يولاسام ساباق
دې ايلعازر مارګ
۱دې ايلعازر په نوم يو ساړائي و چې بيمور و. دې يغ کير په بيتعنيا کې و، يعني په اغا کلي کې چې وولته مريم او دې يغ خور مرتا پنډيده. ۲دا اغا مريم دو چې دې عيسیٰ په پشې بندې و عاطر اچاوي او دې يغ پشې په خپل ويشته وچاوي. دې يغې ورور ايلعازر بيمور و. ۳خو خوانديې يې عيسیٰ ته خبر وير ولاژه او ورته ويې ويل، ”ايستوذه، دې تو ګرون ملګرائي بيمور شوائي دائي.“ ۴کله چې عيسیٰ دا ورويدل نو ويې ويل، ”ايلعازر و دې دغې بيمورئي نه نه مړ کيژي، بلکې دا دې خدائ دې جلال دې جاواتاولې دې پوره يوه وسيله دو ترڅو دې خدائ زيائي هه دې دغې ليارې جلال مينده کو.“
۵په عيسیٰ بندې مرتا، دې يغې خور او ايلعازر ګرون وي. ۶سره دې دغې چې اغا دې ايلعازر دې بيمورئي نه خبر شه، خو دوې وريځې نور هه په اغا ځوئي کې چې و، وولته پوتې شه. ۷بيا يغ خپلې شاګردونې ته وويل، ”روڅئ چې په څټ يهوديې ته لوړ شي.“ ۸شاګردونې ورته وويل، ”اې ايستوذه، لژ ساعت مخته دې يغ ځوئي خالکې غوشتل چې تو سنګسار کو، خو ته بيا هه غوړې چې وولته لوړ شې؟“ ۹عيسیٰ ځاوب ويرکه، ”ايا يوه وريځ دولاس ګينټې نه دو؟ څوک چې دې وريځې ګرځي نه نسکاريژي، ځکه چې دې دغې دنيو رڼو ويني. ۱۰خو که څوک دې شپې ګرځي نو نسکاريژي، ځکه چې دې يغ سره رڼو نه وي.“ ۱۱عيسیٰ دا خبرې وکړې او بيا يې اغا ته وويل، ”دې ميژ ملګرائي ايلعازر وود پروت دائي، خو زه وير څمه چې رويش يې کمه.“ ۱۲شاګردونې وويل، ”اې ايستوذه، که اغا وود وي بيا اغا و روچګ شي.“ ۱۳خو دې عيسیٰ دې خبرې مقصد دا و چې ايلعازر مړ شوائي دائي، خو دئ فکر وکه چې دې ده مقصد اسې خوب دائي. ۱۴نو عيسیٰ اغا ته جاوات وويل، ”ايلعازر مړ شوائي دائي. ۱۵خو زه دې توسې په خاطر خواشول يمه چې وولته نه ومه، ځکه چې توس و ويس په رشتيا ايمون رورئي. روڅئ چې يغ ته وير شي.“
۱۶توما چې دې غبرګوني په نوم هه يوديده، نور شاګردون ته وويل، ”رو څئ چې ميژ هه لوړ شي او دې يغ سره مړه شي.“
عيسیٰ قيامات او ژواندين دائي
۱۷کله چې عيسیٰ اغا ځوئي ته وراسيده، څالور وريځې کيدې چې دې ايلعازر مړائي په قبر کې ايش شوائي و. ۱۸بيتعنيا دې يروشلم نه شو او خو درې کيلوميټره لرې وه ۱۹او دې يروشلم نه دې يهوديې ډير خالک مرتا او مريم ته روغلي وي چې دې يغې دې ورور دې مارګ په خاطر ورته تسالي ويرکو، ۲۰نو کله چې مرتا دې عيسیٰ دې روتاګ نه خبره شوه، دې يغ مخ ته ويراغله، خو مريم په کير کې پوتې شوه. ۲۱مرتا عيسیٰ ته وويل، ”ايستوذه، که ته دولته وائي، نو دې مو ورور و نه وائي مړ شوائي. ۲۲خو زه ويس هه په دا پئيژمه چې که ته دې خدائ نه ار څه وغوړې نو خدائ و يې ديرکاوي.