دولاسام ساباق
(متي ۲۶:۶-۱۳ او مرقوس ۱۴:۳-۹)
مريم دې عيسیٰ په پشې بندې عاطر اچاوي
۱دې فسحې دې اختر نه شپيژ وريځې مخکې عيسیٰ بيتعنيا ته چې ايلعازر په کې پنډيده، يعني اغا ساړائي چې يغ دې مارګ نه دې ورستې په څټ روژواندائي کړائي و، روغائي. ۲يغې وولته دې عيسیٰ دې پوره دې لماشوم ماړئي تايوره کړيې وه. مرتا دې يغې خيذمات که او ايلعازر هه دې عيسیٰ سره ماړئي ته نوست و. ۳په دا وخت کې مريم يو بوتال چې دې قيمتي عاطر چې نيم ليټر وي او دې يو رانګ سيچه خوشبييئ مالام نه جوړ شوائي و، رو وخاستل او دې عيسیٰ په پشې بندې يې وچاول او دې يغ پشې يې په خپلې ويشتونې بندې وچې کړلې او ټول کير دې عاطرې دې خوشبييئ نه ډاک شه. ۴خو يهودا اسخريوتي چې دې عيسیٰ دې شاګردونې نه و او ورستې يې دې يغ سره خيانات وکه، وويل: ۵”دا عاطر ويلې دې درې ساوې سپينې زارې په سيکې بندې خارڅ نه شول چې پائسې يې غريبون ته ويرکړليې شويې وائي؟“ ۶يغ دا خبره دې دغې دې پوره نه وکړه چې کني دې يغ سره دې غريبونې غم و، بلکې په دا خاطر چې اغا خپل غال و او څرنګې چې اغا دې پائسې دې سوتلې مشرتوب په غوړه لوره نو اکثر وخت و يې يو څه پائسې دې خپل ځون دې پوره پټاولې ۷عيسیٰ وويل، ”دې يغې سره کور مه لرئي، يغې زه دې شخاولې دې پوره تايور کړمه. ۸دې ځکه چې غريبون و ار وخت دې توسې سره وي، خو زه و ار وخت دې توسې سره نه يمه.“
دې ايلعازر په ضد دوسيسه
۹زيوت شمير خالک خبر شول چې عيسیٰ په بيت عنيا کې دائي، نو اغا وولته ويراغلل. ګوشي دې دغې دې پوره نه چې عيسیٰ ونسي بلکې ايلعازر چې عيسیٰ روژواندائي کړائي و، هه ووويني. ۱۰نو مشرونې امامونې پريکړه وکړله چې ايلعازر هه مړ کي، ۱۱ځکه چې دې يغ دې اماله ډيرې خالکې اغا پريشول او په عيسیٰ بندې يې ايمون رواړ.
په برياليتوب سره يروشلم ته دې عيسیٰ نناواتل
(متي ۲۱:۱-۱۱ او مرقوس ۱۱:۱-۱۱ او لوقا ۱۹:۲۸-۴۰)
۱۲په بله وريځ ګاڼ شمير خالک چې دې اختر دې پوره روغلائي و، خبر شول چې عيسیٰ يروشلم ته رو راون دائي. ۱۳نو يغې دې خجيرې دې ونې څونګې وخاستلې او دې يغ مخ ته وير وواتل او سيرې يې والې، ”ژواندائي دا وي! مباراک دا وي اغا څوک چې دې تيشتن په نوم روڅي! مباراک دا وي دې اسرائيلې بادشا!“ ۱۴عيسیٰ يو کثکائي پئيدو که او په اغا بندې سوور شه، لکه څرنګې چې دې خدائ په کلام کې ليکل شوي دي:
۱۵”اې دې صهيون خالکې، نور مه ډاريژئي!
کسه، دې تو بادشا دائي روراون
اغا سوور دائي په کيڅکي بندې.“
۱۶په اوال کې شاګردون دې دغې شايونې په معنی بندې پوئي نه شول، خو کله چې عيسیٰ خپل جلال ته وراسيده، بيا اغا ته وير په زړه شول چې دا شايون دې يغ په حق کې ليکل شوي وي او دې يغ سره هه داسې وشول.
