درويشتام ساباق

 

۱پولوس په ځير سره دې شورا غړيې ته وکاتل او ويې ويل، ”اې وريڼې! مو دې نن وريځې پره په پوک ضمير سره دې خدائ په حضور کې ژوند تير کړائي دائي.“ ۲په دا خبره ستر امام حنانيا يغې خالکې ته چې دې پولوس په خو کي ويلوړ وي، امر وکه چې په خوله يې ووايئ. ۳بيا پولوس اغا ته وويل، ”خدائ و دې ووائي، اې په چونه بندې سپين شويه ديوله. ته نوست يې چې دې شريعت دې مخه دې مو په حق کې پئصاله وکي، خو ويس دې شريعت خلاف امر کې چې مو ووائې.“ ۴بيا يغې خالکې چې دې پولوس په خو کې ويلوړ وي، وويل، ”ته دې خدائ ستر امام ته سپکاوائي کې؟“ ۵پولوس ځاوب ويرکه، ”اې وريڼې، زه نه پئيدمه چې اغا ستر امام دائي. دې ځکه چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:

چې دې خپل قوم مشر ته بدې خبرې مه کئ.“

۶کله چې پولوس پوئي شه چې دې شورا ځنې غړي صدوقيون او ځنې يې فريسيون دي، بيا په چګ ژاغ يې وويل، ”اې وريڼې! زه فريسي يمه او پلور مې هه فريسي و. زه په دا خاطر محکمه کيژمه چې په دا ايله يمه چې مړي و بيا روژواندي کيژي.“ ۷څرنګې چې يغ دا خبره وکړله، بيا دې فريسيونې او صدوقيونې په ميانځ کې مخالفت پئيدو شه او غونډه په دوې ډالې وويشله شوله. ۸(دې ځکه چې صدوقيون دې قيامات دې وريځې، فرشتې او پيريونې نه منکر دي، خو فريسيون دا ټول ماني.) ۹په غونډه کي ډير شور ماشور او غاوغو پئيدو شوله او دې فريسيونې دې ډالې نه دې شريعت يو څو عالمون رو چګ شول او په کلاکه يې وويل، ”ميژ په دا ساړي کې ايڅ غلاطي نه ويني. کيدائي شي چې روح ليا فرشتې ورسره خبرې کړيې وي.“ ۱۰دا مخالفت دامره ساخت شه چې قوماندان وډور شه چې داسې نه چې اغا پولوس ټوکړې ټوکړې کو، بيا عسکر ته يې امر وکه چې غونډه ته وير نناوځي او پولوس په زور دې يغې دې ميانځ نه رو وبوسي او نظامي قيلعې ته يې بوځي.

۱۱په اغا شپه تيشتن دې پولوس په خو کې ودريده او ويې ويل، ”زيړاور پنډيژه! لکه څرنګې چې تو په يروشلم کې دې مو په حق کې شائدي ويرکړله، بيا په روم کې هه شائدي ويرکې.“

 

دې پولوس ضد دوسيسه

۱۲کله چې وريځ شوله، بيا ځنې يهوديون سره روټول شول او يوه منصوبه يې جوړه کړله او قاسام يې وخوړ چې تر څو پره مم پولوس نه وي مړ کړائي، بيا نه و څه خوري او نه و څه تشي. ۱۳کيمې خالکې چې دا منصوبه جوړه کړيې وه، شمير يې په څالويشت کاسون نه زيوت و. ۱۴بيا دئ مشرونې امامونې او دې قوم مشرون ته ويراغلل او ويې ويل، ”ميژ قاسام خواړلائي دائي تر اغا پره چې پولوس مم نه وي مړ کړائي، نو ميژ و ايڅ شائي ونه خوري. ۱۵نو ويس توس او دې شورا غړي په دا بونه چې غوړئي دې يغ په حق کې سام ماليمات تر لوسه کئ، دې قوماندان نه وغوړئي چې پولوس توس ته روالي. ميژ دا ته تايور يې چې دولته دې رواستلې نه دې مخه اغا مړ کي.“

