اووتام ساباق

 

۱ساؤل دې يغې کاسونې نه و چې دې استيفان په مارګ بندې روضي و.

 

ساؤل ايماندورون ځوراوي

په اغا وريځ په يروشلم کې دې ايماندورونې ساخته ځوراونه شيري شوله او دې رسولونې نه وره ټول ايماندورون دې يهوديې او سامريې خو او شو سيمې ته خوره ووره شول. ۲ځنې پاريز ګورائي خالک روغائي او استيفان يې شاخ که او په اغا بندې يې ډير وير وکه.

۳خو ساؤل کوشش که چې کليسا ړانګه کو. اغا کير په کير ګرځيده او شځې او نرون و يې دې کيره روياستل او په زندان کې و يې اچاول.

 

په سامريه کې زرائي رسول

۴خو اغا ايماندورون چې اره خو ته خوره ووره شوي وي، ار چيرته چې تلل دې عيسیٰ په حق کې يې پيغام اروو وه. ۵فيليپوس دې سامريې يو شار ته لوړ شه او خالک ته يې دې مسيح په حق کې تبليغ وکه. ۶کله چې ګاڼ شمير خالکې دې فيليپوس خبرې وورويدلې او اغا معجزې چې يغ وشولې وليدلې، بيا ټولې دې يغ خبرې ته په غور سره غوژ ونيوه. ۷دې ډيرې خالکې نه چې پيريونې نيولي وي، پيريون په چيغې چيغې روواتل او ډير شيال او ګوډ خالک روغيدل. ۸بيا په اغا شار کې ستره خواشولي وه.

۹خو په اغا شار کې دې شمعون په نوم يو ساړائي پنډيده چې دې يوه څه وخت نه يې دې سامريې خالک دې خپلې جادو په زور حيرون کړي وي او دعوه يې کړله چې اغا يو ستر ساړائي دائي. ۱۰دې ټولې طبقې خالکې يعني سترې او واړيکي دې يغ خبرې ته په غور غوژ نيوو او ويل يې، ”دا ساړائي دې خدائ اغا قدرات دائي چې ورته ستر قدرات يائي.“ ۱۱يغې ځکه دې يغ خبرې ته په غور غوژ نيوه چې دې ډيره وخته پورې يې دئ دې خپلې جادو په زور حيرون کړي وي. ۱۲خو کله چې يغې دې فيليپوس په اغا زري بندې ايمون رواړ چې دې خدائ دې بدشايئ او دې عيسیٰ مسيح په حق يې وور واوه، بيا نر او شځې دوې سارې بپتسمه وخاستله. ۱۳تر دغې پوره چې په خپله شمعون هه ايمون رواړ، بپتسمه يې وخاستله او په اغا نه دې ورستې اغا ار وه وخت دې فيليپوس سره وه. کله چې يغ دې فيليپوس ستر او حيروناوينکي کورينه او معجزې چې يغ وشوليې وې وليدلې، بيا حيرون پوتې شه.

۱۴کله چې په يروشلم کې رسولون خبر شول چې سامريونې دې خدائ پيغام مانلائي دائي، بيا يغې پطروس او يوحنا وير ولاژل. ۱۵کله چې دئ اغا ځوئي ته وراسيدل، بيا دې يغې نويې ايماندورونې دې پوره يې داعو وکړله چې روح القدس په دئ نازل شي. ۱۶ځکه چې دئ ګوشيې دې تيشتن عيسیٰ په نوم بپتسمه وخستيې وه او دې دغ وخت پره ليا دې يغې نه په ايچا بندې روح القدس نازل شوائي نه و. ۱۷بيا پطروس او يوحنا په اغا بندې لوسينه کشيشول او يغې روح القدس تر لوسه که. ۱۸کله چې شمعون وليدل چې دې رسولونې دې لوس په کشيشولې روح القدس وير کړائي کيژي، بيا يغ پطروس او يوحنا ته پائسې وير مخته کړلې ۱۹او ويې ويل، ”دا اختيار مو ته هه روکه چې زه په چا بندې لوس کشيژ دمه او روح القدس په نازل شي.“ ۲۰خو پطروس ځاوب ويرکه، ”دې تو پائسې دا دې تو سره يو ځوئي تباه شي، ځکه تو فکر که چې دې خدائ نعمت په پائسې وخاستل کيژي. ۲۱په دا کور کې دې تو نصيب او برخه نشته، ځکه چې دې تو زړه دې خدائ په نظير کې سام نه دائي. ۲۲بيا دې خپلې بدې کورينې نه توبه وکوژه او تيشتن ته داعو وکه، کيدائي شي چې اغا تو دې دغې بدې خيالې په خاطر چې په زړه کې يې لرې، وباخشي. ۲۳زه وينمه چې دې تو زړه ساخت دې کينې نه ډاک دائي او دې ګناه غلام يې.“ ۲۴شمعون پطروس او يوحنا ته په ځاوب کې وويل، ”دې مو په خاطر تيشتن ته داعو وکئ چې څه چې توسې وويل اغا په مو بندې رو نشي.“

