شپوړاسام ساباق

 

دې عيسیٰ بيا روژواندي کيدل

(متي ۲۸‏:‌۱‌‏-‌۸ او لوقا ۲۴‏:‌۱‌‏-‌۱۲ او يوحنا ۲۰‏:‌۱‌‏-‌۱۰)

۱کله چې دې سبت وريځ تيره شوله، مريم مجدليې او دې يعقوب مور مريم او سالومې دې خوشبييئ تيل وخاستل او لوړلې چې دې عيسیٰ په مړې بندې يې توئي کو. ۲دې دوايم په وريځ ګائيز دې غورمه روخاتلې نه دې ورستې اغا غور ته ويراغللې. ۳يغې په خپله کې يوې بلې ته وويل، ”ميژ ته و دې قبر دې خولې نه تيژه څوک وتيلاوي؟“ ۴خو کله چې يغې وکاتل بيا يې وليدل چې اغا تيژه چې ډيره غوټه وه په څټ روتيليدليې وه. ۵کله چې اغا غور ته وير نناواتلې، بيا وولته يې يو ځون ساړائي وليده چې سپينې جومې يې وغستيې وې او دې قبر شي طاراپ ته نوست و. بيا اغا وډورې شولې. ۶خو يغ وويل، ”مه ډاريژئي، زه پئيژمه چې توسې ناصري عيسیٰ غوړئي چې په صليب بندې لاک شوائي و. اغا دولته نشته، اغا روژواندائي شوائي دائي. کسئ، دا اغا ځوئي دائي چې دې يغ مړائي په کې يش کړائي شوائي و. ۷ويس لوړې شئ او دې يغ شاګردونې او پطروس ته ويايئ چې اغا په توس نه مخته جليل ته راون دائي. لکه څرنګې چې يغ په خپله توس ته ويلي وي، توس و اغا وولته ووينئ.“

۸اغا دې قبر نه رو وواتلي او وتشتيدلې، ځکه چې دې ډير ډور نه تريدلې او وورينه يې خاطو شوي وي. يغې ايچا ته څه نه ويل، دې ځکه چې ډاريدليې وې.

 

عيسیٰ مريم مجدليې ته شکاره کيژي

(متي ۲۸‏:‌۹‌‏-‌۱۰ او يوحنا ۲۰‏:‌۱۱‌‏-‌۱۸)

[ ۹کله چې عيسیٰ دې دوايم په وريځ ګائيز واختي دې مړ وولي نه روژواندائي شه بيا اوالينئ مريم مجدليې ته چې يغ ځنې اووه پيريون ياستلي وي شکاره شه. ۱۰اغا لوړله او څه چې پيش شوي وي اغا يې دې عيسیٰ نژدې ملګري ته چې وير او ژاړو يې کړلې، وويل. ۱۱کله چې اغا وور ويدل چې عيسیٰ ژواندائي شوائي دائي او مريم ليدلئ دائي، بيا يې يقين په ونه که.

 

عيسیٰ دوا شاګردونې ته شکاره کيژي

(لوقا ۲۴‏:‌۱۳‌‏-‌۳۵)

۱۲په اغا نه ورستې عيسیٰ په بله څيره کې خپل دوا شاګردون ته چې دې يروشلم نه کلي ته راون وي، جاوات شه. ۱۳اغا په څټ لوړل او نور شاګردون يې خبر کړل، خو اغي يې په خبره بوندې باور ونه که.

 

عيسیٰ خپل يولاس شاګردون ته شکاره کيژي

(متي ۲۸‏:‌۱۶‌‏-‌۲۰ او لوقا ۲۴‏:‌۳۶‌‏-‌۴۹ او يوحنا ۲۰‏:‌۱۹‌‏-‌۲۳ او د رسولانو عملونه ۱‏:‌۶‌‏-‌۸)

۱۴دې ورستې بيا عيسیٰ خپل ځون يولاس شاګردون ته چې ماړئي ته نوست وي، وير شکاره که. اغا يې دې بې ايمونئ او ساختې زړينې دې لارلې په خاطر سپک کړل، ځکه چې دئ دې اغي خالکې په خبرې يقين ونه که چې اغا يې دې روژواندي کيدلې نه ورستې ليدلئ وه. ۱۵بيا اغا ته يې وويل، ”په ټوله دنيو کې وګرځئ او دا زرائي ټول ته وراساوئي. ۱۶ار څوک چې ايمون رو وري او بپتسمه وخلي بيا اغا و خلوصين مينده کو، خو څوک چې ايمون نه رو وري نو اغا و مجرم کړائي شي. ۱۷خو څوک چې ايمون رو وري بيا اغا ته و دا ناخشه ويرکړل شي چې دې مو په نوم و پيريون وبوسي او په نويې ژبه و خبره کو، ۱۸اغا و مانګارينه نسي او که زهر وخوري بيا و تاوون نه وير راسي او کله چې په بيمورون بوندې خپل لوسينه ژدي بيا اغا و شه کيژي.“

 

اسمون ته دې عيسیٰ خاتل

(لوقا ۲۴‏:‌۵۰‌‏-‌۵۳ او د رسولانو عملونه ۱‏:‌۹‌‏-‌۱۱)

۱۹دې يغې سره دې خبرې کړلې نه ورستې تيشتن عيسیٰ اسمون ته پورته يواړ شه او دې خدائ شي لوس ته کشينوست. ۲۰بيا يې شاګردون لوړل او په ار ځوئي کې يې نصيات که او تيشتن ورسره مراسته کړله او دې معجزې په وه وشولې يې دا ثابته کړه چې دې يغې پيغام رشتينائي دائي.]

Sorry, no results.
Please try another keyword