۱۷کله چې عيسیٰ ايلعازر ته ژاغ وکه او اغا يې روژواندائي که او دې قبر نه يې رو ويوسته نو زيوت شمير خالک وولته موجود وي. يغې چې څه ليدلي او ارويدلي وي دې يغې په حق کې يې نور خالک ته شائدي ويرکاوله. ۱۸نو ګاڼ شمير خالک دې يغ ار کلي ته روغلل، ځکه چې يغې ارويدلې وي چې عيسیٰ دا معجزه وشويې وه. ۱۹نو بيا فريسيونې يو بل ته سره وويل، ”توس کسئ چې ميژ ايڅ نشي کړلائي، ټوله دنيو په اغا پسې راونه دو.“
ځنې يونانيون غوړي چې دې عيسیٰ سره خبرې وکو
۲۰په اختر کې چې دې عبادت دې پوره يروشلم ته کيم خالک روغلائي و په اغا کې ځنې يونانيون هه وي. ۲۱دئ فيليپوس ته چې دې جليل دې بيت صيدا و، روغلل او ورته ويې ويل، ”اې شوغليه، ميژ غوړي چې عيسیٰ وويني.“ ۲۲فيليپوس لوړ شه او اندرياس ته يې وويل او اغا دواسره لوړل چې عيسیٰ خبر کو. ۲۳عيسیٰ يغې ته وويل، ”ويس اغا وخت رو راسيدلائي دائي چې دې انسان زيائي جلال مينده کو. ۲۴په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې که دې غانمې يوه دونه په خوره کې ونه لويژي او دې ميانځ نه لوړه نه شي، نو اغا و اغا يوه دونه پوتې شي. خو که چيرې اغا دې ميانځه لوړه شي نو ډيرې دونې و رو شنې شي. ۲۵په چا بندې چې په دا دنيو کې خپل ځون ګرون وي نو اغا و دې لوسه ويرکو. خو که څوک په دنيو کې په خپل ځون بندې تير شي بيا اغا و تل ترتله خپل ژوند وسوتي. ۲۶که څوک غوړي چې دې مو خيذمات وکو نو اغا دا په مو پسې روڅي او چيرې چې زه يمه نو دې مو خيذماتګور و وولته وي. څوک چې دې مو خيذمات کو بيا دې مو پلور و يغ ته عزت ويرکو.
عيسیٰ دې خپل مارګ په حق کې خبرې کو
۲۷ويس دې مو زړه بې ارامه دائي. او نه پئيژمه چې څه ويايمه؟ ايا ويايمه: ’اې پلوره، مو دې دغې تکليفينې او ځوراونې دې ساعت نه وسوته؟‘ خو زه دا دنيو ته دې دغې دې پوره روغلائي يمه چې وکاړيژمه. ۲۸اې پلوره، خپل نوم ته جلال ويرکه!“اغا وخت دې اسمون نه يو ژاغ روغائي او ويې ويل، ”مو جلال وير کړائي دائي او بيا و هه جلال وير کاومه.“ ۲۹کيم خالک چې په اغا ځوئي کې ويلوړ وي او دا ژاغ يې ورويده نو ځنې وويل، ”دا دې تندر ژاغ و.“خو نورې وويل، ”فرشتې دې يغ سره خبرې وکړلې.“ ۳۰خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”دا ژاغ دې مو په خاطر نه، بلکې دې توسې په خاطر و. ۳۱ويس دې دغې وخت رو راسيدلائي دائي چې خدائ و دې دنيو دې خالکې په حق کې پئصاله کو او دې دغې دنيو واکمن يعني شيطون و وراړ کړل کيژي. ۳۲کله چې زه دې منځکې نه پورته وخيژاول شمه نو ټول انسانون و خپل ځون ته روکاش کمه.“ ۳۳دې عيسیٰ دې خبرې اشاره دا ته وه چې اغا و په څه قسم مارګ مړ کيژي.
