زه لکه دې يوه ليوني په رانګ خبرې کمه، خو مو په اغا نه زيوته خوري کړيې دو او په اغا نه زيوت زنداني شوائي يمه. ډير زيوت والل شوائي يمه او څو څو ووره دې مارګ سره مخومخ شوائي يمه. ۲۴ زه دې يهوديونې دې طرفه پينځه ووره او ار وور نهه ديرش کوړې والل شوائي يمه، ۲۵ درې ووره په لاوړون والل شوائي يمه او يورې سنګسار شومه. درې ووره مم کشتئ موتې شوې او يوه شپه او وريځ مې په سمندر کې تيره کړه. ۲۶ زه په خپل سفرينه کې دې مختلفې خاطرې سره لکه دې سيلاب، دې شيکاوينکيې، دې خپل قوم دې خالکې، دې غير يهوديونې، په شار کې، په داشته کې، په سمندر او جعلي ايماندورونې دې طرفه دې خطرې سره مخ شوائي يمه. ۲۷ مو ساخت کور کړائي دائي او خورئي مې کړيې دي، ډير ووره مې بې خوبئ تيرې کړيې دي، لوژې او تندې مې تيرې کړيې دي او په پيره اندازه خواروک او جومې مې نه لارلې چې په سوړه کې مې وغستيې وائي او ګارم شوائي وائي. ۲۸ دې دغ شايونې نه علاوه، زه دې فشار لوندې ومه چې اره وريځ و مې دې کليسې په حق کې فکر که. ۲۹ څوک چې کمزورائي شي، بيا ايا زه ورسره کمزورائي نه شمه؟ څوک چې بې ليارې کيژي، بيا ايا زه و يې دې غمه نه سويځمه؟
۳۰ دې دغې پوره چې زه وياړ وکمه، بيا په اغا شايون بندې يې بايد وکمه چې دې مو کمزوري جاواته وي. ۳۱ خدائ چې دې تيشتن عيسیٰ پلور دائي او ار وخت يې بايد ثنا او صفات وشي، اغا پئيژي چې زه درويغ نه يايمه. ۳۲ کله چې زه دې دمشق په شار کې ومه، بيا دې يغ ځوئي والي چې دې حارث بادشا دې طرفه مقرار شوائي و، په شار کې سوتينکي ځوئي په ځوئي کړل چې مو ونسي. ۳۳ خو زه دې شار دې ديول دې کړکئ نه په ټوکرئي کې کيز کړائي شومه او دې يغې نه وتشتيدمه.