درام ساباق
دې خدائ خيذماتګورون
۱ اې خوانديې او وريڼې! مو دې توس سره لکه دې روحاني خالکې په رانګ خبرې ونه کړائي شوې، بلکې دې توس سره مې داسې خبرې وکړې لکه دې دغې دنيو دې خالکې سره مې چې وکړې يعني لکه دې يغې کاسونې په رانګ چې په مسيح بندې په ايمون کې ليا ترويسه واړيکي ووړکي دي. ۲ مو توس په شوده بندې موړه کړئي، نه په ساخت او کلاک خواروک بندې، دې ځکه چې تايور نه وئي چې ساخت خواروک وخورئي. ويس هه ورته تايور نه يئ، ۳ دې ځکه چې توس ليا ترويسه هه دې انساني فطرت دې غوشتنې په اختيار کې يئ. په توس کې ويس هه کينه او لنجې شته، ايا دا دې دغ وشوينکيې نه دو چې توسې ويس هه نفساني يئ؟ ايا دې توس سلوک لکه دې دغې دنيو دې خالکې په رانګ نه دائي؟ ۴ دې ځکه کله چې يو يائي: زه دې پولوس پيروي کمه. او بل يائي: زه دې اپولوس پيروي کمه. بيا ايا توس لکه دې دغې دنيو دې خالکې په رانګ عمل نه کئ؟
۵ بيا اپولوس څوک دائي؟ پولوس څوک دائي؟ ميژ ګوشي خيذماتګورون يي چې تيشتن ار يو ته ځونته چار وير سپورليې دو، ترڅو توس دې يغې په وسيله ايمون رورئي. ۶ مو وکرل، اپولوس يبه وير کړې، خو خدائ روشنه کړل. ۷ بيا نه اغا څوک خاص دائي چې کري يې، نه اغا څوک چې يبه ويرکاوي، بلکې خالي خدائ دائي چې شنه کاوي يې. ۸ څوک چې کرنه کو او څوک چې يبه ويرکاوي، دواسره يو بروبار دي، خو ار يو و دې خپل کور دې مخه خپل اجر تر_لوسه کاوي. ۹ دې ځکه چې ميژ خدائ ته په خيذمات کړل کې سره ملګري يي. توس دې خدائ دې کرنې منځکه او اغا ابودي يئ چې خدائ په کور کو.
۱۰ دې يغ فاضل دې مخه چې خدائ موته روکه، مو لکه دې يوه ماهر خاټګر په رانګ بنياد کشياش او بل څوک په ابودي جوړاوي. خو ار يو دا پام وکو چې څرنګې يې جوړ کي. ۱۱ دې ځکه چې ايڅوک نه شي کړائي چې بل بنياد کشيژدي، دې دغ بنياد نه وره چې ايش شوائي دائي او اغا بنياد عيسیٰ مسيح دائي. ۱۲ که چيرې څوک په يغ بنياد بندې دې سرې زارې، سپينې زارې، قيمتي تيژې، لرګي، ووشه او پيړ نه کور وخلي، ۱۳ دې ار چا کور و جاوات شي، دې ځکه چې دې پئصالې وريځ و اغا وشائي. اغا و دې يور په ذريعه جاوات شي او يور و اغا وزموئي چې کيم رانګ کور يې کړائي دائي. ۱۴ که چيرې اغا کور چې چا په دا بنياد بندې کړائي دائي پوتې شي، بيا اغا کاس و اجر تر لوسه کو. ۱۵ خو که چيرې اغا کور په يور دې ميانځه لوړ شي، بيا اغا ته و نقصان وراسيژي، خو په خپله و وژغورل شي لکه څوک چې دې يور دې لمبې نه خلوص شي.
۱۶ ايا په دا نه پئيژئي چې توس دې خدائ کير يئ او دې خدائ روح په توس کې پنډيژي؟ ۱۷ که څوک دې خدائ کير خاروپاوي، بيا خدائ و اغا تباه کو، دې ځکه چې دې خدائ کير سپيڅلئ دائي او اغا کير په خپله توس يئ.
۱۸ خپل ځون مه غلطاوئي. که چيرې په توس کې څوک خپل ځون په دا دنيو کې ويشور ګڼي، بيا اوال بايد خپل ځون کم عقل وګڼي، ترڅو په رشتيا ويشور شي. ۱۹ دې ځکه چې دې دغې دنيو حکمت دې خدائ په نظير کې بې معنی دائي. لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
”خدائ ويشورون په خپلې چالاکئ کې روګيروي.“
۲۰ او بيا ليکل شوي دي:
”تيشتن پئيژي چې دې ويشورونې خيالينه باطل دي.“
۲۱ بيا توس په اغا کورينه بندې چې انسان يې کو، وياړ مه کئ. دې ځکه چې ار څه دې توس دي، ۲۲ که پولوس وي ليا اپولوس ليا پطروس وي، که دنيو وي، که ژوند وي ليا مارګ، که ويسينائي وخت وي او ليا روتلينکائي وخت وي، دا ټول دې توس دي ۲۳ او توس دې مسيح يئ او مسيح دې خدائ دائي.