۲۵کله چې پطروس او يوحنا دې تيشتن عيسیٰ په حق کې شائدي ويرکړله او دې يغ پيغام يې اعلان که، بيا په څټ يروشلم ته لوړل او په ليار کې يې دې سامريې ډير کلي ته زرائي وراساوه.

 

فيليپوس او ايتوپيايي خاصي مامور

۲۶بيا دې تيشتن فرشتې فيليپوس ته وويل، ”چګ شه او دې جنوب خو ته په اغا ليار لوړ شه چې دې يروشلم نه غزې ته تلليې دو.“(دا دې بيابون يوه ليار دو.) ۲۷فيليپوس چګ شه او راون شه. يغ په ليار کې دې يوه ايتوپيايي سره چې خاصي شوائي وه او دې ايتوپيا دې کندکې دې ملکې دې دربار دې ټولې خزونې ستر مامور و، مخومخ شه. اغا مامور يروشلم ته دې عبادت دې پوره روغلائي و ۲۸او ويس په څټ خپل کير ته راون و. اغا په خپله ريړئ کې نوست و او دې اشعيا پيغمبر کيتوب يې وييه. ۲۹روح القدس فيليپوس ته وويل، ”لوړ شه او اغا ريړئ ته وير نژدې شه.“ ۳۰بيا فيليپوس دې يغ خو ته وير منډه کړل او يغ وورويدل چې اغا ساړائي دې اشعيا پيغمبر کيتوب يائي. بيا پشتنه يې ځنې وکړله، ”ته چې څه يائې په اغا بندې پئيژې؟“ ۳۱يغ ځاوب ويرکه، ”ترڅو پره يې چې څوک روته تشريح نه کو زه په څرنګې پئيدلائي شمه؟“بيا يغ دې فيليپوس نه وغوشتل چې ريړئ ته وير لاک شي او دې يغ سره کشيني. ۳۲يغ چې دې خدائ دې کلام کيمه برخه ويله اغا دا وه:

”اغا ساړائي دې يغ وري په رانګ و چې الولاول ته واړل کيژي او دې يغ وري په رانګ و چې دې کالاوينکي په مخ کې غلائي وي بيا داسې يغ دې خولې نه يوه خبره هه نه ياستله. ۳۳اغا سپک کړائي شه او انصاف ورسره نه وه شه. څوک کړلائي شي چې دې يغ دې الودې په حق کې خبرې وکو، ځکه چې دې يغ ژوند دې منځکې په مخ اخير ته وراسيده.“

۳۴يغ مامور فيليپوس ته وويل، ”زه درته سول کمه، مو ته ويايه چې پيغمبر دولته دې چا په حق کي خبرې کو؟ دې خپل ځون په حق کې ليا دې بل چا په حق کې؟“ ۳۵بيا فيليپوس دې خدائ دې کلام دې يغې برخې نه شيري وکړله او يغ ته يې دې عيسیٰ په حق کې زرائي وور ووه. ۳۶څرنګې چې دئ په ليار راون وي، بيا يوه داسې ځوئي ته وراسيدل چې وولته يبه وې او يغ مامور وويل، ”کسه چې دولته يبه شته، بيا څه شائي دې مو دې بپتسمې وخاستلې مخه نيولائي شي؟“ ۳۷[فيليپوس وويل، ”که چيرې ته دې زړه نه ايمون رورې، بيا کړائي شې.“يغ ځاوب ويرکه، ”زه ايمون لارمه چې عيسیٰ مسيح دې خدائ زيائي دائي.“] ۳۸بيا يغې مامور امر وکه چې ګاډائي وداروي. فيليپوس او اغا دواسره يبه ته ويرکيز شول او فيليپوس يغ ته بپتسمه ويرکړله. ۳۹کله چې دئ دواسره دې يبې نه رو وواتل، بيا دې تيشتن روح فيليپوس بوته او اغا مامور نور فيليپوس ونه ليده او په خواشولي سره په خپله ليار راون شه. ۴۰خو فيليپوس پوئي شه چې زه دې اشدود په شار کې يمه. اغا په ټول شارينه کې ګرځيده او زرائي يې ويرکاوه، ترڅو قيصريې ته وراسيده.

Sorry, no results.
Please try another keyword