“ ۲۳عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې تو ورور و په څټ روژواندائي شي.“ ۲۴مرتا وويل، ”زه پئيژمه چې اغا و دې قيامات په وريځ روژواندائي شي.“ ۲۵عيسیٰ يغې ته وويل، ”زه قيامات او ژواندين يمه. که څوک په مو بندې ايمون روري که اغا مړ هه شي، خو بيا و هه ژواندائ وي، ۲۶او که څوک ژواندائ وي او په مو بندې ايمون روري، نو اغا و ايڅ کله هه مړ نه شي. ايا په دا بندې يقين کئ؟“ ۲۷يغې وويل، ”اې، ايستوذه! زه په دا ايمون لارمه چې ته مسيح يعني دې خدائ زيائي يې، دې چا په حق کې چې خدائ ويلي دي چې اغا بايد دنيو ته روشي.“
عيسیٰ ژوړي
۲۸کله چې مرتا دا خبره وکړله بيا لوړه او خپله خور يې راوبلله او په پټه يې ورته وويل، ”ايستوذ روغلائي دائي او تو غوړي.“ ۲۹کله چې مريم دا وورويدل نو زر روچګا شوله او عيسیٰ ته ويراغله. ۳۰عيسیٰ ليا کلي ته راسيدلائي نه و او ليا په اغا ځوئي کې و چې مرتا يې ليدلې ته ويراغليې وه. ۳۱کيم خالک چې مريم ته دې تسالئ ويرکاولې دې پوره روغلي وي او دې يغې په کير کې وي، نو کله يې چې وليدل چې اغا په بيړه دې کير نه ووځي نو اغا پسې راون شول. يغې فکر که چې اغا قبر ته راونه دو چې وولته وژوړي.
۳۲مريم اغا ځوئي ته وراسيده چې عيسیٰ په کي و او څرنګې يې چې اغا وليده، نو پشې ته يې ولويدله او ويې ويل، ”ايستوذه، که ته دولته وائي بيا دې مو ورور و نه وائي مړ شوائي.“ ۳۳کله چې عيسیٰ اغا وليدله چې ژوړي او په دا رانګ کيم خالک چې يغې سره روغلي وي هه ژوړي، نو سوړ اسويلائي يې ويوست او ډير خفا شه ۳۴او دې يغې نه يې پشتنه وکړله، ”دې يغ قبر چيرته دائي؟“يغې ځاوب ويرکه، ”شوغليه، روشه او ويې کسه.“ ۳۵عيسیٰ په ژاړو شه. ۳۶بيا خالکې وويل، ”وکسئ اغا څومره په ګرون و.“ ۳۷خو ځنې يې وويل، ”دغ ساړي چې دې يغ ړيند ساړي سترګې شې کړلې، ايا دا يې نه شوائي کړائي چې ايلعازر يې دې مارګ نه باچ کړائي وائي؟“
ايلعازر روژواندائي کيژي
۳۸عيسیٰ يور بيا سوړ اسويلائي ويوست او قبر ته ويراغائي. دا قبر يو غور و چې خوله ته يې يوه تيژه ايشه وه. ۳۹عيسیٰ خالک ته امر وکه او ويې ويل، ”تيژه لرې کئ.“مرتا دې مړ شوي ساړي خور يغ ته وويل، ”ايستوذه، ويس خو دې يغ دې مارګ څالور وريځې شويې دي او بي و يې کړائي وي.“ ۴۰عيسیٰ يغې ته وويل، ”ايا تو ته مې نه وي ويلي چې که چيرې ته ايمون ولري نو دې خدائ جلال ووينې؟