نيناسام ساباق
پولوس په افسيس کې
۱کيم وخت چې اپولوس په قرنتوس کې و، بيا پولوس دې يغ ولايت دې داخلي سيمې نه تير شه او افسيس ته وراسيده او وولته دې څو ايماندورونې سره مخومخ شه. ۲دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”کله چې توسې ايمون رواړ، بيا روح القدس مم تر لوسه که؟“يغې ځاوب ويرکه، ”نه، ميژ ليا خبر هه نه يې چې روح القدس شته.“ ۳پولوس پشتنه وکړه، ”بيا توس ته کيم رانګ بپتسمه دير کړل شوه؟“يغې په ځاوب کې وويل، ”دې يحيیٰ بپتسمه.“ ۴پولوس وويل، ”يحيیٰ چې کيمه بپتسمه ويرکاوله، اغا دې ګونائينې نه دې توبې دې ياستلې ناخشه وه او خالک ته و يې ويل چې په اغا چا بندې ايمون رورئي چې په يغ نه دې ورستې روراون دائي يعني په عيسیٰ بندې ايمون رورئي.“ ۵کله چې يغې دا وورويدل، بيا دې تيشتن عيسیٰ مسيح په نوم ورته بپتسمه ويرکړل شوه. ۶کله چې پولوس دې يغې په سار بندې خپل لوس کشياش، بيا روح القدس په رو نازل شه او يغې په نورې ژبې بندې خبرې شيري کړلې او دې خدائ پيغام يې راسووه. ۷اغا ټول خو او شو دولاس کاسون وي.
۸پولوس تر درې مياشتې پره عبادتخانې ته تۀ او په زيړاورتيا سره و يې دې خالکې سره خبرې کړلې او دې خدائ دې بدشائي په حق کې و يې اغا ته داليل وييه او باحث و يې که چې اغا قايل کو. ۹خو په اغا کې ځنې سار زوريې خالکې ايمون نه رواړ او دې عبادتخانې دې خالکې په مخ کې و يې دې تيشتن عيسیٰ مسيح ليار ته بد ويل. بيا پولوس دې يغې نه لوړ شه او شاګردون يې دې ځون سره بوتلل او ارا وريځ و يې دې تيرانوس دې غونډې په هال کې باحثينه کړل. ۱۰دا کور تر دوې کولې پره راون و، ترڅو دې اسيا دې ولايت ټول پنډيدينکي يعني يهوديون او يونانيون دوې سارې دې تيشتن عيسیٰ پيغام ورويده.
دې اسکيوا زامن
۱۱خدائ و دې پولوس په وسيله سترې سترې معجزې وشولې. ۱۲خالکې و اغا ريمالينه او پيشباندينه چې دې پولوس په سيرات بندې والل شوي وي، وړل او اغا و يې دې بيمورونې په سيراتينه بندې والل او اغا و شه کيدل او پيريون و ځنې واتل. ۱۳ځنې يهوديونې چې يو ځوئي او بل ځوئي و ګرځيدل، کوشش که چې دې تيشتن عيسیٰ په نوم پيريون وبوسي. يغې و پيريونې ته ويل، ”زه دې يغ عيسیٰ په نوم چې پولوس يې تعليم کو، امر کمه چې رو ووځه.“ ۱۴دې يهودې ستر امام اسکيوا اووه زامنې و دا کور که. ۱۵خو يوه وريځ پيري اغا ته ځاوب ويرکه، ”زه عيسیٰ پيژانمه او دې پولوس په حق کې مې هه ارويدلي دي، خو توسې څوک يئ؟“ ۱۶بيا اغي پيريونې نيولي ساړي په اغا وير ټوپ کړل او اغا ټول يې په پشې لوندې کړل او دامره يې ووالل چې دې يغ کير نه لاغاړ او زخمي شوي وتشتيدل. ۱۷کله چې دې افسيس ټول پنډيدينکي يهوديون او يونانيون دې دغې پيشې نه خبر شول، بيا په اغا ټول بندې ډور روغائي او دې تيشتن عيسیٰ نوم نور هه سار لوړائي شه. ۱۸ډيرې خالکې چې ايمون يې روړائي و، روغلل او دا يې ومنل چې يغې جادو کړله. ۱۹ډيرې جادوګرانې خپل د جادوګرۍ کيتوبينه روټول کړل او د خالکې په مخکې يې وسيځل. کله چې يغې دې کيتوبې قيماتينه ايثوب کړل، بيا دې يغې قيمت پنځوس زره دې سپينې زارې سيکې شولې. ۲۰په داغا رانګ دې تيشتن عيسیٰ پيغام ړانګيده او په خالک يې ډير اثر که.
په افسيس کې شور او غاوغو
۲۱په دا ټولې پيشې نه دې ورستې پولوس دې روح القدس په ليار وشونه پئصاله وکړله چې مقدونيې او سويلي يونان ته سفر وکو او دې ورستې بيا يروشلم ته لوړ شي. يغ وويل، ”اغې ځوئي ته په تلل نه دې ورستې بايد دې روم شار هه ووينمه.“ ۲۲يغ خپل دوه ملګري يعني تيموتاوس او اراستوس مقدونيې ته ولاژل او په خپله دې يو څه وخت دې پوره دې اسيا په ولايت کې پوتې شه.
