اووام ساباق

 

۱ بيا اې ګرونې ملګريې، څرنګې چې دې ميژ سره دا وعدې شويې دي، بيا روڅئ چې خپل ځونينه دې يغې شايونې نه چې دې ميژ سيرات او روح ناپوکه کاوي، پوک کي او دې خدائ دې ډوره خپل سپيڅلتوب پيره کي.

 

دې پولوس خواشولي

۲ ميژ ته په خپل زړينه کې ځوئي روکئ. ميژ دې ايچا سره بد نه دي کړي. ميژ څوک بې ليارې کړي نه دي او دې ايچا نه مم دې ځون دې پوره غلطه ګاټه نه دو وخستيې. ۳ زه دې توسې دې ګراماولې دې پوره نه يايمه، دې ځکه لکه څرنګې چې مخکې مې درته ويلي وي، توس دې ميژ په زړينه کې داسې ځوئي لرئي چې په مارګ او ژوند کې و درسره وي. ۴ زه په توس بندې ډير زيوت يقين لارمه او په توس بندې وياړ کمه. توس زه ډير و اڅاولمه او دې ټولې ستونزې سره سره چې ميژ يې لري، توس زه خواشول کړمه.

۵ کله چې ميژ مقدونيې ته وراسيدي، بيا ميژ ونه شول کړائي چې ارام وکي، بلکې دې ار طاراپ نه دې ستونزې سره مخ شولي. ميژ دې نورې سره په لنجې کې وي او په زړينه کې مم ډور و. ۶ خو خدائ چې غمجنې او دې موت زړينې خاوندون ته تسلي ويرکاوي، نو دې تيتوس په روتلل سره يې ميژ ته تسلي روکړه. ۷ خالي دې يغ په روتلل سره نه، بلکې دې يغې تسلئ په وجه چې توس يغ ته ويرکړيې وه، يغ ميژ ته په دا حق کې وويل چې توس څومره دې مو دې ليدلې په ارمون يئ، دې توس دې ژاور خافګان او وفادورئي په حق کې چې دې مو په وجه يې لرئي، بيا زه نور هه ډير خواشول ومه.

۸ حتي که توس دې مو په خاط بندې خفا شوي هه يئ، خو زه يې په ليکل بندې پشيمون نه يمه. که څه هه کله چې مو وليدل چې اغا خاط توس دې لژ وخت دې پوره خفا کړي وائي، نو په اغا بندې زه لژ پشيمون ومه. ۹ خو زه ويس خواشول يمه، په دا خاطر نه چې توس خفا شوي وائي، بلکې په دا چې دې توس خافګان دې توسې دې دغې سبب شه چې توبه وبوسئ. دې ځکه چې دې توسې خافګان دې خدائ دې ارادې دې مخه و، ترڅو دې ميژ دې طرفه توس ته ايڅ زيون ونه راسيژي. ۱۰ دې ځکه اغا غم او خافګان چې دې خدائ دې ارادې دې مخه روپئيدو کيژي، اغا دې توبې سبب کيژي، ترڅو خلوصين وميمي او په اغا کې ايڅ پشيموني نشته، خو دنياوي غم او خافګان دې مارګ سبب کيژي. ۱۱ کسئ، اغا خافګان چې دې خدائ دې ارادې دې مخه په توس روغائي، يغ په توس کې کيم شايون روپئيدو کړل: څومره خوري او زيړاورتيا، دې ځونينې دې دفاع کړلې شوق، قهر، ډور، جوش، غيرات او بد کورينه ته دې سازو ويرکاولې غوشتنه. توس خپل ځونينه ثابت کړل چې په ار کور کې بې ګناه يئ. ۱۲ که څه هه مو توس ته په دا خاط کې ساخت شايون وليکل، خو دا په دغ خاطر نه وي چې څوک غلط کورينه کو ليا دې چا سره بدي کيژي، بلکې مقصد دا و چې دې خدائ په حضور کې توس ته دا جاواته شي چې دې ميژ سره څومره مينه او تعلق لرئ. ۱۳ په دا بندې دې ميژ دې ټولې تسلي وشوه.

نه خالي دا چې دې ميژ تسلي وشوه، بلکې کله چې ميژ دې تيتوس خواشولي وليدله بيا نور هه خواشول شولي، دې ځکه چې دې يغ روح دې توس ټولې په وسيله تازه شه. ۱۴ مو يغ ته وويل چې زه په توس بندې څومره وياړ کمه او توسې زه نا اميده نه کړمه. لکه څرنګې چې دې توس په حق کې دې مو ټولې خبرې رشتيا وې، بيا دې تيتوس په مخکې په توس بندې دې ميژ وياړ هه رشتيا ثابت شه. ۱۵ کله چې اغا دې توسې فرمانبرداري چې دې يغ سره مم وکړه، يوداوي او څرنګې په ډور او تراول سره مم اغا قابيل که، بيا دې توس سره دې يغ مينه نوره هه زيوتيژي. ۱۶ زه خواشول يمه چې په توس بندې پيره يقين لارلئ شمه.

Sorry, no results.
Please try another keyword