“ ۴۱نو خالکې تيژه لرې کړه. بيا عيسیٰ پورته اسمون ته وکاتل او ويې ويل، ”اې پلوره، زه دې تو شکر کمه چې دې مو داعو دې وورويدله. ۴۲زه پئيژمه چې ته ار وخت دې مو داعو ووروې، خو مو دا دې دغې خالکې په خاطر چې دولته ويلوړ دي، وويل ترڅو اغا په دا بندې ايمون روري چې زه تو رولژلئ يمه.“ ۴۳کله چې عيسیٰ داعو ختم کړله نو په چګ ژاغ يې سيره وکړه، ”اې ايلعازره، رو ووځه.“ ۴۴نو اغا مړائي چې لوسينه او پشې يې په کفن کې اړيدلي شوي وي او مخ يې په ريمول کې پټ و، رو ووته. عيسیٰ اغا ته وويل، ”اغا رو خلوص کئ او پريژدئي چې لوړ شي.“
دې عيسیٰ په خلاف دوسيسه
(متي ۲۶:۱-۵ او مرقوس ۱۴:۱-۲ او لوقا ۲۲:۱-۲)
۴۵نو ډير خالک چې دې مريم ليدلې ته روغلي وي، کله چې يغې اغا څه چې عيسیٰ وکړل وليدل نو په اغا بندې يې ايمون رواړ. ۴۶خو دې يغې نه ځنې فريسيون ته ويراغلل او کيم کورينه چې عيسیٰ کړي وي اغا ته يې وويل. ۴۷بيا فريسيونې او مشرونې امامونې شورا رو وغوشتله او ويې ويل، ”چې څه وکي؟ ځکه چې دا ساړائي ډيرې معجزې جاواته وي. ۴۸که ميژ اغا پريژدي چې په داغا رانګ کورينه وکو نو ټول خالک و په ايمون روري، بيا و روميون روشي او دې ميژ بيت المقدس او دې ميژ ټول قوم و دې ميانځ نه يوسي.“ ۴۹خو په اغا کې يو کاس چې قيافا نوميده او په اغا کول کې ستر امام و، وويل، ”توس نه پئيژئي! ۵۰په دا نه پئيژئي چې دې توسې دې پوره دا شه دي چې يو کاس دې ټول قوم په خاطر مړ شي، نه دا چې ټول قوم تباه شي.“ ۵۱يغ دا خبره دې خپل ځون نه نه وکړله، بلکې دې دغې دې پوره چې اغا په دا کول کې ستر امام و، نو يغ پيشګوئي وکړله چې عيسیٰ و دې يهوديونې دې قوم په خاطر مړ شي، ۵۲او ګوشائي دې يغ قوم دې پوره نه، بلکې دې خدائ ټول خوره ووره الودينه چې په مختليف ځائينه کې پنډيژي سره يو ځوئي کو. ۵۳نو دې اغي وريځې نه يغې دې عيسیٰ دې مړاولې پريکړه وکړله. ۵۴په اغا نه دې ورستې عيسیٰ نور دې خالکې په ميانځ کې جاوات نه ګرځيده، بلکې دې يغ ځوئي نه يوې سيمې ته چې داشته ته نژدې وه، يعني دې افرايم په نوم شار ته لوړ شه او دې خپلې شاګردونې سره وولته پوتې شه.
۵۵دې يهوديونې دې فسحې اختر نژدې و او ډير خالک دې کليولې سيمې نه يروشلم ته روغلل چې په اختر نه مخکې دې پوکولي مراسم سرته ورساوي. ۵۶يغې عيسیٰ غوشت او څرنګې چې دئ په بيت المقدس کې سره رو ټول شول بيا يو بل ته يې وويل، ”توس څه فکر کئ، ايا اغا و دې اختر خواشي ته رو نشي؟“ ۵۷مشرونې امامونې او فريسيونې دا حکم کړائي و، که ار څوک پوئي شي چې عيسیٰ چيرته دائي نو دئ ته دا خبر ويرکو چې اغا ونسي.