۱۶خو دې پولوس خوريي دې دغې منصوبې نه خبر شه او نظامي قيلعې ته لوړ شه او پولوس يې خبر که. ۱۷بيا پولوس يو منصبدور رو وغوشت او ورته ويې ويل، ”دا ځون ساړائي قوماندان ته بوځه، دې ځکه چې اغا غوړي چې قوماندان ته کيم څه ويائي.“ ۱۸نو منصبدور اغا ځوون ساړائي قوماندان ته بوته او ورته ويې ويل، ”زنداني شوي پولوس زه رو وغوشتمه او دې مو نه يې وغوشتل چې دا ځوون تو ته روالمه، دې ځکه چې اغا غوړي چې تو ته څه ويائي.“ ۱۹قوماندان اغا په لوس ونيوه او يوه ګوشي ځوئي ته يې بوته او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ته څه غوړې چې موته يې ويائې؟“ ۲۰يغ وويل، ”ځنې يهوديونې منصوبه جوړه کړيې دو چې دې تو نه وغوړي چې پولوس سابو شوره ته بوځي. اغا و داسې يوه بونه وکو چې غوړي دې يغې په حق کې سام معلومات تر لوسه کو. ۲۱خو دې يغې خبرې ته غوژ مه نسه، دې ځکه چې تر څالويشت نه زيوت کاسون يغ ته په کامين کې نوست دي او قاسام يې خواړلائي دائي، چې پره يې چې پولوس مړ کړائي نه وي، بيا اغا و نه څه خوري او نه و څه تشي. اغا دا ويس داغا کور ته تايور دي او دې تو ځاوب ته انتظار کو.“ ۲۲بيا قوماندان اغا ځوون ريخصات که او اغا ته يې حکم وکه، ”څه چې دې مو ته وويل اغا ايچا ته ونه يائې.“

 

پولوس فيليکس والي ته لاژل کيژي

۲۳بيا قوماندان خپل دوه کاسون منصبدورون رو وغوشتل او اغا ته يې وويل، ”دوه ساوه په پشې او شپيتلاس سووره عسکر او دوه ساوه نيزې لارينکې تايور کئ چې نن شپه نهه باجې قيصريې ته لوړ شي. ۲۴دې پولوس دې پوره هه يو څه وسينه تايور کئ چې په سوور شي او روغ راميټ يې فيليکس والي ته وراساوئي.“ ۲۵بيا قوماندان اغا ته يو خاط وليکه چې په کې داس ليکل شوي وي:

۲۶”دې کلوديوس ليسياس دې طاراپه دې شوغلي فيليکس والي ته سالوم. ۲۷دا ساړائي يهوديونې نيولائي و او نژدې و چې مړ کړائي يې وائي. خو کله چې زه خبر شومه چې اغا يو رومي دائي، بيا دې خپلې عسکرې سره ويراغلمه او اغا مې ځنې خلوص که. ۲۸مو غوشتل چې په دا پوئي شمه چې يغې په ويلې تومات لګاولئ دائي، بيا اغا مې دې يغې جرګې ته بوته. ۲۹زه پوئي شومه چې يغ داسې کور نه دائي کړائي چې دې مارګ لائق وي او يا دا په زندان کې وچاول شي. کيم تومات چې په يغ بندې لګيدلائي دائي اغا دې يغې په خپل شريعت پرې تاړلې خبرې وې. ۳۰خو کله چې زه خبر شومه چې دې يغ دې مړاولې دې پوره منصوبه جوړه شويې دو، بيا په مخ مې پئصاله وکړله چې توس ته يې دير ولاژمه او دې اغې دعويدورې ته مې امر وکه چې خپله دعویٰ توس ته دير مخته کو.“

 

۳۱بيا عسکرې دې حکم سره سام په اغا شپه پولوس دې انتيپاتريس شار ته بوته. ۳۲په بله وريځ دې پشې عسکر په څټ خپلې نظامي قيلعې ته رو ګوډ شول او سووره عسکر يې پريشول چې دې پولوس سره لوړ شي. ۳۳کله چې اغا قيصريې ته وراسيدل، بيا اغا خاط يې والي ته وراساوه او پولوس يې وير وسپوره. ۳۴والي خاط ووييه او دې پولوس نه يې پشتنه وکړله چې دې کيم ولايت نه دائي. کله چې پوئي شه چې اغا دې قيليقيې نه دائي، ۳۵بيا والي ورته وويل، ”زه و اغا وخت دې تو داعو وور ومه چې کله دې تو دعويدور رو وراسيژي.“بيا يغ امر وکه چې پولوس دا دې هيروديس په موڼئ کې وسوتل شي.

Sorry, no results.
Please try another keyword