شلام ساباق

 

دې عيسیٰ بيا روژواندي کيدل

(متي ۲۸‏:‌۱‌‏-‌۸ او مرقوس ۱۶‏:‌۱‌‏-‌۸ او لوقا ۲۴‏:‌۱‌‏-‌۱۲)

۱دې دوايم په وريځ ستر ګائيز چې ليا تياره وه مريم مجدليه قبر ته روغله او ويې ليدل چې دې قبر دې خولې نه تيژه لرې شويې دو. ۲بيا اغا په منډه منډه شمعون پطروس او دې يغ شاګرد ته چې په عيسیٰ بندې ډير ګرون و ويراغلله او اغا ته يې وويل، ”يغې دې ميژ دې عيسیٰ مړائي دې قبر نه وړائي دائي او ميژ نه پئيژي چې په کيم ځوئي کې يې اچاولائي دائي.“ ۳بيا پطروس او اغا بل شاګرد ووتل او دې قبر خو ته لوړل. ۴يغې دوې سارې منډې وواللې، خو اغا بل شاګرد دې پطروس نه دې مخه شه او په اغا نه مخ ته قبر ته وراسيده. ۵اغا قبر ته وير ټيټ شه او دې ننه يې وکاتل او کفن يې وليده چې وولته پروت وه، خو قبر ته وير دې ننه نه شه. ۶بيا شمعون پطروس رو وراسيده او قبر ته وير نناوته. يغ هه کفن وليده چې وولته پروت و، ۷او اغا ريمول چې دې عيسیٰ دې سار نه رو بادال و، اغا دې کفن سره نه و، بلکې اغا په خپله ولاټول شوائي و او په بل ځوئي کې پروت و. ۸بيا اغا بل شاګرد چې اوال قبر ته راسيدلائي و هه قبر ته وير نناوته او چې کله اغي وليدل، نو بيا يې يقين وکه. ۹ځکه چې دئ تر دې وخته پرې دې خدائ په کلام بندې پوئي شوي نه وي چې ويلي يې وي چې عيسیٰ بايد دې مړې نه بيا روژواندائي شي. ۱۰بيا اغا دوه سره شاګردون په څټ کير ته لوړل.

 

عيسیٰ مريم مجدليې ته جاواتيژي

(متي ۲۸‏:‌۹، ۱۰ او مرقوس ۱۶‏:‌۹‌‏-‌۱۱)

۱۱خو مريم دې قبر نه دې ورچانې ويلوړه وه او ژاړل يې. يغې ليا ژاړل چې ټيټه شوله او دې ننه قبر ته يې وير وکاتل ۱۲او دوې فرشتې يې په سپينې جومې کې وليدلې چې په اغا ځوئي کې چې دې عيسیٰ مړائي پروت و يوه يې سار ته او بله يې پشې ته نوسته وه. ۱۳يغې دې اغي نه پشتنه وکړله، ”اې شځې، ته ويلې ژوړې؟“يغې ورته وويل، ”ځکه چې يغې دې مو دې ايستوذ مړائي وړائي دائي او زه نه پئيژمه چې چيرته يې اچاولائي دائي.“ ۱۴کله چې يغې دا خبره وکړله بيا مخ يې رو ووړه وه او عيسیٰ يې وليده چې وولته ويلوړ دائي، خو يغې ونه پيژونده چې دا عيسیٰ دائي. ۱۵عيسیٰ يغې ته وويل، ”اې خورې، ته ويلې ژوړې؟ څوک غوړې؟“يغې دا ګمون وکه چې کوندې اغا باغبون دائي بيا ورته ويې ويل، ”شوغليه، که چيرې تو دې يغ مړائي وړائي وي بيا موته ويايه چې اغا دې په کيم ځوئي کې اچاولائي دائي چې زه لوړه شمه او اغا رو پئيدو کمه.“ ۱۶عيسیٰ يغې ته وويل، ”مريمې!“مريم يغ ته مخ رو ووړو او په آرامي ژبه کې يې ورته وويل، ”ربوني!“چې معني يې دو ”ايستوذه!“ ۱۷عيسیٰ يغې ته وويل، ”مو ته لوس مه روره، ځکه چې زه ليا تر ويسه پره پلور ته نه يمه تللائي. خو دې مو وريڼه يعني دې مو شاګردون ته وير شه او اغا ته ويايه چې زه ويس خپل پلور ته چې دې توسې پلور هه دائي او خپل خدائ ته چې دې توسې خدائ هه دائي پورته وير څمه.“ ۱۸بيا مريم مجدليه لوړله او شاګردون ته يې وويل چې مو عيسیٰ ليدلائي دائي. بيا اغا ته يې دې يغ پيغام وراسووه.

