يوويشتام ساباق
عيسیٰ اووه شاګردون ته ځون جاواتوي
۱څه وخت دې ورستې عيسیٰ يور بيا دې جليل دې داريوب په غوړه شاګردونې ته خپل ځون جاوات که. يغ خپل ځون په دا رانګ جاوات که: ۲شمعون پطروس او توما چې دې غبرګيني په نوم يوديده، نتناييل چې دې جليل دې قانا نه و، دې زبدي دوه زامن او دوه نور شاګردون هه وولته وي. ۳شمعون پطروس يغې ته وويل، ”زه څمه چې کابون ونسمه.“يغې وويل، ”ميژ هه در سره څې.“اغا راون شول او په کشتئ کې سوره شول، خو په اغا شپه يې ايڅ ونه نيول.
۴کله چې ګائيز شه بيا عيسیٰ دې داريوب په غوړه ويلوړ و، خو شاګردونې اغا ونه پيژونده چې اغا عيسیٰ دائي. ۵عيسیٰ اغا ته وير سيرې کړلې، ”اې ملګريې، څه مم نيولي دي؟“يغې ځاوب ويرکه، ”نه.“ ۶عيسیٰ يغې ته وويل، ”خپل جال مم دې کشتئ شي طرف ته وير وچائي بيا يو څه کابون و ونسئ.“بيا يغې جال وير ووچو او دامره ډير کابون يې ونيول چې دئ نه شول کړلائي چې جال په څټ کشتئ ته روچګ کو. ۷بيا اغا شاګرد چې په عيسیٰ بندې ډير ګرون وه پطروس ته وويل، ”اغا ساړائي چې دې داريوب په غوړه ويلوړ دائي، اغا دې ميژ ايستوذ دائي!“کله چې شمعون پطروس دا خبره وور ويدله چې اغا عيسیٰ دائي بيا خپل لانګ يې وتوړه ځکه چې يغ خپل لانګ ياستلئ و او يبه ته يې وير ټوپ کړل. ۸نور شاګردون په کشتئ کې دې داريوب غوړه ته روغلل او دې کابونې ډاک جال يې رو کاش که، ځکه چې اغا دې وچې نه صرف سل ميټره لرې وي. ۹کله چې اغا وچه ته رو وواتل بيا وولته يې دې سکوره يور وليده چې کاب په اغا پروت و او لژ ماړئي هه وه. ۱۰عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې خپلې کابونې نه چې دا ويس مم ونيول لژ څه رورئي.“ ۱۱شمعون پطروس په څټ کشتئ ته وخوته او جال يې وچه ته رو يوسته چې په کې يو سل درې پنځوس غوټ کابون وي، خو دا دامره زيوت کابونې سره بيا هه جال نه شه بژا. ۱۲عيسیٰ يغې ته وويل، ”روشئ دې ګائيز ماړئي وخورئي.“په شاګردونې کې ايچا هه دا جرات ونه که چې دې يغ نه پشتنه وکو، ”ته څوک يې؟“ځکه چې اغا پئيدل چې دا دې يغې ايستوذ دائي. ۱۳بيا عيسیٰ رومخته شه، ماړئي يې رو وخاستله او اغا ته يې ويرکړله او کابون يې هه ويرکړل.
۱۴دا درام وور و چې عيسیٰ دې مړيې نه دې ژواندي کيدلې نه دې ورستې شاګردون ته شکاره شه.
عيسیٰ او پطروس
۱۵په ماړئي خواړلې نه دې ورستې عيسیٰ دې شمعون پطروس نه پشتنه وکړله، ”اې دې يوحنا زامنه شمعونه، ته دې دغې نورې ټولې نه دې مو سره زيوته مينه کې؟“پطروس ځاوب ويرکه، ”اې، ايستوذه، ته پئيژې چې په مو بندې ګرون يې.“عيسیٰ وويل، ”دې مو په وريون بندې پام که.“ ۱۶عيسیٰ په دوام وور دې يغ نه پشتنه وکړله، ”اې دې يوحنا زامنه شمعونه، ايا دې مو سره مينه کې؟“پطروس ځاوب ويرکه، ”اې، ايستوذه، ته پئيژې چې په مو بندې ګرون يې.“عيسیٰ يغ ته وويل، ”دې مو په پسون بندې پام که.“ ۱۷په درام وور عيسیٰ دې يغ نه پشتنه وکړله، ”اې دې يوحنا زامنه شمعونه، ايا زه دربندې ګرون يمه؟“پطروس غمجن شه ځکه چې يغ ځنې په درام وور دا پشتنه وکړله، ”ايا زه په تو بندې ګرون يمه؟“بيا پطروس يغ ته وويل، ”ايستوذه، ته دې ار څه نه خبر يې، ته پئيژې چې په مو بندې ګرون يې.“عيسیٰ يغ ته وويل، ”دې مو په پسون بندې پام که. ۱۸په يقين سره زه تو ته دا يايمه کله چې ته ځوون وې بيا خپله ملا و دې خپله تاړله او ار چيرته دې چې غوشتل بيا وولته و تلې، خو کله چې زوړ شې بيا لوسينه و دې بل چا ته غزاولي وي چې ملا دې وتاړي او اغا ځوئي ته و دې بوځي چې ته ورته تاګ نه غوړې.“ ۱۹عيسیٰ دا خبره دې دغې دې پوره وکړله چې دا شکاره کو چې پطروس و په څه رانګ مړ کيژي او خدائ ته و جلال ويرکاوي. بيا عيسیٰ يغ ته وويل، ”مو پسې روڅه.“
عيسیٰ او دې يغ ګرون شاګرد
۲۰پطروس مخ رو ووړوه او ويې ليدل چې اغا شاګرد ورپسې دې څټه روراون دائي چې په عيسیٰ بندې ډير ګرون و، يعني اغا شاګرد چې دې لماشوم ماړئي په وخت کې دې عيسیٰ په څانګ کې نوست و او پشتنه يې ځنې وکړله، ”ايستوذه، اغا څوک دائي چې تو و خپل ديشمن ته تسليمه وي؟“ ۲۱کله چې پطروس اغا شاګرد وليده بيا دې عيسیٰ نه يې پشتنه وکړله، ”په اغا بندې و څه شي؟“ ۲۲عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”که زه وغوړمه چې اغا دا دې مو دې روتاګ پورې ژواندائي پوتې شي بيا په دا کې دې تو څه کور دائي؟ ته په مو پسې رو څه.“ ۲۳بيا دې عيسیٰ دې ليارتلينکي په ميانځ کې دا خبره ړانګه شوله چې اغا شاګرد و نه مړ کيژي، خو عيسیٰ داسې نه وويل چې اغا و نه مړ کيژي، يغ خالي دا ويلي وي، ”که زه وغوړمه چې اغا دا دې مو دې رو تاګ پوره ژواندائي پوتې شي بيا په دا کې دې تو څه کور دائي؟“ ۲۴دا اغا شاګرد دائي چې دا شايون يې ليکلي دي او دې يغې په حق کې شائدي ويرکاوي او ميژ پئيژي چې دې يغ شائدي رشتيا دو.
اخير
۲۵عيسیٰ ډير نور کورينه هه کړي دي. که اغا ټول په کيتوبينه کې ليکل شوي وائي بيا زه ګمون کمه چې په ټوله دنيو کې و دې دغې کيتوبينې دې پوره چې ليکل شوي وائي، ايڅ ځوئي نه وائي.