نيناسام ساباق

 

۱ورستې بيا پيلاتوس عسکر ته امر وکه چې عيسیٰ په کوړې بندې وويي. ۲عسکرې دې اغزئي نه تاج جوړ که او دې يغ په سار يې کشياش او بينګڼي چوغه يې ورته وير وغاستله. ۳دئ و وور په وور اغا ته روتلل او ويل و يې، ”ژواندائي دا وي دې يهوديونې بادشا!“او په مخ و يې څپړ ويرکاوله. ۴پيلاتوس يور بيا دې ورچانې رو ووته او يهوديونې ته يې وويل، ”کسئ، زه اغا توسې ته رو لاژمه تر څو توس خبر شئ چې زه په اغا کې کيم جرم نه وينمه.“ ۵بيا عيسیٰ په داسې حال کې چې دې اغزئي تاج يې په سار و او بينګني چوغه يې ووغستليې وه دې ورچانې رو ووته. پيلاتوس دئ ته وويل، ”وکسئ، اغا ساړائي دولته دائي.“ ۶کله چې مشرونې امامونې او دې بيت المقدس سوتينکيې اغا وليده بيا په سيرې يې شيرې وکړله او ويلل يي، ”اغا په صليب بندې لاک که! اغا په صليب بندې لاک که!“پيلاتوس اغا ته وويل، ”اغا بوځئ او په خپله يې په صليب بندې لاک کئ، دې ځکه چې په اغا کې زه کيم جرم نه وينمه.“ ۷خالکې ځاوب ويرکه، ”ميژ قانون لري او دې يغې دې مخه بايد اغا مړ کړل شي، ځکه چې اغا دعویٰ کو چې دې خدائ زيائي دائي.“ ۸کله چې پيلاتوس دا خبره وورويدله بيا نور هه وډور شه، ۹او په څټ موڼئ ته لوړ شه او دې عيسیٰ نه پشتنه وکړله، ”ته دې کيم ځوئي يې؟“خو عيسیٰ ورته ځاوب وير نه که. ۱۰پيلاتوس هغه ته وويل، ”ويلې دې مو سره خبرې نه کې؟ ايا ته په دا نه پئيژې چې زه دا واک او اختيار لارمه چې تو ازود کمه او يا دې په صليب بندې لاک کمه؟“ ۱۱عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”که چيرې تو ته خدائ واک او اختيار نه وائي دير کړائي بيا تو و دې مو سره ايڅ نه شوائي کړلائي. بيا چا چې زه تو ته په لوس دير کړمه، بيا په دا کې زيوت ګناه دې يغې دائي.“

۱۲کله چې پيلاتوس دا خبره وورويدله بيا کوشش يې وکه چې اغا ازود کو خو يهوديونې و بيا سيرې واللې او ويل يې، ”که چيرې تو دا ساړائي ازود که بيا ته دې بادشا ملګرائي نه يې. او ارڅوک چې دعویٰ کو چې زه بادشا يمه اغا دې بادشا په خلاف سار زوري کو.“ ۱۳کله چې پيلاتوس دا خبرې وورويدلې بيا عيسیٰ يې دې ورچانې رو ويوسته او بيا پيلاتوس په اغا ځوئي کې دې پئصالې په چاوکئ بندې کشينوست چې دې تيژې دې فرش په نوم يودې ده او په آرامي ژبه کې ورته جباتا يائي. ۱۴دا دې فسحې دې تايوره ولې وريځ وه او شو او خو غورمه وه چې پيلاتوس خالکې ته وويل، ”وکسئ، دا دائي دې توسې بادشا!“ ۱۵يغې بيا سيرې کړلې، ”اغا دا مړ کړل شي! اغا دا مړ کړل شي! په صليب بندې يې لاک که!“پيلاتوس دې يغې نه پشتنه وکړله، ”ايا غوړئي چې دې توسې بادشا په صليب بندې لاک کمه؟“مشرونې امامونې ځاوب ويرکه، ”ميژ دې بادشا نه علاوه بل بادشا نه لري.“

۱۶بيا پيلاتوس عيسیٰ اغا ته وير وسپوره چې په صليب بندې يې لاک کو.

