يولاسام ساباق
په اسرائيلې بندې دې خدائ راحم
۱زه پشتنه کمه چې ايا خدائ خپل قوم راد کړائي دائي؟ ايڅکله نه! زه خپل هه اسرائيلائي يمه، دې ابراهيم دې نسل نه او دې بنيامين دې قابيلې نه يمه. ۲خدائ خپل اغا قوم نه دائي راد کړائي چې دې مخکې نه يې غوره کړائي و. ايا توس نه پئيژئي چې دې خدائ کلام دې الياس پيغمبر په حق کې څه يائي چې اغا څرنګې دې اسرائيلې په خلاف خدائ ته شکايات کو او يائي: ۳”تيشتنه، يغې دې تو پيغمبرون ويژنلي دي، دې تو دې قربانئ ځائينه يې ړانګ کړي دي او خالي زه پوتې يمه او اغا کوشش کو چې مو هه وويژني.“ ۴خو خدائ اغا ته څه ځاوب ويرکه؟ يغ دا ځاوب ويرکه، ”مو دې خپل ځون دې پوره اووه زره کاسون چې دې بعل بت ته يې سجده نه دو کړيې، سوتلي دي.“ ۵په دغ رانګ په دا ويسينئ زمونه کې هه يو شمير خالک پوتې دائي چې دې خدائ په فاضل سره غوره شوي دي. ۶خو که چيرې دا دې فاضل په وسيله وي، بيا دې انسان دې عمالينې په وسيله نه دي. که نه، بيا فاضل څه معنی نه لري.
۷بيا دا څه معنی؟ دې اسرائيلې خالک چې دې کيم شي په غوشتنه کې وي، اغا يې تر لوسه نه که. دې خدائ غوره شويې کاسونې تر لوسه که، خو دې نورې زړينه ساخت شول. ۸لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
خدائ اغا په روحاني درونه خوب ووده کړل چې تر نن وريځې پره نه څه ليدلئ شي او نه څه ارويدلئ شي.
۹او داود يائي:
پريژده چې دسترخوان يې ورته جال او ليمه شي او تيژه ورته داسې شي چې په وشويژي او دې خپلې کورينې سازو وويني. ۱۰پريژده چې سترګې يې ړاندې شي چې ايڅ ونه ويني او ملې يې دې تل دې پوره کوړپې شي.
۱۱بيا زه پشتنه کمه، ايا دئ داسې وشويدل چې بيا و ايڅکله روچګ نه شي؟ ايڅکله نه، بلکې دې يغې دې نافرمانئ په سبب خلوصين دې غير يهوديونې په برخه شه او دې دغې اماله دې اسرائيلې سره کينه پئيدو شوه. ۱۲ويس که چيرې دې يغې سارغړاونه دې دنيو دې براکات سبب شوه او دې يغې روحاني موتيې دې غير يهوديونې دې پوره دې براکات سبب شوه، بيا و دې يغې براکتينه نور څومره زيوت شي چې کله ټول اسرائيل په کې شامل شي.
دې غير يهوديونې ژغورل
۱۳ويس توسې غير يهوديونې ته يايمه چې زه دې غير يهوديونې دې پوره رسول يمه او په خپل کور بندې فخر کمه. ۱۴دې ځکه کيدائي شي چې په دا رانګ وکړائي شمه چې دې خپل قوم حسد او بخيلي رو وپاراومه او په اغې کې ځنې ژغورمه. ۱۵دې ځکه که دې يغې راد کيدل دې دنيو سره دې خدائ دې په خوله کاولې سبب شي، بيا دې يغې مانل و لکه دې مارګ نه دې بيا روژواندي کيدلې په معنی وي. ۱۶که چيرې دې ايړې اوالينئ پيړه چې خدائ ته دې نذرانې په رانګ مخته کيژي، سپيڅليې دو، بيا ټوله خميره هه سپيڅليې دو. او که دې ونې وليې سپيڅليې وي، بيا څونګې يې هه سپيڅليې دي.