 

عيسیٰ خپل شاګردون ته ځون جاواتوي

(متي ۲۸‏:‌۱۶‌‏-‌۲۰ او مرقوس ۱۶‏:‌۱۴‌‏-‌۱۸ او لوقا ۲۴‏:‌۳۶‌‏-‌۴۹)

۱۹دې يغې دوايم په وريځ په لماشوم کې چې کله شاګردون دې يهوديونې دې مشرونې دې ډوره دې بندې دروزې څټ ته سره رو ټول شوي وي، عيسیٰ روغائي او دې يغې په ميانځ کې ودريده او ويې ويل، ”سالوم دا وي په توس بندې!“ ۲۰کله چې يغ دا وويل بيا اغا ته يې خپل لوسينه او خپله پشتۍ ويرجاواته کړه. کله چې شاګردونې خپل ايستوذ وليده بيا ډير خواشول شول. ۲۱عيسیٰ يور بيا وويل، ”سالوم دا وي په توس بندې! لکه څرنګې چې پلور زه رولاژلئ يمه بيا هه داسې زه توسې لاژمه.“ ۲۲بيا يې اغا ته وير چوف کړل او ويې ويل، ”دې مو دې طاراپ نه روح القدس قابيل کئ. ۲۳که چيرې توسې دې چا ګونائينه وباخشئ بيا اغا و وباخشل شي. که توس يې ونه باخشئ بيا اغا و ونه باخشل شي.“

 

عيسیٰ او توما

۲۴دې دولاسې شاګردونې نه توما چې بل نوم يې غبرګينئ و، په اغا وخت کې چې عيسیٰ روغائي دې نورې سره وولته موجود نه و. ۲۵بيا نورې شاګردونې يغ ته وويل، ”ميژ ايستوذ ليدلائي دائي.“خو يغ ورته وويل، ”تر څو پره چې زه دې يغ په لوسينه بندې دې ميخينې ناخشې ونه وينمه او خپلې ګوتې په کشې نه ژدمه او خپل لوس دې يغ دې سيرات په پشتۍ کشې نه ژدمه نو ايڅ کله و يقين نه وکمه.“

۲۶يوه افته دې ورستې دې يغ شاګردون يو وور بيا په کير کې سره رو ټول شوي وي او توما هه دې يغې سره و. سره دې دغې چې دروزې باند وې، خو عيسیٰ روغائي او دې يغې په ميانځ کې ودريده او ويې ويل، ”سالوم دا وي په توسې بندې!“ ۲۷بيا يې توما ته وويل، ”خپلې ګوتې دې دولته کشيژده، دې مو لوسينه ته وکسه او خپل لوسينه رومخته که او دې مو په پشتۍ بندې يې کشيژده او نور شک مه که بلکې ايمون ولاره.“ ۲۸توما وويل، ”اې دې مو ايستوذه او دې مو خدايه.“ ۲۹عيسیٰ اغا ته وويل، ”په دا خاطر چې زه دې وليدمه بيا ايمون دې رواړ؟ بختاور دائي اغا خالک چې زه يې نه يمه ليدلئ او ايمون روري.“

 

دې دغ کيتوب مقصد

۳۰عيسیٰ دې خپلې شاګردونې په موجودګئ کې ډيرې نورې معجزې وشولې چې په دا کيتوب کې نه دي ليکل شويې. ۳۱خو دا ناخشې دې دغې دې پوره ليکل شويې دي چې توسې په دا ايمون رورئي چې عيسیٰ اغا مسيح دائي او دې خدائ زيائي دائي او په اغا بندې په ايمون روړلې سره و دې يغ په نوم تل پوتي ژواندين ولرئي.

Sorry, no results.
Please try another keyword