يولاسام ساباق
پطروس دې يروشلم کليسا خبراوي
۱په ټوله يهوديه کې رسولون او ايماندورون خبر شول چې غير يهوديونې هه دې خدائ پيغام مانلائي دائي. ۲کله چې پطروس په څټ يروشلم ته روغائي، بيا يوې ډالې چې دې غير يهوديونې ايماندورونې دې سوناته ولې غوشتينکي وي په اغا بندې اعتراض وکه ۳او ويل يې، ”ته ويلې دې ناسونات شويې خالکې کير ته لوړلې او دې يغې سره دې ماړئي هه وخواړله؟“ ۴بيا څه چې پيش شوي وي، پطروس ټکي په ټکي اغا ته بيان کړل. ۵يغ وويل، ”زه دې يافا په شار کې ومه او داعو مې کړله چې بې وشه شومه او رويا مې وليدله چې دې يو ستر دسترخوان په رانګ يو شائي چې دې څالورې طرفې نه رو ځوړند و، او دې اسمون نه دې منځکې خو ته رو کيزيده او دې مو پره رو وراسيده. ۶کله چې مو ورته په غور سره وکاتل، بيا په اغا کې حيوانون او وحشي ځناور، چمجي او مرغون وي. ۷بيا مې يو ژاغ ورويده چې ويل يې: ’اې پطروسه! چګيژه، اغا الول که او ويې خوره.‘ ۸خو مو ورته وويل: ’تيشتنه! ايڅ کله نه، مو ايڅ کله هه څه حاروم يا ناپوک شائي خولې ته نه دي وړائي.‘ ۹دې اسمون نه يورې بيا ژاغ روغائي چې ويل يې: ’کيم شايون چې خدائ الول ګرځاولي دي، ته يې بايد حاروم نه وګاڼي.‘ ۱۰درې ووره داسې وشول او بيا اغا ټول شايون په څټ اسمون ته يوړل شول. ۱۱په اغا وخت کې درې کاسون چې دې قيصريې نه رولوژل شوي وي، اغا کير ته رو وراسيدل چې ميژ په کې پنډيدلي. ۱۲روح القدس روته وويل چې دې دغې په حق کې انديشنه مه که چې اغا غير يهوديون دي. بيا دا شپيژ ايماندورون هه دې مو سره لوړل او ميژ ټول دې کورنيليوس کير ته وير نناواتلې. ۱۳يغ ميژ ته وويل چې څرنګې يې په خپل کير کې فرشته وليدله چې ويلوړه وه او اغا ته يې وويل: ’يو څوک يافا ته ولاژه او شمعون چې پطروس ورته ويلل کيژي، رو واله. ۱۴اغا و توته يو پيغام وور واوي چې دې يغ په وسيله و ته او دې تو ټوله کورانۍ خلوصين مينده کو.‘ ۱۵کله چې مو خبرې شيري کړلې، بيا په اغا بندې روح القدس نازل شه لکه څرنګې چې اوال وور په ميژ بندې نازل شوائي و. ۱۶بيا اغا ته وير په يود شول څه چې تيشتن عيسیٰ ويلي وي: ’يحيیٰ و په يبه بندې بپتسمه ويرکاوله، خو توس ته و په روح القدس بپتسمه ديرکړل کيژي.‘ ۱۷که خدائ يغې ته اغا نعمت وير کړائي دائي چې ميژ ته يې په اغا وخت کې روکه چې په تيشتن عيسیٰ مسيح بندې مو ايمون رواړ، بيا زه څوک ومه چې خدائ مې دې دغ کور نه مانې کړائي وائي؟“ ۱۸کله چې يغې دا خبرې وور ويدلې، بيا غلي پوتې شول. يغې دې خدائ په ثنا او صفات کړلې شيري وکړله او ويل يې، ”بيا خدائ حتي غير يهوديونې ته هه دا موقع وير کړيې دو چې توبه وکوژي او تل پوتي ژواندين ولري.“
دې سوريې په انطاکيه کې کليسا
۱۹دې يغې ځوراونې دې اماله چې دې استيفان په مارګ نه دې ورستې شيري شوله، ځنې ايماندورون خوره ووره شول او دې فنيقيې، قبرس او انطاکيې پورې لوړل. يغې خپل پيغام خالي يهوديونې ته راسووه. ۲۰خو دې قبرس او قيروان ځنې ايماندورون چې انطاکيې ته لوړل، دې يونانيونې سره يې هه خبرې وکړې او اغا ته يې دې تيشتن عيسیٰ په حق کې زرائي وراسوه. ۲۱دې تيشتن قدرات دې يغې سره و او زيوت شمير خالکې ايمون رواړ او دې تيشتن عيسیٰ پيرون شول.
۲۲دا خبره دې يروشلم کليسا ته وراسيدله او يغې برناباس انطاکيې ته ولوژه. ۲۳کله چې اغا رو وراسيده او ويې ليدل چې خدائ څرنګې خالکې ته براکات ويرکه، بيا ډير خواشول شول او اغا يې واڅاول چې ټول دا دې زړه نه تيشتن ته وفادور پوتې شي، ۲۴ځکه چې برناباس يو نيک ساړائي او دې روح القدس نه ډاک او دې ټينګ ايمون خاوند و. په دا ځوئي کې ډيرې خالکې په تيشتن بندې ايمون رواړ. ۲۵بيا برناباس دې ترسوس شار ته لوړ شه چې ساؤل وکسي. ۲۶چې کله يې ساؤل مينده که، بيا اغا يې انطاکيې ته رووسته او برناباس او ساؤل پيره يو کول وولته دې ايماندورونې سره يو ځوئي کيدل او ډير خالک ته يې تعليم ويرکاوه. او هه دولته په انطاکيه کې وي چې دې اوال وور دې پوره ايماندورون دې مسيحيونې په نوم يود شول.
۲۷په داغا وخت کې ځنې پيغمبرون دې يروشلم نه انطاکيې ته روغلل. ۲۸په اغا کې يو کاس چې اګابوس نوميده، ودريده او دې روح القدس په وسيله يې پيشګوئي وکړله چې په ټوله دنيو کې و ساخته قحطي روشي. دا قحطي دې کلوديوس بادشا په زمونه کې روغله. ۲۹دې انطاکيې ايماندورونې پريکړه وکړله چې ار يو و دې خپل توون سره سام اغا ايماندورون ته چې په يهوديه کې پنډيژي، مراسته ويرولاژي. ۳۰يغې داسې وکړل او خپلې مراستې يې دې برناباس او ساؤل په لوس دې يروشلم دې کليسې مشرون ته ولاژلې.