اوته ويشتام ساباق
پولوس دې مالتا په جزيره کې
۱ کله چې ميژ روغ راميټ دې سمندر غوړه ته وراسيدلي، بيا پوئي شولي چې دا دې مالتا په نوم جزيره دو. ۲ دې يغ ځوئي خالکې په ميژ ډيره مهربوني وکړله او څرنګې چې اووه ساړه وه او وور وريده، بيا يور يې روته بال که او ميژ ټول ته يې شه ار کلائي ووييه. ۳ پولوس يو څه لارګي رو ټول کړل او اغا يې يور ته وچاول او دې يور دې ګارم ولي دې واجې يو دې زاري ووله مانګور رو ووته او دې يغ په لوس پرې شاخ شه. ۴ کله چې دې يغ ځوئي خالکې وليدل چې دې پولوس په لوس پرې مانګور شاخ دائي، بيا يو بل ته يې سره وويل، ”دا ساړائي و خامخا قاتل وي. که څه هه اغا دې سمندر نه وژغوره شه، خو الهي عدالات و اغا ژواندائي پرې نژدې.“ ۵ خو پولوس اغا مانګور يور ته سنړ ووييه اوڅه نقصان وير ونه راسوه. ۶ دئ په دا تامه وي چې پولوس و زر وپاړسيژي او ليا و بيا نوبيبر رو ولويژي او مړ و شي. خو کله چې يغې ډير انتظار وکه او ويې ليدل چې په اغ بندې ايڅ هه ونه شول، بيا فکرينه يې بادال شول او ويې ويل، ”دا هه يو خدائ دائي.“
۷ يغ ځوئي ته نژدې دې يغې جزيرې دې حاکم پوبليوس منځکې وې. يغ په مهربونئ سره ميژ ته ار کلائي ووييه او درې وريځې يې په خپل کير کې ولمونه کړلي. ۸ اغا وخت دې پوبليوس پلور بيمور پروت و. دې يغ تبه وه او دې دستينې په بيموري ووخته و. پولوس دې يغ کوټې ته نناوته، دې يغ دې پوره يې داعو وکړله، خپل لوس يې په کشياش او يغ ته يې شفا ويرکړله. ۹ کله چې دا کور وشه، بيا دې جزيرې نور بيمورون هه روغلل او روغ شول. ۱۰ يغې ميژ ته ډيرې تحفې روکړې او کله چې ميژ غوشتل چې لوړ شي، بيا کيمې شايونې ته چې په سفر کې مم اجات لوره، اغا يې ميژ ته کشتئ ته روړل.
روم ته دې پولوس راسيدل
۱۱ درې مياشتې دې ورستې دې سکندريې په يوه کشتئ کې چې دې دوې غبارګينيې خدايونې کيستر او پولوکس تراش شويې مجسمې په لګدليې وې او ژمائي يې په اغا جزيره کې تير کړائي و، لوړل. ۱۲ ميژ دې سراکيوس شار ته وراسيدلي او درې وريځې وولته پوتې شولي. ۱۳ بيا دې يغ ځوئي نه په کشتئ کې راون شوي او دې ريغيون شار ته وراسيدلي. بيا يوه وريځ دې ورستې سويلي بودينه شيري شول او په دوې وريځې کې دې پوتيولې باندر ته وراسيدلي. ۱۴ په اغا ځوئي کې ميژ ځنې ايماندورون وليدل او يغې دې ميژ نه وغوشتل چې دې يوې افتې دې پوره ورسره پوتې شي. په داغا رانګ ميژ روم ته وراسيدلي. ۱۵ کله چې دې روم ايماندورون دې ميژ دې روتاګ نه خبر شول، بيا اغا دې آپياس تر بازوره او دې يغا ځوئي پره چې دې درې حجرې په نوم يوديده، دې ميژ ليدنې ته روغلل. کله چې پولوس اغا وليدل، بيا دې خدائ شکر يې ويوسته او زړه يې تام شه. ۱۶ کله چې ميژ روم ته وراسيدلي، بيا پولوس ته اجازات وير کړائي شه چې دې يوه رومي عسکر سره چې دې يغ سوتنه يې کړله، په يو شخصي کير کې پنډ شي.