۳۴خالکې عيسیٰ ته وويل، ”دې ميژ شريعت يائي چې مسيح و تل ترتله ژواندائي وي. نو بيا ته څرنګې ويلائي شې چې دې انسان زيائي بايد پورته وخيژاول شي؟ دا دې انسان زيائي څوک دائي؟“ ۳۵عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې توسې سره لژ دې نور وخت دې پوره رڼو شته. ترڅو پره چې دا رڼو دې توسې سره دو نو توسې ګرځئ، اسې نه چې تياره دربندې روشي. ځکه څوک چې په تياره کې ګرځي اغا نه پئيژي چې چيرته راون دائي. ۳۶تر يغه پورې چې رڼو درسره دو نو په رڼو بندې ايمون رورئي دې دغې دې پوره چې توس دې رڼو باچيون شئ.“
کله چې عيسیٰ خپلې خبرې خاتم کړې نو لوړ شه او دې يغې نه پټ شه.
ډيرې خالکې په عيسیٰ بندې ايمون نه رواړ
۳۷سره دې دغې چې عيسیٰ دې يغې په مخ کې ډيرې معجزې وشولې خو يغې په اغا بندې ايمون نه رواړ، ۳۸ترڅو دې اشعيا پيغمبر اغا خبرې رشتيا شي چې ويلي يې وي:
”اې تيشتنه، چا دې ميژ په پيغام بندې يقين کړائي دائي؟
چا ته تيشتن خپل قدرات وشوائي دائي؟“
۳۹نو يغې نه شول کړلائي چې ايمون روري. اشعيا پيغمبر هه ويلي دي:
۴۰”خدائ دې يغې سترګې ړاندې کړيې دي،
او دې يغې زړينه يې ساخت کړي دي،
چې په سترګې بندې څه نه وويني
او په زړينه کې وربندې پوئي نه شي
او موته رو ونه ګرځي
چې زه يې روغ کمه.“
۴۱اشعيا دا دې دغې دې پوره وويل چې دې عيسیٰ جلال يې وليده او دې يغ په حق کې يې خبرې وکړلې.
۴۲سره دې دغې بيا هه ډيرې يهودي مشرونې په اغا بندې ايمون رواړ، خو دې فريسيونې دې ډوره يې دې خپل ايمون رو وړلې اقرار نه که، اسې نه چې دې عبادتخانې نه يې وراړه کو، ۴۳ځکه چې دئ دې خدائ دې خو نه دې ستاينې په ځوئي دې انسان ستائينه زيوته خواشه وله.
دې عيسیٰ دې کلام په وسيله پئصاله
۴۴نو عيسیٰ په چګ ژاغ وويل، ”ار څوک چې په مو بندې ايمون روري، نو اغا نه خالي دا چې په مو بندې يې ايمون روړائي دائي بلکې په اغا چا بندې يې هه روړائي دائي چې زه يې رولژلئ يمه. ۴۵ار څوک چې مو ويني نو اغا څوک هه ويني چې زه يې رو لاژلئ يمه. ۴۶زه دنيو ته دې يوې رڼوئي په رانګ روغلائي يمه دې دغې دې پوره چې ار څوک چې په مو بندې ايمون روري اغا و په تياره کې پوتې نه شي. ۴۷خو که چيرې څوک دې مو خبرې ووروي او عمل وربندې نه وکو، نو زه اغا نه ګراماومه. زه دنيو ته دې دغې دې پوره روغلائي يمه چې خالک وژغورمه، دې دغې دې پوره نه يمه روغلائي چې اغا ګرام کمه. ۴۸ار څوک چې مو راد کو او دې مو خبرې نه وماني نو دې يغې دې پوره قاضي شته، يعني اغا تعليم چې مو وير کړائي دائي اغا و دې اخيرات په وريځ ګرام کو. ۴۹ځکه چې زه دې خپله ځونه خبرې نه کمه بلکې اغا پلور چې زه يې رو لاژلئ يمه موته دا حکم کړائي دائي چې څه يايمه او څرنګې خبرې وکمه. ۵۰زه پئيژمه چې دې يغ حکم خالک ته تل پوتې ژواندين ويرکاوي. نو ځکه زه چې څه يايمه اغا څه دي چې پلور روته ويلي دي چې ويې يايمه.“