اوتلاسام ساباق

 

پولوس په قرنتوس کې

۱په اغا نه دې ورستې پولوس دې آتن نه راون شه او قرنتوس ته لوړ شه. ۲په اغا ځوئي کې اغا دې يوه يهودي سره چې اکيلا نوميده او په اصل کې دې پونتوس نه و، مخومخ شه. اکيلا دې خپلې شځې پريسکيلا سره دې ايټلي نه روغلائي و، ځکه چې کلوديوس بادشا امر کړائي و چې ټول يهوديون دا دې روم نه ووځي. پولوس لوړ شه چې دې يغې سره وکسي ۳او په دا خاطر چې اغا هه دې يغې په رانګ خيمه جوړه وينکي وي، بيا دې يغې سره پوتې شه او يو ځوئي يې ورسره کور که. ۴دې ار سبت په وريځ اغي په عبادتخانه کې باحث که او کوشش يې که چې يهوديونې او يونانيونې ته قناعت ويرکو.

۵کله چې سيلاس او تيموتاوس دې مقدونيې نه روغلل، بيا پولوس خپل ټول وخت دې کلام په بيانولې تير که. يغ يهوديون ته دا شائدي ويرکاوله چې عيسیٰ اغا وعده شوائي مسيح دائي. ۶خو کله چې يهوديونې دې يغ سره مخالفت وکه او اغا ته يې بد راد وويل، بيا پولوس خپلې جومې وڅانډلې او اغا ته يې وويل، ”دې توسې خين دې توسې په خپله غوړه دائي. زه يې دې مسوليت نه خلوص يمه. زه و په دا نه دې ورستې غير يهوديون ته ويرڅمه.“ ۷بيا پولوس دې يغ ځوئي نه لوړ شه او دې تيتيوس يوستوس په نوم دې يوه غير يهودي کير ته چې دې خدائ عبادت و يې که، لوړ شه. دې يغ کير دې عبادتخانې په څانګ کې و. ۸کرسپوس چې دې عبادتخانې مشر و، دې خپلې ټولې کورانۍ سره په تيشتن عيسیٰ بندې ايمون رواړ. په داغا رانګ دې قرنتوس ډيرې خالکې چې دې پولوس پيغام يې وورويده، بيا ايمون يې رواړ او بپتسمه ورته ويرکړل شوه.

۹يوه شپه تيشتن په رويا کې دې پولوس سره خبرې وکړې او ورته ويې ويل، ”مه ډاريژه، بلکې خپل تبليغ که او غلائي مه پوتې کيژه، ۱۰دې ځکه چې زه درسره مال يمه او ايڅوک و ونه شي کړلائي چې په تو بندې حمله وکو او نقصان دير وراساوي، دې ځکه چې په دا شار کې ډير داسې خالک شته چې دې مو دي.“ ۱۱بيا پولوس دې يوه کول او شپيژې مياشتې دې پوره وولته پوتې شه او خالک ته يې دې خدائ دې کلام تعليم ويرکاوه.

۱۲خو کله چې ګاليون دې سويلي يونان دې اخيې دې ولايت والي مقرار شه، بيا يهوديون سره رو ټول شول او پولوس يې ونيوه او محکمې ته يې روسته ۱۳او ويې ويل، ”دا ساړائي خالک په داسې رانګ دې خدائ عبادت ته اڅاوي چې دې قانون خلاف دي.“ ۱۴څرنګې چې پولوس خبرې شيري کړلې، بيا ګاليون يهوديون ته وويل، ”اې يهوديونې، که چيرې په دا خبره کې کيمه ساخته غلاطي او يا کيم جرم وائي چې يغ کړائي وي، بيا مو و دې توسې دعویٰ ارويدلې وائي. ۱۵خو څرنګې چې دا دې توسې دې باحثينې موضوع، اصطلاګونې او دې توسې دې خپل شريعت خبره دو، نو توس يې خپله بايد حال کئ. زه نه غوړمه چې دې دغې شايونې په حق کې پئصاله وکمه.“ ۱۶بيا اغا يې دې محکمې نه وياستل. ۱۷خالکې سوستينيس چې دې عبادتخانې مشر و، رو ونيوه او دې محکمې په مخکې يې وويه. خو ګاليون يې هيڅ پيروه ونه کړله.

 

پولوس دې قرنتوس نه دې شام انطاکيې ته سفر کو

۱۸پولوس دې څه وخت دې پوره دې ايماندورونې سره په قرنتوس کې پوتې شه او بيا يې دې يغې سره په مخ شه وکړل او په کشتئ کې دې پريسکيلا او اکيلا سره شام ته لوړ شه. دې کينخريې په شار کې يغ خپل سار وخريه، دې ځکه چې صدقه يې مانليې وه. ۱۹کله چې اغا افسيس ته وراسيدل، بيا پولوس پريسکيلا او اکيلا وولته پريشول. بيا ګوشائي عبادتخانې ته لوړ شه او وولته يې دې يهوديونې سره باحث وکه. ۲۰يغې ځنې وغوشتل چې دې ډير وخت دې پوره پوتې شي، خو يغ ونه مانله. ۲۱بيا دې يغې سره يې خدائ په اموني وکړله او ويې ويل، ”که دې خدائ راضو وه، نو په څټ و روشمه.“بيا اغا دې افسيس نه په کشتئ کې راون شه. ۲۲کله چې اغا په قيصريه کې دې کشتئ نه رو کيز شه بيا يروشلم ته لوړ شه او دې کليسې دې خالکې سره دې سالوم او احوال وخاستلې نه دې ورستې انطاکيې ته لوړ شه. ۲۳په انطاکيه کې دې څه وخت تيراولې نه ورستې پولوس بيا په سفر راون شه او دې غلاتيې او فريجيې په ټوله سيمه کې يې دې يوه ځوئي نه بل ځوئي ته سفر که او دې ټولې ايماندورونې زړينه يې مظبيطول.

 

اپولوس په افسيس او قرنتوس کې

۲۴په دا وخت کې يو يهودي چې اپولوس نوميده او په اصل کې دې سکندريې نه و، افسيس ته روغائي. اغا يو شه وينکائي و او دې خدائ په کلام ډير شه پئيده. ۲۵يغ ته دې تيشتن دې ليارې تعليم ويرکړل شوائي و او په زيوت شور او شاوق سره يې خبرې کړلې او په سامه طريقه يې دې عيسیٰ په حق کې تعليم ويرکاوه، که څه هه اغا ګوشائي دې يحيیٰ دې بپتسمې نه خبر و. ۲۶اغي په عبادتخانه کې په زيړاور تيا سره خبرې شيري کړې. کله چې پريسکيلا او اکيلا دې يغ خبرې وورويدلې، بيا اغا يې ګوشائي که او په سامه توګه يې ورته دې خدائ ليار بيان کړله. ۲۷اپولوس سويلي يونان ته دې تاګ په حق کې فکر که، بيا دې افسيس ايماندورونې اغا واڅوو چې لوړ شي. يغې دې اخيې ايماندورون ته خط ولوژه چې يغ ته شه ار کلائي ويائي. کله چې اغا وولته وراسيده، بيا دې يغې خالکې سره يې ډيره مراسته وکړله چې دې خدائ په فاضل سره يې ايمون رو وړائي و. ۲۸يغ دې يهوديونې سره ساخت باحث وکه او دې خالکې په مخ کې يې دې خدائ دې کلام نه دا ثابته کړله چې عيسیٰ اغا وعده شوائي مسيح دائي.

Sorry, no results.
Please try another keyword