عيسیٰ يوه ګوډ ساړي ته شفا ويرکاوي

1 په اغا نه دې ورستې عيسیٰ دې يهوديونې دې اختر په خاطر يروشلم ته لوړ شه. 2 په يروشلم کې اغا ځوئي ته نژدې چې دې پسونې دې دروزې په نوم يوديده يو تالوب دائي چې په آرامئ ژبه کې ورته بيت_حسدا يائي او پينځه دالانينه لري. 3 په دا دالانينه کې زيوت شمير بيمور خالک چې ړونده، ګوډون او شيالون وي، پروته وي. [يغې دا ته انتظار که 4 چې په تالوب کې يبه وخزيژي. ځکه کله کله و دې خدائ فرشته داغا ډانډ ته روکيزيدله او يبه و يې خيځاولې او اغا څوک چې و په ټول نه مخته ډانډ ته کيزيده بيا و دې ار ماراض نه پوکيده.] 5 وولته يو ساړائي و چې دې اوته ديرش کولې نه شيال و. 6 کله چې عيسیٰ اغا ساړائي وليده چې دې ډير وخت نه وولته پروت و او په دا پوئي شه چې اغا بيمور دائي، بيا يې پشتنه ځنې وکړله، ”ايا ته غوړې چې شه شې؟“ 7 يغ بيمور ساړي ځاوب ويرکه، ”شوغليه، کله چې يبه وخزيژي، بيا دې مو سره څوک نشته چې تالوب ته مې وير کيز کو. ځکه چې زه وير خيځمه بيا بل کاس په مونه مخکې وير کيز شوائي وي.“ 8 عيسیٰ ورته وويل، ”چګ شه، خپله بيشتاره دې ووخله او وګرځه.“ 9 اغا کاس په مخ شه شه، خپله بيشتاره يې ووخستله او راون شه.

دا کور دې سبت په وريځ وشه. 10 بيا يهوديونې مشرونې يغ روغ شوي ساړي ته وويل، ”دا دې سبت وريځ دو، دې سبت په وريځ توته راوو نه دو چې خپله بيشتاره يوسې.“ 11 خو يغ ځاوب ويرکه، ”کيم ساړي چې زه روغ کړمه موته يې وويل چې خپله بيشتاره دې ووخله او وګرځه.“ 12 يغې دې يغ نه پشتنه وکړله، ”اغا ساړائي څوک دائي چې توته يې وويل چې بيشتاره دې ووخله او وګرځه؟“ 13 خو اغا ساړائي چې روغ شوائي و نه پئيده چې عيسیٰ څوک دائي، ځکه چې په يغ ځوئي کې ډيره ګاڼه ګيڼه وه او عيسیٰ ځون ياستلئ و. 14 ورستې بيا عيسیٰ اغا ساړائي په بيت المقدس کې مينده که او ورته ويې ويل، ”کسه، ويس چې شه شوائي يې بيا نور ګناه مه که، که نه وي بيا په دا نه و دې ساختې کړاوينې سره مخومخ شې.“ 15 اغا ساړائي لوړ شه او دې يهوديونې مشرونې ته يې خبر ويرکه، ”چا چې زه شه کړائي ومه اغا عيسیٰ و.“ 16 په دا خاطر چې عيسیٰ دې سبت په وريځ داسې کورينه کړل، بيا دې يهوديونې مشرونې دې يغ په ځوراول شيري وکړله. 17 خو عيسیٰ يغې ته وويل، ”دې مو پلور ار وخت داسې کورينه کړي دي، نو زه هه داسې کمه.“ 18 دې عيسیٰ په دا خبره دې يهوديونې مشرونې اڅه وکړله چې اغا مړ کو، ځکه چې خالي دا نه چې يغ دې سبت دا قانون موت کړائي دائي بلکه په دا هه چې اغا خدائ ته خپل پلور يائي او په داغا رانګ يې خپل ځون دې خدائ سره بروبار وګڼه.

دې زي واک او اختيار

19 عيسیٰ اغا ته په ځاوب کې وويل، ”په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې زيائي نشي کړلائي چې دې خپل ځونه کيم کور وکو، بلکه ګوشائي اغا کور کو چې اغا يې ويني چې پلور يې کو. څه چې پلور کو اغا زيائي هه کو. 20 ځکه چې زيائي په پلور بندې ګرون وي او اغا چې خپل کيم کورينه کو اغا ټول زي ته وير وشائي. په دا دې پوسه نور ستر ستر کورينه هه ورته وير وشائي او توس ټول و ورته حيرون پوتې شئ. 21 ځکه لکه څرنګې چې پلور مړه رو ژوانديا وي او اغا ته ژوند ويرکاوي، نو په داغا رانګ زيائي هه چې ار چا ته وغوړي ژوند ويرکاوي. 22 په داغا رانګ پلور دې ايچا په حق کې پئصاله نه کو بلکه خپل زي ته يې پيره حق وير کړائي دائي چې پئصالې وکو، 23 ترڅو لکه څرنګې چې ټول دې پلور عزت کو، داغاسې دې زي عزت هه وکو. څوک چې دې زي عزت نه کو نو دې يغ دې پلور چې اغا يې رو لاژلائي دائي هه عزت نه کو.