 

په صليب بندې دې عيسیٰ ټاک والل

(متي ۲۷‏:‌۳۲‌‏-‌۴۴ او مرقوس ۱۵‏:‌۲۱‌‏-‌۳۲ او لوقا ۲۳‏:‌۲۶‌‏-‌۴۳)

بيا يغې عيسیٰ لرې بوته. ۱۷عيسیٰ په داسې حال کې چې خپل صليب يې په ايژه و دې شار نه ووته او اغا ځوئي ته چې دې سار دې کاپارئي په نوم يوديده او آرامئ ژبه کې ورته جلجتا يائي، لوړ شه. ۱۸په يغ ځوئي کې يغې عيسیٰ په صليب بندې ټاک وويه او دې يغ سره يې دوه کاسون نور هه چې يو يې يو طرف او بل يې بل طرف ته په صليب بندې لاک کړل او عيسیٰ دې يغې په ميانځ کې و. ۱۹پيلاتوس امر وکه چې په يوه تاخته بندې دا وليکل شي، ”عيسیٰ ناصري دې يهوديونې بادشا“او دې صليب په سار بندې دا ولګاوله شي. ۲۰ډيرې يهوديونې دا ليکل وويل، ځکه په کيم ځوئي کې چې عيسیٰ په صليب بندې لاک کړل شوائي و اغا شار ته نژدې و. دا تاخته په آرامي، لاتينۍ او يونانۍ ژبه کې ليکل شويې وه. ۲۱دې يهوديونې مشرونې امامونې پيلاتوس ته وويل، ”تو ويلې وليکل چې اغا دې يهوديونې بادشا دائي؟ تو بايد ليکلي وائي چې اغا دعویٰ کو چې دې يهوديونې بادشا دائي.“ ۲۲پيلاتوس ځاوب ويرکه، ”ار څه چې مو ليکلي دي، ليکلي مې دي.“

۲۳کله چې عسکرې عيسیٰ په صليب بندې لاک که بيا دې يغ جومې يې رو ووخستلې او څالور برخې يې سره وويشلې، ار يوه عسکر يوه برخه وخاستله او دې يغ خت يې هه وخاست. دا خت دې پوس نه ونسه دې کيزه پرې دې يوې ټوکړې نه ګانډلائي شوائي و او ايڅ جوړ په کې نه و. ۲۴بيا عسکرې يوه بل ته سره وويلل، ”روڅئ چې دا بژا نه کي او خلائي په وکي او وکسي چې دې چا شي.“داسې وشول تر څو دې خدائ دې کلام اغا ليکنه رشتيا شي:

”اچاوي خلائي دئ دې مو په جومې

او ويشي يې په خپل ميانځ کې.“

بيا عسکرې هه دا کور وکه.

۲۵دې يغ صليب څانګ ته چې عيسیٰ ور پرې ټاک والل شوائي و، دې عيسیٰ مور، دې يغ ترور، مريم چې دې کلوپاس شځه وه او مريم مجدليه ويلوړې وې. ۲۶کله چې عيسیٰ خپله مور وليدله چې دې يغ شاګرد په خو کې چې په اغا بندې ګرون و ويلوړه وه، بيا يغې ته يې وويل، ”مور جانې! دا دې تو زيائي دائي.“ ۲۷بيا يې اغا شاګرد ته وويل، ”دا دې تو مور دو.“او دې يغ وخت نه اغې شاګرد دو دې خپلې کورانۍ غړيې وګاڼله.

 

دې عيسیٰ مارګ

(متي ۲۷‏:‌۴۵‌‏-‌۵۶ او مرقوس ۱۵‏:‌۳۳‌‏-‌۴۱ او لوقا ۲۳‏:‌۴۴‌‏-‌۴۹)

۲۸په اغا نه دې ورستې عيسیٰ پوئي شه چې ټول کورينه سار ته راسيدلي دي او يغ وويل، ”زه تژائي يمه.“په داغا رانګ دې خدائ دې کلام وئينو رشتيا شوله. ۲۹په اغا ځوئي کې دې عام شاروپې نه ډاک يو لوشائي پروت و. يغې يو سوپنج په تروه شاروپ بندې ليمند که او دې ويلني دې څونګې په سار يې کشياش او دې يغ خولې ته يې ونيوه. ۳۰کله چې عيسیٰ اغا تروه شاروپ وڅاکل بيا ويې ويل، ”پيره شوه!“بيا يې سار ټيټ که او خپل روح يې خدائ ته وسپوره.