۲۳په دا وخت کې دې تيشتن عيسیٰ دې ليارې دې اماله ساخت شور او غاوغو پئيدو شوله. ۲۴وولته دې ديميتريوس په نوم يو زرګار و چې دې ارتيميسې دې بت دې عبادت ځوئي دې سپينې زارې نمونې و يې جوړاولې او په داغا رانګ و يې دې کساب ګرې دې پوره يو شه او ګاټه وار کاروبار بروبار کړائي و. ۲۵بيا ديميتريوس دې يغې او دې يغې په رانګ کساب ګر روټول کړل او ورته ويې ويل، ”اې ملګريې، توس پئيژئي چې ميژ دې دغ کاروبار نه شه ګاټه تر لوسه کاوي. ۲۶لکه څرنګې چې توسې وينئ او وور وائي چې دغې پولوس خالي په افسيس کې نه، بلکې دې اسيا په ټول ولايت کې ګاڼ شمير خالک په خپلې خبرې ځون ته رو اړاولي او بې ليارې کړي يې دي. اغا يائي چې دې انسان په لوس جوړ شوي خدايون بلکل خدايون نه دي. ۲۷بيا دا خاطره شته چې نه خالي دا چې دې ميژ کاروبار و بادنوم شي، بلکې دې دغې خاطره هه شته چې دې ستر خدائ ارتيميسې دې عبادت ځوئي و هه بې اعتباره شي او دې يغ شان او شوکت چې په اسيا او په ټوله دنيو کې ورته عبادت شي، هه دې ميانځه لوړ شي.“
۲۸کله چې يغې دا خبرې وورويدلې، بيا ډير په قهر شول او سيرې يې واللې، ”ستر ولائي دائي دې افسيسيانې ارتيميسه!“ ۲۹په ټول شار کې شور او غاوغو پئيدو شوله. خالکې ګايوس او ارسترخوس چې دې مقدونيې نه وي او دې پولوس دې سفر ملګري وي، ونيول او په څکاول څکاول يې دې شار دې جرګې ځوئي ته يوړل. ۳۰پولوس غوشتل چې دې ننه وير شي او دې خالکې سره خبرې وکو، خو ايماندورونې اغا نه پرياش. ۳۱دې دغې ولايت ځنې واکمنونې چې دې پولوس ملګري وي هه اغا ته پيغام وير ولوژه او اغا ته يې مينات وکه چې دې غونډې ځوئي ته لوړ نه شي. ۳۲په داغا وخت کې په غونډه کې ګاډواډي شوله او ځنې و په سيرې سيرې يو څه او ځنې و بل څه ويل، دې ځکه چې په اغا کې ډير خالک په دا هه نه پئيدل چې دې څه دې پوره دولته روټول شوي دي. ۳۳ځنې يهودې مشرونې دې سکندر په نوم ساړائي دې خالکې ګاڼې ګيڼې مخ ته وير پورې وويه او اغا ته وويل چې يو څه بايد ويائي. يغ په خپل لوس اشاره وکړله چې خالک غلي شي او کوشش يې وکه چې کيم څه چې شوي وي، اغا بيان کو. ۳۴خو کله چې خالک پوئي شه چې سکندر يهودي دائي، بيا ټولې په يوه ژاغ دوې ګينټې سيرې وواللې، ”لويه دو دې افسيسيانو خدائ ارتيميسه!“
۳۵په اخير کې مشر ناظم خالک غلي کړل او ويې ويل، ”اې دې افسيس خالکې، ټول ته ماليمه دو چې دې افسيس شار دې ستر ارتيميسې دې عبادت ځوئي او دې يغې سپيڅليې تيژې سوتينکي دي چې دې اسمون نه رولويدلې دو. ۳۶بيا څرنګې چې ايڅوک هه دې دغې اقيقاتينې نه انکار نه شي کړلائي، توس بايد غلي شئ او په بيړه کې څه کور ونه کئ. ۳۷دا خالک چې توسې دولته رو واستلي دي يغې نه دې عبادت دې ځوئي نه غلا کړيې دو او نه يې دې ميژ خدائ ارتيميسې ته کفر ويلائي دائي. ۳۸که چيرې ديميتريوس او دې يغ نور کساب ګرون دې يغې په خلاف دعویٰ چلاول غوړي، بيا دې محکمې دروزې خلوصې دي او قاضيون هه شته، نو اغا کړلائي شي چې په يو بل بندې دعویٰ وکو. ۳۹که توسې نور څه غوړئي، بيا دې يغې په حق کې دا په يوه رسمي جرګه کې پئصاله وشي. ۴۰دې ځکه چې دا خاطره شته چې ميژ دې نن وريځې دې شور او غاوغو په خاطر تورن شي او دې دغې ګاډ واډئي دې پوره کيمه بونه نشته او ميژ و نه وشي کړلائي چې دې دغې دې پوره څه سام داليل مخته کي.“ ۴۱کله چې يغ دا خبره وکړله بيا دې غونډې خالک يې ريخصات کړل.