اوال ساباق
۱اې تيوفيلوسه! مو په خپل اوال کيتوب کې دې يغې کورينې په حق کې وليکل چې عيسیٰ سار ته وراساول او تعليم يې ويرکه، يعني دې يغې وريځې نه چې کور يې شيري که، ۲تر يغې وريځې پره چې اغا اسمون ته پورته کړائي شه. مخکې په دا نه چې دا کور وشي اغا خپل رسولون ته چې يغ غوره کړي وي دې روح القدس په وسيله ليار وشونې وکړلې. ۳عيسیٰ دې خپل مارګ نه دې ورستې خپل ځون رسولون ته وشيو او ډير ثبوتينه يې مخ ته کړل چې اغا ژواندائي دائي او تر څالويشتې وريځې پره څو څو ووره اغا دئ ته شکاره شه او دې دئ سره يې دې خدائ دې بادشايئ په حق کې خبرې وکړلې. ۴اغا وخت چې عيسیٰ ليا دې دئ سره و، دئ ته يې حکم وکه، ”دې يروشلم نه لوړ نه شئ، بلکې دې يغې وعدې پيره کيدې انتظار وکئ چې دې مو پلور کړيې دو او دې يغې په حق کې مې توس ته ويلي وي. ۵يحيیٰ و په يبه بندې بپتسمه ويرکاوله، خو څو وريځې دې ورستې و توس ته په روح القدس بپتسمه دير کړل شي.“
اسمون ته دې عيسیٰ مسيح خاتل
۶بيا کله چې رسولون سره رو ټول شول، دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړله، ”تيشتنه، ايا دا يې وخت دائي چې ته و بيا اسرائيلې ته بدشائي ويرکاوي؟“ ۷عيسیٰ اغا ته وويل، ”توس ته په کور نه دو چې اغا واختينه او نيټې وپيژانئ چې دې مو پلور په خپل اختيار سره ټاکلي دي. ۸خو دې روح القدس په نازل کيدلې و توس قدرات پئيدو کئ او په يروشلم، ټوله يهوديه، سامريه او دې دنيو دې بل سار پره و دې مو شائدون وئ.“ ۹ورستې په اغا نه چې عيسیٰ دا وويل، په داسې حال کې چې يغې ورته کاتل اغا اسمون ته پورته يواړ شه او وريځې اغا دې يغې دې نظير نه ورک که. ۱۰کله چې عيسیٰ پورته راون و او يغې ليا اسمون ته ځير ځير کاتل، بيا بيځيه دوه ساړي چې سپينې جومې يې وغستيې وې دې يغې په خو کې ودريدل ۱۱او ويې ويل، ”اې جليليونې، توس ويلې دولته ويلوړ يئ او اسمون ته کسئ؟ داغا عيسیٰ چې دې توسې نه پورته اسمون ته بوتلل شه، لکه څرنګې چې لوړ شه او توسې وليده، بيا داسې و په څټ روشي.“
دې يهودا په ځوئي دې ماتياس ټاکل
۱۲بيا رسولون دې زيتون دې غره نه چې دې يروشلم نه يو کيلوميټره لرې دائي، په څټ يروشلم ته ځنې روغلل. ۱۳کله چې اغا شار ته وراسيدل، بيا اغا بالاخونې ته پورته شول چې اغا په کې دې يو څه وخت دې پوره پنډيدل. کيم رسولون چې وولته تللي وي اغا پطروس، يوحنا، يعقوب، اندرياس، فيليپوس، توما، بارتولما، متي، دې حلفي زيائي يعقوب، شمعون سرتيرائي او دې يعقوب زيائي يهودا وي. ۱۴اغا ټول په يو ځوئي سره روغونډيدل او ار وخت و يې په ګاډه داعو کړله چې په اغا کې دې عيسیٰ مور مريم، څو نورې شځې او دې عيسیٰ وريڼه هه وي.
۱۵په اغا وريځې کې پطروس په يوه غونډه کې چې دې عيسیٰ شاګردون په کې روټول شوي وي او شمير يې شو او خو يو سل شل کاسون وي، ودريده او ويې ويل: ۱۶”اې خوانديې او وريڼې! دې خدائ دې کلام اغا پيشګوئي بايد رشتيا شي چې روح القدس دې داود په خوله دې يهودا په حق کې چې دې عيسیٰ دې نيوينکيې ليار وشوينکائي و، کړيې وه. ۱۷اغا دې ميژ دې ډالې نه و او دې ميژ سره په خيذمات کې شريک و. ۱۸کيمې پائسې چې يهودا دې يغ بد کور په بادال کې ځنې لوس ته کړيې وې، په اغا بندې يې يوه ټوکړه منځکه وخاستله او په اغا کې پړمخې رو ولويده. ګډه يې پرې شوله او کولمې يې دې ورچانې رو وواتلې. ۱۹دې يروشلم ټول خالک دې دغې نه خبر شول او يغې دا منځکه په خپله ژبه دې حقلدما په نوم يوده کړله چې معنی يې دو دې وينې منځکه. ۲۰بيا ځکه دې زبور په کيتوب کې ليکل شوي دي:
’ړانګ او ويجاړ دا شي کير دې يغ
ايڅوک دا نه وي وولته چې په کې پنډ شي‘
او داغا رانګ ليکل شوي دي:
’بل څوک دا ونسي ځوئي دې يغ‘
۲۱بيا ويس بايد يو داس ساړائي وټاکل شي چې يغ په ټول وخت کې چې تيشتن عيسیٰ دې ميژ سره تاګ او رو تاګ لوره، دې ميژ سره ملګرائي و، ۲۲يعني دې يغ وخت نه چې يحيیٰ بپتسمه ويرکاوله تر يغه وخته پورې چې عيسیٰ دې ميژ نه پورته بوتلل شه. بيا دې دغې کاسونې نه بايد يو دې عيسیٰ دې بيا روژواندي کيدلې دې شائدئي دې پوره دې ميژ سره وي.“
۲۳بيا يغې دې دوې کاسونې ټينګورائي وکه: يوسف چې دې برسابا په نوم يوديده او په دا رانګ دې يوستوس په نوم هه مشهور و او بل يې ماتياس و. ۲۴بيا يغې داعو وکړله، ”اې تيشتنه، ته دې ټولې انسانونې دې زړينې نه خبر يې، بيا ميژ ته وشايه چې په دا دوه کاسون کې تو کيم يو غوره کړائي دائي ۲۵چې دې رسول په رانګ دې يهودا په ځوئي خيذمات وکو، ځکه چې اغا خپل رسالت پرياش او اغا ځوئي ته لوړ شه چې دې يغې لائق و.“ ۲۶بيا يغې په خلائي وکړل او خلائي دې ماتياس په نوم وشه او اغا په اغا نور يولاس رسولون کې شامل شه.