پولوس په روم کې تعليم ويرکاوي
۱۷ درې وريځې دې ورستې پولوس دې يغ ځوئي دې يهوديونې مشرون غونډه ته رو وغوشتل. کله چې اغا سره رو ټول شول، بيا ورته ويې ويل، ”اې دې مو وريڼې، که څه هه مو دې خپلې خالکې او دې خپلې نيکونې دې دودينې او دستورينې په خلاف څه کور نه دائي کړائي، خو بيا هه زه په يروشلم کې باندي شومه او روميونې ته وسپورل شومه. ۱۸ کله چې روميونې دې مو نه پشتنې ګيګنې وکړلې بيا غوشتل يې چې مو ازود کو، دې ځکه اغا پوئي شول چې مو داسې څه کور نه دائي کړائي چې دې مارګ سازو دا روته روکړله شي. ۱۹ خو کله چې دې يهوديونې مشرونې مخالفت وکه، بيا زه دا ته مجبور شومه چې بادشا ته غاراض وکمه. البته دې مو سره ايڅ داسې څه نشته چې دې خپل قوم په خلاف يې ويايمه. ۲۰ بيا دې دغې دې واجې مې رو وغوشتئ چې توسې ووينمه او خبرې درسره وکمه چې زه دې يغ چا په خاطر په ځلوانې تاړل شوائي يمه چې دې اسرائيلې خالک ورته ايله مند دي.“ ۲۱ يهودي مشرونې ځاوب ويرکه، ”ميژ ته دې تو په حق کې دې يهوديې نه څه خط نه دائي روراسيدلائي او نه دې ميژ يهودي وريڼې نه څوک دولته روغلي دي چې دې تو په حق کې يې ميژ ته خبر رو وړائي وي او يا يې دې تو په حق کې کيمه باده خبره کړيې وي. ۲۲ خو ميژ غوړي چې دې تو نظير ووروي، دې ځکه ميژ پئيژي چې خالک په ار ځوئي کې دې دغې ډالې په خلاف خبرې کو.“
۲۳ بيا يغې دې پولوس سره يوه وريځ وټاکله او ډير خالک دې يغ کير ته روغلل. دې ګائيز نه دې لماشومه پرې پولوس دې يغې سره دې خدائ دې بدشائي په حق کې خپل پيغام بيان که او شائدي يې ويرکړله او کوشش يې وکه چې دې موسیٰ دې شريعت او دې پيغمبرونې دې کيتوبينې نه په کور وخاستلې سره اغا دې عيسیٰ په حق کې قائل کو. ۲۴ ځنې دې يغ خبره ومنله، خو نورې په يقين ونه که. ۲۵ اغا په خپل ميانځ کې سره بې اتفاقه شول او راون شول. خو په تاګ نه دې مخه پولوس دا خبره وکړله، ”روح القدس دې اشعيا نبي په وسيله دې توسې نيکون ته څرنګې شه ويلي دي:
۲۶ دا قوم ته وير شه او ورته ويايه:
’توس و بيا بيا ووروئي، خو پوئي و نه شئ. توس و کسئ، خو څه و نه وينئ، ۲۷ دې ځکه چې دې دغې خالکې زړينه ساخت شوي دي او په غوژينه درونه شوي دي او سترګې يې پټې شويې دي. که نه، بيا سترګې و يې ليدل، غوژينې و يې ارويدل، په زړينه کې و پئيدل او مو ته و په څټ روګرځيدلي وائي او مو و شفا وير کړيې وائي‘
۲۸ بيا پوئي شئ چې داغا دې خلوصين پيغام دې خدائ دې طرفه غير يهوديونې ته لاژل شوائي دائي او اغا و يې ماني.“ ۲۹ [کله چې پولوس خپلې خبرې اخير ته وراساولې، بيا يهوديون لوړل او په خپل ميانځ کې يې سره باحث وکه.]
۳۰ پولوس دوه کوله يوه دې کرئي په کير کې پنډيده او ار څوک چې و دې يغ دې ليدلې دې پوره روته، بيا ار کلائي و يې ورته وييه. ۳۱ يغ دې خدائ دې بدشايئ په حق کې وعظ که او دې تيشتن عيسیٰ مسيح په حق کې يې په زيړاورتيا او په ازودي سره تعليم ويرکاوه.