۱۷خو که چيرې ځنې څونګې پريکړل شي او ته چې دې ځنګلي زيتون يوه څونګه وې، په نورې څونګې کې پيواند شوې او دې اصيل زيتون دې ونې په ګاټوره وليې کې شريک شوې، ۱۸بيا خپل ځون دې نورې څونګې نه چګ مه ګاڼه. که چيرې خپل ځون چګ وګاڼې بيا يود سوته چې وليې په تو بندې نه دو ويلوړه، بلکې ته په وليې بندې ويلوړ يې. ۱۹خو ته ويائې، ”څونګې دې دغې دې پوره پريکړل شوې چې زه په کې پيواند شمه.“ ۲۰دا رشتيا دي. اغا دې خپلې بې ايمونئ دې اماله پرې کړل شوې، خو توس دې ايمون په وسيله وولته پوتې کيژئي. نو مغرور کيژئي مه، بلکې وډاريژئي. ۲۱دې ځکه که خدائ اغا قدراتي څونګې په خپل ځوئي پرې نه شولې، بيا توس و هه پرينژدي. ۲۲بيا دې خدائ مهربوني او ساخته پئصاله په پام کې ونسئ. خدائ دې يغې خالکې په مخکې ساخت ګيرائي دائي چې لرې لويدلې دي، خو دې توسې په مخکې مهربون دائي، که چيرې ته دې يغ په مهربونئ کې پوتې شې. که نه، بيا ته و هه پريکړل شې. ۲۳که چيرې يهوديون په بې ايمونئ کې پوتې نه شي، نو اغا و بيا پيواند کړل شي، دې ځکه چې خدائ قدرات لري چې اغا يورې بيا سره پيواند کو. ۲۴دې ځکه که چيرې توس غير يهوديون دې ځنګلي زيتون دې ونې نه پريکړل شوي يئ او دې خپل فطرت په خلاف دې اصيل زيتون دې ونې سره پيواند شوي يئ، بيا و اغا اصلي څونګې څومره په اسونئ سره پيواند شي چې دې اصيل زيتون دې ونې خپلې څونګې دي.
په ټول بندې دې خدائ راحم
۲۵اې خوانديې او وريڼې! زه نه غوړمه چې توس دې دغ پټ راز نه بې خبره پوتې شئ او په خپله پويا بندې مغرور شئ. دې ځنې اسرائيليونې زړينه ساخت شوي دي او دا و تر يغ وخت پره داسې وي، ترڅو دې يغې غير يهوديونې شمير پيره شي چې خلوصين وميمي. ۲۶په دغ رانګ و ټول اسرائيل خلوصين وميمي. لکه څرنګې چې ليکل شوي دي:
خلوصاوينکائي و دې صهيون نه روشي او اغا و دې يعقوب دې نسل نه بې ايموني لرې کو. ۲۷زه و دې يغې سره لوظ وکمه چې دې يغې ګونائينه لرې کمه.
۲۸دې زري په خاطر يهوديون دې خدائ ديشمنون شول او دا دې توسې په ګاټه دي. دې خدائ دې خواشې دې اماله اغا ويس هه خدائ ته دې يغې دې نيکونې ابراهيم، اسحاق او يعقوب په خاطر ګرون دي. ۲۹دې ځکه چې دې خدائ نعمتينه او بالنه نه بادليژي. ۳۰لکه څرنګې چې توس غير يهوديونې يو وخت دې خدائ په مخکې نافرماني کړله، خو ويس په توسې بندې دې يهوديونې دې نافرمانئ دې اماله راحم وشه، ۳۱بيا ويس اغا نافرماني کو او په توس بندې دې خدائ راحم وشه، بيا دې دغ اماله په اغا بندې و هه دې خدائ راحم وشي. ۳۲خدائ ټول خالک په نافرمانئ کې روګير کړل، ترڅو په ټول راحم وکو.
۳۳واه، دې خدائ شتمني څومره زيوته دو او دې يغ حکمت او پويا څومره ژاوره دو! دې يغ پئصالې څومره پټې او دې يغ په ليارې پئيدل څومره ګرون دي. ۳۴دې ځکه د خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
څوک کړلائي شي چې دې تيشتن په فکرينه بندې پوئي شي؟ ليا څوک کړلائي شي چې يغ ته مشوره ويرکو؟ ۳۵ليا چا خدائ ته کيم څه وير کړي دي چې اغا په څټ ځنې وخلي؟
۳۶دې ځکه چې ټول شايون دې يغ دې طاراپ نه دي او دې يغ په وسيله پئيدو شوي دي او دې يغ دې پوره دي. دې يغ جلال دا تل تر تله وي. امين.