24 په يقين سره زه توس ته دا يايمه څوک چې دې مو خبرې ته غوژ نسي او په يغ چا بندې ايمون روري چې زه يې رو لاژلئ يمه، بيا و اغا تل پوتې ژواندين ولري. اغا و محکمه نه نشي، بلکې اغا ليا دې وخته نه په مارګ بندې تير شوائي دائي او ژوند يې شيري کړائي دائي. 25 په يقين سره زه توس ته دا يايمه چې اغا وخت و روشي، بلکه روغلائي دائي چې مړي و دې خدائ دې زي ژاغ وروي او ار څوک يې چې وروي اغا و روژواندي شي. 26 لکه څرنګې چې پلور اغا ذات دائي چې انسانون ته ژوند ويرکاوي، نو زي ته يې هه دا قدرات وير کړائي دائي چې انسانون ته ژوند ويرکو. 27 يغ زي ته دا واک او اختيار وير کړائي دائي چې پئصالې وکو، ځکه چې دې انسان زيائي دائي. 28 په دا بندې مه حيرونيژئي، ځکه چې اغا وخت و روشي چې ټول مړي و په قبرينه کې دې يغ ژاغ ووروي 29 او دې خپلې قبرينې نه و رو ووځي. کيمې خالکې چې نيک کورينه کړي وي اغا و رو پورته شي او ژوند و کو او کيمې خالکې چې بد کورينه کړې دي اغا و رو پورته شي او سازو و ورته ويرکاول کيژي.

دې عيسیٰ په حق کې شائدي ويرکاول

30 زه په خپل اختيار ايڅ نشمه کړلائي. زه دې خالکې په حق کې اغا پئصالې کمه چې دې خپل پلور نه يې ورومه. نو کله چې دې يغې په حق کې پئصاله کمه اغا پئصاله دې انصاف دې مخې وي، ځکه چې زه خپله راضو نه بلکه دې يغ چا راضو پيرا کاومه چې زه يې رو لاژلائي يمه. 31 که چيرې زه دې خپل ځون په حق کې شائدي وکمه بيا دا شائدي رشتيا نه دو. 32 خو يو بل څوک شته چې دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي او زه پئيژمه چې اغا دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي اغا رشتيا دو. 33 توسې يحيیٰ ته استازي وير لاژلي وي او يغ چې دې مو په حق کې کيمه شائدي وير کړه اغا رشتيا وه. 34 زه په رشتيا سره دې انسانونې شائدي ته چې دا ثابته کو چې زه څوک يمه اجات نه لارمه، بلکه دا خبرې دې دغې پوره درته کمه چې توسې خلوصين مينده کئ. 35 يحيیٰ دې يوه څروغ په رانګ و چې باليده او رڼو يې کړله. توس تايور وائي چې دې يو څه وخت دې پوره دې يغ خبرې په خواشولئ سره وور وائي. 36 خو زه په يحيیٰ نه ستر شائد لارمه. کيم کورينه چې پلور موته سپورلي دي چې سار ته يې وراساومه، دا دې دغې شائدي ويرکاوي چې پلور زه رولژلئ يمه. 37 پلور چې زه يې رولژلئ يمه په خپله يې دې مو په حق کې شائدي وير کړيې دو. توس ايڅ کله دې يغ څيره نه دو ليدلې او نه مو دې يغ ژاغ وورويدلائي دائي، 38 او دې يغ کلام دې توسې په زړينه کې ځوئي نه دائي ميندلائي، ځکه چې توسې په يغ چا بندې چې يغ رولژلئ دائي ايمون نه رو ورئي. 39 توسې دې خدائ کلام په توجو سره يايئ، ځکه چې فکر کئ چې دې يغ په وسيله و تل پوتې ژواندين وميمئ. هه دا ليکنې دې مو په حق کې شائدي ويرکاوي، 40 خو بيا هه توس نه غوړئي چې موته روشئ ترڅو دا ژواندين ولرئي.

41 زه دې خالکې نه دې عزت تامه نه لارمه. 42 خو زه توس پيژانمه چې دې توسې په زړينه کې دې خدائ سره مينه نشته. 43 زه دې خپل پلور په نوم رو غلائي يمه او توسې مو نه قبلاوئي، خو که بل څوک په خپل نوم روشي بيا و يې توسې قابيل کئ. 44 توس چې دې يو بل نه دې عزت تامه لرئي او دې يغ عزت په لاټه کې نه يئ چې دې ګوشي خدائ دې خو نه دائي، نو بيا څرنګې کړلائي شئ چې په مو بندې ايمون ولرئي؟ 45 خو دا فکر مه کئ چې زه و توسې دې خپل پلور په حضور کې ګرام کمه، هه داغا موسیٰ چې توسې ايله ورته لرئ، اغا و توس ګرام کو. 46 که چيرې توسې په موسیٰ بندې ايمون لارلائي، بيا و مم په مو هه ايمون لوره، ځکه چې يغ دې مو په حق کې ليکلي دي. 47 خو که چيرې توسې دې يغ په ليکنې بندې ايمون نه لرئ، نو بيا و دې مو په خبرې بندې څرنګې يقين وکئ؟“

Sorry, no results.
Please try another keyword