 

عسکر عيسیٰ په پشتۍ کې په نيزه وائي

۳۱څرنګې چې دې فسحې دې تايوره ولې وريځ وه او يهوديونې نه غوشتل چې په صليب بندې دې لاک شوي مړې دې يغ خاص سبت په وريځ پوتې شي، بيا يغې دې پيلاتوس نه وغوشتل چې دې يغې پشې موتې کو او کله چې دئ مړه شي بيا دې صليب نه يې رو کيز کو. ۳۲بيا عسکر روغلل او دې اواليني ساړي پشې يې چې دې عيسیٰ سره په صليب بندې لاک کړائي شوائي و، موتې کړلې او بيا يې دې يغ بل ساړي پشې موتې کړلې. ۳۳خو کله چې عيسیٰ ته ويراغلل بيا ويې ليدل چې اغا ليا دې مخته نه مړ شوائي دائي، بيا دې يغ پشې يې موتې نه کړلې. ۳۴خو يوه عسکر عيسیٰ په نيزه بندې په پشتۍ کې وويه او په مخ يې دې سيرات نه وينې او يبه رو وبئيدلې. ۳۵يو ساړائې چې په خپله دې دغې پيشې شائد و داغا شائدي ويرکاوي او دې يغ شائدي رشتيا دو. اغا پئيژي چې دې څه په حق کې خبرې کو او اغا رشتيا يائي ترڅو توس هه ايمون رورئي. ۳۶داسې وشول ترڅو دې خدائ دې کلام وئينو رشتيا شي چې يائي، ”دې يغ يو اډيکائي و هه موت نه شي.“ ۳۷او په بل ځوئي کې يائي، ”اغا و يغ ساړي ته وير کسي چې په نيزه بندې يې سروائي که.“

 

دې عيسیٰ شاخاول

(متي ۲۷‏:‌۵۷‌‏-‌۶۱ او مرقوس ۱۵‏:‌۴۲‌‏-‌۴۷ او لوقا ۲۳‏:‌۵۰‌‏-‌۵۶)

۳۸ورستې په اغا نه يوسف چې دې رامه دې شار نه و او په پټه دې عيسیٰ ليارتلينکائي و ځکه چې اغا دې يهوديونې نه ډرايده، پيلاتوس ته ويراغائي او دې يغ نه يې وغوشتل چې اجازات ورته ويرکو چې دې عيسیٰ مړائي ووخلي او شاخ يې کو. پيلاتوس ورته اجازات ويرکه. بيا اغا روغائي او دې عيسیٰ مړائي يې يواړ. ۳۹نيکوديموس يعني اغا ساړائي چې دې شپې دې عيسیٰ ليدلې ته ويراغلائي و، هه روغائي او دې ځون سره يې دې مر کنډ او دې عود دې بيټي نه جوړه شويې ميساله چې شو او خو څالور ديرش کيلو وه، روړله. ۴۰يغې دوې سرې دې عيسیٰ مړائي يواړ او دې يهوديونې دې مړيې دې شخاولې دې مراسمې دې مخه يې دې خوشبييئ دې تيلې سره په کفن کې ولا وړوو. ۴۱په کيم ځوئي کې چې عيسیٰ په صليب بندې لاک شوائي و وولته يو بوغ و او په اغا بوغ کې يو نوائي قبر و چې تر يغه وخته پرې په کې څوک نه و شاخ شوائي. ۴۲څرنګې چې دا دې فسحې دې تايوره ولې وريځ وه او قبر وولته نژدې وه بيا يغې دې عيسیٰ مړائي وولته شاخ که.

Sorry, no results.
Please try another keyword